د ليويانو کِتاب

څوارلسم باب

د څرمنې د بيمارو نه پس پاکوالے

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل ۲دا اصُول د هغه کس د پاکوالى د پاره دى چې د جُذام د بيمارۍ نه روغ شوے وى. چې په کُومه ورځ اِعلان وشى چې هغه پاک دے، نو هغه به اِمام له بوتلے شى، ۳اؤ اِمام به هغه د خېمو نه بهر بوځى اؤ وبه يې ګورى. کۀ هغه کس روغ شوے وى، ۴نو اِمام به حُکم وکړى چې دوه حلال مارغان دې د دِيار د لرګى د يوې ټُکړې سره، يو د تک سُور تار اؤ د وېلنى بُوټى سره راوړلے شى. ۵بيا به اِمام حُکم وکړى چې يو مارغۀ دې د خاورې لوښى د پاسه حلال کړلے شى چې د چينې تازه اوبۀ په کښې وى. ۶هغه به ژوندے مارغۀ د دِيار د لرګى، د تک سُور تار اؤ د وېلنى سره، د هغۀ مارغۀ په وينه کښې ډُوب کړى کُوم چې حلال شوے وى. ۷هغه به اووۀ ځله هغه وينه په هغه سړى باندې وشيندى کُوم چې د جُذام د بيمارۍ نه پاکولے شى اؤ بيا به هغه اِعلان وکړى چې دا پاک دے. هغه به ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې په هوا کښې والُوځى. ۸هغه کس به خپلې جامې ووينځى، ټول وېښتۀ به کل کړى اؤ غُسل به وکړى، نو پاک به شى. بيا هغه خېمو ته تلے شى، خو هغه به اووۀ ورځې د خپلې خېمې نه بهر اوسېږى. ۹په اوومه ورځ به هغه بيا خپل سر، ږيره، ورُوځې اؤ د بدن نور ټول وېښتۀ کل کړى، هغه به خپلې جامې ووينځى اؤ غُسل به وکړى، نو هغه به پاک شى. ۱۰په اتمه ورځ به هغه دوه ګډُورى اؤ يوه ګډُورۍ چې د يو کال وى اؤ هيڅ عېب په کښې نۀ وى، درې کيلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى اؤ د ليټر دريمه حِصه د زيتُونو تېل دې راوړى. ۱۱اِمام به هغه کس اؤ دا نذرانې د مالِک خُدائ د حضُور مُقدسې خېمې د دروازې خُلې ته يوسى. ۱۲بيا به اِمام يو هغه ګډُورے اؤ سره د تېلو د ليټر دريمه حِصه يوسى اؤ دا به د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. هغه به دا د اِمام د پاره مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه پېش کړى. ۱۳هغه به ګډُورے په هغه مُقدس ځائ کښې حلال کړى چرته چې د ګُناه نذرانې اؤ د سوزېدُونکې نذرانې د پاره ځناور حلالولے شى. دا ځکه چې د تاوان نذرانه، د ګُناه د نذرانې په شان د اِمام ده اؤ ډېره مُقدسه ده. ۱۴اِمام به د ګډُورى لږه وينه واخلى اؤ د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټى ګوتى پورې اؤ د هغۀ د ښۍ خپې په غټى ګوتى پورې دې ولګوى د کُوم کس چې اِعلان کېږى چې دا پاک دے. ۱۵اِمام به د زيتُونو لږ تېل واخلى اؤ د خپل ګڅ لاس په تلى کښې به يې واچوى، ۱۶د خپل ښى لاس ګوته به په دې کښې ډُوبه کړى اؤ لږ به هلته د مالِک خُدائ په حضُور کښې اووۀ ځله وشيندى. ۱۷هغه به څۀ تېل چې د هغۀ د لاس په تلى کښې دى اؤ څۀ د ګډُورى وينه واخلى اؤ د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټى ګوتى پورې اؤ د هغۀ د ښۍ خپې په غټى ګوتى پورې ولګوى چې د کُوم کس اِعلان کېږى چې دا پاک دے. ۱۸د هغۀ د لاس په تلى کښې کُوم پاتى شوى تېل دى هغه به د دې کس په سر باندې ولګوى. نو د هغۀ د پاکوالى کفاره به ادا کړى. ۱۹بيا به اِمام د ګُناه نذرانه پېش کړى اؤ د پاکوالى کفاره به ادا کړى. د هغې نه پس، هغه به د سوزېدُونکې نذرانې د پاره ځناور حلال کړى ۲۰اؤ دا به د غلې نذرانې سره په قُربان‌ګاه باندې پېش کړى. نو اِمام به د پاکوالى کفاره ادا کړى اؤ هغه کس به پاک شى. ۲۱کۀ هغه غريب وى اؤ نور څۀ نۀ شى اخستلے، نو د هغۀ د پاکوالى د کفارې ادا کولو د پاره دې هغه يو ګډُورے د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى، دا به مالِک خُدائ ته د اِمام د پاره يوه خاص تُحفه وى. هغه به صِرف يو کيلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا د غلې د نذرانې د پاره اؤ د ليټر دريمه حِصه د زيتُونو تېل راوړى. ۲۲هغه به دوه ګُوګُوشتکې يا دوه کونترې هم راوړى، يوه د ګُناه نذرانې د پاره اؤ يوه به د سوزېدُونکې نذرانې د پاره وى. ۲۳د هغۀ د پاکوالى په اتمه ورځ به هغه دا د مُقدسې خېمې د دروازې په خُلۀ کښې اِمامانو ته راوړى. ۲۴اِمام به ګډُورے اؤ د زيتُونو تېل واخلى اؤ مالِک خُدائ ته به يې د يوې خاص تُحفې په توګه د اِمام د پاره پېش کړى. ۲۵هغه به ګډُورے حلال کړى اؤ د دې څۀ وينه به واخلى اؤ د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د ښى لاس په غټى ګوتى پورې اؤ د هغۀ د ښۍ خپې په غټى ګوتى پورې ولګوى. ۲۶اِمام به لږ تېل د خپل ګڅ لاس په تلى کښې واچوى ۲۷اؤ د خپل ښى لاس د يوې ګوتې سره به څۀ تېل د مالِک خُدائ په حضُور کښې اووۀ ځله وشيندى. ۲۸هغه به څۀ تېل هم په هغه ځايُونو پورې ولګوى چې څنګه يې وينه لګولې وه :  د هغۀ د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټى ګوتى پورې اؤ د هغۀ د ښۍ خپې په غټى ګوتى پورې. ۲۹د هغۀ په تلى کښې چې کُوم پاتى شوى تېل دى هغه دې د هغه کس په سر واچوى اؤ داسې به د پاکوالى کفاره ادا کړى. ۳۰بيا به هغه يوه ګُوګُوشتکه يا کونتره پېش کړى، ۳۱دا به د ګُناه د نذرانې په توګه اؤ هغه بله د غلې د نذرانې سره، د سوزېدُونکې نذرانې په توګه پېش کړى. نو اِمام به د مالِک خُدائ په حضُور کښې د هغه کس د پاکوالى کفاره ادا کړى. ۳۲دا قانُون د هغه چا د پاره دے چې د جُذام بيمارى لرى خو د خپل پاکوالى د پاره عامې نذرانې نۀ شى اخستلے.

په کورُونو کښې د وروستوالى پشم

۳۳بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل ۳۴اؤ د هغه کورُونو په باره کښې دا اصُول يې ورته وښودل چې خورېدُونکے پشم په کښې وى. (دا اصُول د بنى اِسرائيلو د پاره وُو چې کله هغوئ د کنعان وطن ته ننوتلى وے نو د هغې نه پس به پرې عمل کېدلے، کُوم وطن چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو چې خپل يې شى.) کۀ چا ته پته ولګې چې مالِک خُدائ د هغۀ په کور پشم راوستلے دے، نو هغه به خامخا ځى اؤ د دې په باره کښې به اِمام ته وائى. ۳۶چې اِمام پشم کتلو له ځى نو هغه به حُکم وکړى چې هر څۀ دې د هغه کور نه بهر وويستلے شى، ګنى اِعلان به وشى چې په هغه کور کښې هر څۀ ناپاکه دى. هغه به بيا هغه کور ته لاړ شى ۳۷اؤ پشم به وګورى. کۀ په دې کښې شين بخن يا سُور بخن داغُونه وى چې دېوال خرابوى، ۳۸اِمام به د هغه کور نه لاړ شى اؤ اووۀ ورځې به يې بند وساتى. ۳۹په اوومه ورځ به هغه واپس راشى اؤ بيا به يې وګورى. کۀ پشم خور شوے وى، ۴۰هغه به حُکم وکړى چې هغه کاڼى دې لرې کړے شى چې په کُومو باندې پشم ښکارى اؤ د ښار نه بهر په يو ناپاک ځائ کښې دې وغورزولے شى. ۴۱بيا دې هغه دننه ټول دېوالُونه وتراشى اؤ هغه راغورزېدلې خاوره دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى. ۴۲چې کُوم کاڼى لرې کړے شوى وى نو د هغې په ځائ دې نور اِستعمال کړلے شى اؤ دېوالُونه دې په نوې خټه باندې لېو کړلے شى. ۴۳د کاڼو د لرې کولو اؤ دېوالُونو د تراشلو اؤ لېولو نه پس کۀ بيا په هغه کور کښې پشم راښکاره شى، ۴۴نو اِمام به لاړ شى اؤ وبه يې ګورى. کۀ پشم خور شوے وى، نو کور ناپاک دے. ۴۵هغه کور دې خامخا وران کړلے شى اؤ د دې کاڼى، لرګى اؤ د دې ټولې خاورې دې د ښار نه بهر يو ناپاک ځائ ته يوړے شى. ۴۶هر څوک چې هغه کور ته دننه لاړ شى کله چې هغه تالا وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. ۴۷هر څوک چې په دې کور کښې څملى يا په کښې خوراک وکړى نو خامخا به خپلې جامې وينځى. ۴۸کۀ کله اِمام د دې کتلو له راشى اؤ د کور د بيا لېولو نه پس پشم راڅرګند شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې کور پاک دے، ځکه چې پشم ورک شوے دے. ۴۹د کور د پاکولو د پاره، هغه به دوه مارغان، د دِيار لرګے، يو تک سُور تار اؤ د وېلنى يوه څانګه واخلى. ۵۰هغه به يو مارغۀ د خټې يو لوښى د پاسه حلال کړى چې د چينې تازه اوبۀ په کښې وى. ۵۱بيا به هغه د دِيار لرګے، د وېلنى څانګه، تک سُور تار اؤ هغه ژوندے مارغۀ واخلى اؤ دا به د هغه حلال شوى مارغۀ په وينه کښې اؤ په تازه اوبو کښې ډُوب کړى. اؤ دا وينه اؤ اوبو دې په کور باندې اووۀ ځله وشيندى. ۵۲نو هغه به کور د مارغۀ د وينې سره، د تازه اوبو اؤ ژوندى مارغۀ، د دِيار لرګى، د وېلنى اؤ د سُور تار سره پاک کړى. ۵۳بيا به هغه ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې د ښار نه بهر په هوا کښې والُوځى. نو داسې هغه به د کور د پاکوالى د پاره کفاره ادا کړى اؤ دا به پاک شى. ۵۴دا قانُون د جُذام بيمارۍ اؤ خارښت په باره کښې دے، ۵۵د زخمونو، پړسوب، يا دانو، اؤ يا په جامو يا کورُونو کښې د پشم په باره کښې دے. ۵۷کۀ يو څيز پاک يا ناپاک وى نو په دې قانُون به فېصله کولے شى.