د ليويانو کِتاب

ديارلسم باب

د څرمنې د بيمارۍ په باره کښې قانُون

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون ته دا اصُول وښودل. ۲کۀ د چا په څرمن زخم وى يا پړسوب يا دانه وى چې د دې دا يره وى چې د دې نه به لکه د جُذام بيمارى جوړه شى، نو هغه به د هارُون د کورنۍ اِمام ته راوستلے شى. ۳اِمام به زخم وګورى اؤ کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى وى اؤ زخم د ګېر‌چاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارېدو، نو دا د جُذام بيمارى ده اؤ اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاکه دے. ۴خو کۀ زخم سپين وى اؤ د ګېر‌چاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارېږى اؤ وېښتۀ هم سپين شوى نۀ وى، نو اِمام به هغه د اووۀ ورځو د پاره د نورو نه جُدا وساتى. ۵اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى اؤ کۀ د هغۀ په خيال کښې زخم هم هغه شان ښکارى اؤ خور شوے نۀ وى، نو هغه به يې د نورو اووۀ ورځو د پاره جُدا وساتى. ۶اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى اؤ کۀ زخم وچ شوے وى اؤ خور شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا پاک دے، دا بس صِرف زخم دے. نو هغه کس دې خپلې جامې ووينځى اؤ هغه به پاک شى. ۷خو کۀ د اِمام د کتلو نه پس زخم خورېږى اؤ اِمام اِعلان کړے وى چې دا پاک دے نو هغه به خامخا د اِمام په مخکښې بيا حاضرېږى. ۸اِمام به هغه بيا وګورى اؤ کۀ دا خور شوے وى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاک دے، دا د جُذام بيمارى ده. ۹کۀ د چا د جُذام بيمارى وى، نو اِمام له به راوستلے شى، ۱۰اِمام به دے وګورى. کۀ د هغۀ په څرمن زخم سپين وى کُوم چې وېښتۀ سپينوى اؤ د پيپ نه ډک وى، ۱۱دا د جُذام يوه بيمارى ده چې د ډېر وخت نه ده. اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے، د هغۀ د نورو نه د جُدا کولو ضرُورت نشته، ځکه چې هغه په ښکاره ناپاک دے. ۱۲کۀ د جُذام بيمارى خورېږى اؤ هغه کس يې د سر نه تر خپو پورې پټ کړے وى، کُوم ځايُونه چې اِمام ته ښکارى، ۱۳نو اِمام به هغه بيا وګورى. کۀ هغۀ ته پته ولګې چې دا بيمارى د هغۀ د ټول وجود نه ختمه شوى ده، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. کۀ دې بيمارئ سره د هغۀ ټول وجود شوے وى، نو هغه پاک دے. ۱۴خو چې د کُوم وخت نه کولاؤ زخم ښکاره شى، نو هغه به ناپاک وى. ۱۵کله چې اِمام دا کولاؤ زخم وګورى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے. د کولاؤ زخم مطلب دا دے چې دا د جُذام بيمارى ده اؤ هغه کس ناپاک دے. ۱۶خو چې کله زخم روغ شى اؤ بيا سپين شى، نو هغه کس به اِمام ته لاړ شى، ۱۷هغه به يې بيا وګورى. کۀ زخم سپين شوے وى، نو هغه پاک دے اؤ اِمام به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. ۱۸کۀ په يو کس دانه وى چې روغه شوى وى ۱۹اؤ کۀ د دې نه پس پړسوب يا سُور بخن يا سپين بخن داغ راښکاره شى چرته چې دانه وه، نو هغه به دا اِمام ته وښائى. ۲۰اِمام به هغه وګورى اؤ کۀ دانه د ګېر‌چاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى اؤ وېښتۀ په کښې سپين شوى وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے. دا د جُذام بيمارى ده چې په دانه کښې شروع شوې ده. ۲۱خو کۀ اِمام دا وګورى اؤ پته ورته ولګې چې په دې کښې وېښتۀ سپين شوى نۀ دى اؤ دا د ګېر‌چاپېره څرمنې نه ډُوبه نۀ وى، خو چې دا وچه شوې وى، نو اِمام به هغه اووۀ ورځې د نورو نه جُدا کړى. ۲۲کۀ داغ خور شى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاک دے، دا د بيمارۍ يوه نښه ده. ۲۳خو کۀ دا په خپل ځائ کښې ايسار شى اؤ خور نۀ شى، نو دا د دانې نه پاتې شوې نښه ده اؤ اِمام به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. ۲۴کۀ يو کس سوزېدلے وى، کۀ دا کچه غوښه سپينه يا سره بخنه سپينه شى، ۲۵اِمام به هغه وګورى. کۀ په دانه کښې وېښتۀ سپين شوى وى اؤ دا د ګېر‌چاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى، دا د جُذام بيمارى ده چې د سوزېدو په وجه شروع شوې ده اؤ اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے. ۲۶خو کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى نۀ وى اؤ د ګېر‌چاپېره څرمنې نه ډُوبه نۀ وى، خو چې وچه شوې وى، نو اِمام به هغه تر اووۀ ورځو پورې د نورو نه جُدا کړى. ۲۷اِمام به هغه په اوومه ورځ بيا وګورى اؤ کۀ دا خورېږى، نو دا د جُذام بيمارى ده اؤ اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے. ۲۸خو کۀ داغ په خپل ځائ ايسار شى اؤ خور نۀ شى اؤ وچ شى، نو دا د جُذام بيمارى نۀ ده. اِمام به اِعلان وکړى چې دا پاک دے، ځکه چې داسې تش د سوزېدلى ځائ نښه وى. ۲۹کله چې د يو سړى يا ښځې په سر يا زنه باندې زخم وى، ۳۰اِمام به دا وګورى. کۀ چرې د ګېر‌چاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارى اؤ وېښتۀ په کښې زېړ بخن اؤ نرى ښکارى، نو دا د جُذام بيمارى ده اؤ هغه به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاک دے. ۳۱کۀ چرې اِمام هغه وګورى، کۀ زخم د ګېر‌چاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، خو تر اوسه پورې په کښې تور وېښتۀ نۀ وى نو هغه به دا د اووۀ ورځو د پاره د نورو نه جُدا کړى. ۳۲اِمام به په اوومه ورځ هغه زخم بيا وګورى اؤ کۀ دا خور شوے نۀ وى اؤ په دې کښې زېړ بخن وېښتۀ نۀ وى اؤ د ګېر‌چاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، ۳۳نو هغه کس به د زخم د ځائ نه بغېر نور سر کل کړى. اِمام به يې بيا د نورو اووۀ ورځو د پاره جُدا کړى. ۳۴په اوومه ورځ به بيا اِمام هغه زخم وګورى اؤ کۀ دا خور شوے نۀ وى اؤ د ګېر‌چاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. هغه کس به خپلې جامې ووينځى اؤ هغه به پاک شى. ۳۵خو چې کله هغه اِعلان وکړى چې دا پاک دے اؤ د هغې نه پس زخم خور شى، ۳۶اِمام به هغه بيا وګورى. کۀ زخم خور شوے وى، نو هغۀ ته ضرُورت نشته چې زېړ بخن وېښتۀ وګورى، هغه کس ښکاره ناپاک دے. ۳۷خو کۀ د اِمام په خيال کښې زخم خور شوے نۀ وى اؤ تور وېښتۀ په کښې شوى وى، نو زخم روغ شوے دے اؤ اِمام به اِعلان وکړى چې هغه پاک دے. ۳۸چې کله د يو سړى يا ښځې په څرمن سپينې دانې وى، ۳۹اِمام به هغه کس وګورى. کۀ داغُونه وچ اؤ سپين وى، نو دا بس صِرف يوه ګرمکه ده چې په څرمن باندې راختلې ده، هغه کس پاک دے. ۴۰کۀ د يو سړى مخکښېنى يا وروستنى د سر وېښتۀ غورزېدلى وى، نو د دې په وجه هغه نۀ ناپاکه کېږى. ۴۲خو چې کُوم ځائ ګنجے وى کۀ په هغه باندې سپين يا سُور بخن سپين زخم ښکاره شى، نو دا د جُذام بيمارى ده. ۴۳اِمام به هغه وګورى اؤ کۀ زخم سُور بخن سپين وى، ۴۴نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاک دے، ځکه چې د هغۀ په سر باندې د جُذام بيمارى ده. ۴۵د کُوم کس چې د جُذام بيمارى وى نو هغه به خامخا شلېدلې جامې اغوندى، خپل وېښتۀ به ببر پرېږدى، خُله او پوزه دې پټه کړى اؤ چغې دې وهى، ”زۀ ناپاک يم، زۀ ناپاک يم!“ ۴۶چې تر کُومې پورې د هغۀ دا بيمارى وى نو هغه به ناپاک وى اؤ هغه به د خېمو نه بهر، د نورو نه لرې اوسېږى.

په جامو اؤ څرمن کښې د ناپاکۍ قانُون

۴۷چې کله په کپړو د وروستوالى پشم ولګې، کۀ هغه د وړۍ يا د لټې وى يا کۀ په څرمن باندې وى يا په داسې څۀ څيز باندې هم وى چې د څرمنې نه جوړ وى. ۴۹کۀ دا پشم شين بخن يا سُور بخن وى، دا يو خورېدُونکے پشم دے اؤ دا به خامخا اِمام ته ښودلے شى. ۵۰اِمام به يې وګورى اؤ هغه څيز به تر اووۀ ورځو پورې جُدا کېږدى. ۵۱هغه به دا په اوومه ورځ بيا وګورى اؤ کۀ پشم خور شوے وى، نو هغه څيز ناپاک دے. ۵۲اِمام به دا وسوزوى، ځکه چې دا يو خورېدُونکے پشم دے کُوم چې به خامخا په اور ختمولے شى. ۵۳خو، کۀ هغه دا وګورى اؤ اِمام ته پته ولګې چې پشم په هغه څيز باندې خور شوے نۀ دے، ۵۴هغه به حُکم وکړى چې دا دې ووينځلے شى اؤ د نورو اووۀ ورځو د پاره دې جُدا وساتې. ۵۵بيا به هغه دا وګورى اؤ کۀ پشم خپل رنګ نۀ وى بدل کړے اؤ خور شوے هم نۀ وى، دا بيا هم ناپاک دے، خرابتيا کۀ د دې مخى ته وى يا شا ته وى تاسو هغه څيز وسوزوئ. ۵۶خو چې بيا يې وګورى، چې پشم وچ شوے وى، نو هغه دې د هغه کپړې يا څرمنې نه خرابه شوې حِصه وشلوى. ۵۷کۀ پشم بيا راڅرګند شى اؤ خورېږى، نو د دې مالِک به دا څيز وسوزوى. ۵۸کۀ هغه دا څيز ووينځى اؤ داغُونه ورک شى، هغه به دا بيا ووينځى اؤ دا به پاک شى. ۵۹نو دا قانُون په کپړه باندې د پشم په باره کښې دے، کۀ هغه پشم په وړۍ يا په لټه وى، يا د لټې يا د وړۍ په کپړه وى، يا د څرمنې جوړ شوى څيز باندې وى، نو د دې په بُنياد به فېصله کولے شى چې دا پاک دى اؤ کۀ ناپاک دى.