د ليويانو کِتاب

دولسم باب

د ماشُوم د پېدا کېدو نه پس د ښځې پاکوالے

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته دا اصُول وښودل ۲کُوم چې د بنى اِسرائيلو د پاره دى :  د يو زوئ پېدا کېدو نه پس ښځه تر اووۀ ورځو پورې ناپاکه وى، هم هغه شان چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى. ۳په اتمه ورځ به ماشُوم سُنت کړے شى. ۴نو د وينې بندېدو نه پس پاکېدلو کښې درې دېرش نورې ورځې لګې، هغه به داسې هيڅ څيز له لاس نۀ وروړى چې کُوم پاک وى اؤ نۀ به مُقدسې خېمې ته ورننوځى چې تر کُومې پورې د هغې د پاکوالى وخت پُوره شوے نۀ وى. ۵د يوې لُور پېدا کېدو نه پس ښځه تر څوارلسو ورځو پورې هم هغه شان ناپاکه وى، چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى. بيا به د هغې د وينې بندېدو نه پس پاکېدلو کښې شپږ شپېته نورې ورځې لګې. ۶چې کله د هغې د ناپاکوالى وخت ختم شى نو هغه پاکه شى، کۀ د هغې زوئ يا لُور پېدا شوې وى، نو هغه به اِمام ته د مالِک خُدائ د حضُور مُقدسې خېمې خُلې ته د يو کال ګډُورے د سوزېدُونکې نذرانې د پاره اؤ يوه کونتره يا يوه ګُوګُوشتکه د ګُناه د نذرانې د پاره راوړى. ۷اِمام به د هغې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړى اؤ د هغې د ناپاکۍ د لرې کولو د پاره به کفاره ادا کړى اؤ د وينې د بهېدو نه به هغه پاکه شى. دا هغه څۀ دى چې يوه ښځه به يې د هلک يا د جينۍ د پېدا کېدو نه پس خامخا پېش کوى. ۸کۀ هغه ښځه يو ګډُورے نۀ شى اخستلے، نو هغه به دوه ګُوګُوشتکې يا دوه کونترې راوړى، يوه به د سوزېدُونکې نذرانې د پاره وى اؤ بله د ګُناه د نذرانې د پاره وى اؤ اِمام به د هغې د ناپاکۍ لرې کولو د پاره کفاره ادا کړى اؤ هغه به پاکه شى.