د ليويانو کِتاب

لسم باب

د دوه اِمامانو وژل کېدل

۱نو د هارُون زامنو ندب اؤ ابيهُو، هر يو خپله د اور بېلچه واخستله اؤ ژوندى سکارۀ يې په کښې واچول، خوشبوئى يې ورباندې واچوله اؤ دا يې مالِک خُدائ ته پېش کړل. خو دا اور خُدائ پاک ته قبُول نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له د دې د پېش کولو حُکم نۀ وو ورکړے. ۲نو ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو اؤ دې اور هلته د مالِک خُدائ په حضُور کښې هغوئ وسوزول اؤ مړۀ شول. ۳بيا مُوسىٰ هارُون ته ووئيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ ووئيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عِزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارُون غلے پاتې شو. ۴مُوسىٰ ميسائيل اؤ الصفن، د عُزى‌اېل زامن راوغوښتل، عُزى‌اېل د هارُون ترۀ وو اؤ مُوسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”دلته راشئ اؤ د خپل ترۀ د زامنو مړى د مُقدسې خېمې نه يوسئ اؤ د کېمپ نه بهر يې کېږدئ.“ ۵نو هغوئ راغلل اؤ مړى يې د جامو نه ونيول اؤ د خېمو نه بهر يې يوړل، هم هغه شان چې څنګه مُوسىٰ حُکم ورکړے وو. ۶بيا مُوسىٰ هارُون اؤ د هغۀ زامنو اِلعازار اؤ اِتمر ته ووئيل، ”خپل وېښتۀ ببر مۀ ساتئ اؤ نۀ چې خپلې جامې وشلوئ چې ښکاره کړئ چې په غم غمژن يئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. اؤ مالِک خُدائ به ټول قوم ته په قهر شى. خو نورو اِسرائيليانو ته اِجازت دے چې په دې غم غمژن شى کُوم مرګ چې د مالِک خُدائ د اور په وجه شوے دے. ۷د مُقدسې خېمې د دروازې د خُلې نه مۀ ځئ ګنى مړۀ به شئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ په تېلو غوړ کړے شوى يئ.“ نو هغوئ هم هغه شان وکړل چې څنګه مُوسىٰ وئيلى وُو.

د اِمامانو د پاره اصُول

۸نو مالِک خُدائ هارُون ته ووئيل، ۹”د انګُورو يا د وربشو شرابو څښلو نه پس تۀ اؤ ستا زامن زما د حضُور مُقدسې خېمې ته مۀ ننوځئ، کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. دا قانُون د همېشه د پاره دے چې ستاسو ټول اولاد به پرې عمل کوى. ۱۰تاسو خامخا د هغه څيزُونو په مېنځ کښې فرق کوئ څۀ چې د خُدائ پاک دى يا څۀ چې د عام اِستعمال د پاره دى اؤ د هغه څيزُونو په مېنځ کښې چې کُوم پاک دى اؤ کُوم ناپاک دى. ۱۱تاسو بنى اِسرائيلو ته هغه ټول قانُون وښايئ کُوم چې ما د مُوسىٰ په ذريعه درکړے دے.“ ۱۲مُوسىٰ هارُون اؤ د هغۀ دوه پاتې شوو زامنو، اِلعازار اؤ اِتمر ته ووئيل، ”د غلې هغه نذرانه واخلئ کُومه چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدُونکې نذرانې نه پاتې شوې ده، پتيره ډوډۍ د دې سره پخه کړئ اؤ د قُربان‌ګاه په خوا کښې يې وخورئ، ځکه چې دا نذرانه ډېره مُقدسه ده. ۱۳دا په مُقدس ځائ کښې وخورئ، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدُونکې نذرانه کښې ستا اؤ ستا د زامنو حِصه ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے دے. ۱۴خو تاسو اؤ ستاسو کورنۍ هغه سينه اؤ پتُون خوړلے شئ کُوم چې د اِمامانو د پاره مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې اؤ خاص برخې په توګه پېش کېږى. دا تاسو په يو پاک ځائ کښې خوړلے شئ. دا نذرانې تاسو اؤ ستاسو بچو له د بنى اِسرائيلو د سلامتۍ د نذرانو د برخې نه درکړے شوې دى چې ستاسو شى. ۱۵هغه پتُون اؤ سينه به په هغه وخت راوړے شى چې کله وازګه په اور سوزېدُونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کېږى. دا برخې به همېشه د پاره ستاسو اؤ ستاسو د بچو وى، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“ ۱۶مُوسىٰ د ګُناه نذرانې د چېلى په باره کښې تپوس وکړو اؤ خبر شو چې هغه خو سوزولے شوے دے. په دې باندې هغه اِلعازار اؤ اِتمر ته په قهر شو اؤ پوښتنه يې وکړه چې، ۱۷”د ګُناه نذرانه تاسو په مُقدس ځائ کښې ولې ونۀ خوړله؟ دا ډېره مُقدسه ده اؤ دا مالِک خُدائ تاسو له د دې د پاره درکړې ده چې د کفارې ادا کولو په ذريعه د مالِک خُدائ په نظر کښې د قوم ګناهُونه لرې شى. ۱۸چې د دې وينه مُقدسې خېمې ته وړلے شوې نۀ وې، نو تاسو له په کار وُو چې هغه قُربانى مو هلته خوړلے، چې څنګه ما حُکم درکړے وو.“ ۱۹هارُون په جواب کښې ووئيل، ”کۀ ما د ګُناه نذرانه خوړلے وے، نو مالِک خُدائ به قبُوله کړے وے څۀ؟ خلقو نن په خپله د ګُناه نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړه اؤ هغوئ خپله سوزېدُونکې نذرانه هم راوړه، خو بيا هم دا مُصيبتُونه ما ته راپېښ شول.“ ۲۰چې کله مُوسىٰ دا واؤرېدل، نو د هغۀ تسلى وشوه.