د قاضيانو کِتاب

نهم باب

ابى مُلک

۱د جدعون زوئ د شِکم ښار ته لاړو، چرته چې د هغۀ د مور ټول خپلوان اوسېدل او هغوئ ته يې ووئيل ۲چې د شِکم د خلقو نه تپوس وکړى، ”ستاسو څنګه خوښه ده چې د جدعون اويا واړه زامن درباندې بادشاهى وکړى او يا که صِرف يو کس؟ ياد ساتئ چې ابى مُلک ستاسو خپله وينه ده.“ ۳د هغۀ د مور خپلوانو د شِکم خلقو سره د دې په باره کښې د هغۀ دپاره خبره وکړه او د شِکم خلقو دا فېصله وکړه چې د ابى مُلک خبره ومنى ځکه چې هغه يې رِشته دار وو. ۴هغوئ هغۀ له د بعل د لوظ عِبادتخانې نه اويا د سپينو زرو سيکې ورکړې او په دې پېسو هغۀ د بې‌کاره بدمعاشانو يوه ډله ځان سره کړه چې ملګرتيا يې وکړى. ۵هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو. ۶بيا د شِکم او بيت مِلو ټول خلق راغونډ شول او په شِکم کښې د څېړې پاکې ونې ته لاړل، چرته چې هغوئ ابى مُلک بادشاه جوړ کړو. ۷کله چې يوتام د دې نه خبر شو، نو هغه لاړو او د ګِرزيم د غرۀ په سر ودرېدو او هغوئ ته يې چغې ووهلې، ”اے د شِکم خلقو! تاسو زما خبره واورئ او خُدائ پاک دې ستاسو خبره واورى! ۸يو ځل ونې راغونډې شوې چې د ځان دپاره يو بادشاه خوښ کړى. هغوئ د زيتُونو ونې ته ووئيل چې تۀ زمونږ بادشاه شه. ۹د زيتُونو ونې جواب ورکړو ولې زۀ دې د زيتُونو تېل ورکول بند کړم کوم چې د معبودانو او انسانانو د درناوښت دپاره اِستعمالېږى صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. ۱۰بيا ونو د اينځر ونې ته ووئيل چې تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. ۱۱خو د اينځر ونې جواب ورکړو ولې زۀ دې خپله خوَږه مېوه پېدا کول بند کړم، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. ۱۲نو بيا ونو د انګورو بوټى ته ووئيل چې تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. ۱۳خو د انګورو بوټى ورته په جواب کښې ووئيل ولې زۀ دې خپل شراب پېدا کول بند کړم، چې په دې باندې معبودان او انسانان خوشحاليږى، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. ۱۴نو بيا ټولو ونو د ازغو غنې ته ووئيل چې تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. ۱۵د ازغو غنې جواب ورکړو چې که تاسو په رښتيا سره ما خپل بادشاه جوړول غواړئ، نو زما د سورى لاندې پناه واخلئ. که تاسو داسې ونۀ کړل نو زما د ازغو څانګو نه به اور بل شى او د لبنان د دِيار ونې به وسوزوى.“ ۱۶نو يوتام خپله خبره جارى وساتله چې، ”کله تاسو ابى مُلک بادشاه جوړ کړو نو تاسو په رښتيا مخلِصه او رېښتُونى وئ څۀ؟ تاسو د جدعون د ياد څۀ درناوښت وکړو او د هغۀ د کورنۍ سره مو ښۀ سلوک وکړو څۀ لکه څنګه چې د هغۀ د کارونو حق جوړېږى؟ ۱۷هغه راپه ياد کړئ چې زما پلار ستاسو دپاره جنګ وکړو. هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو چې تاسو د ميديانيانو نه بچ کړى. ۱۸خو نن تاسو زما د پلار د کورنۍ خِلاف شوئ. تاسو د هغۀ زامن اويا سړى د يو کاڼى دپاسه ووژل او دا ځکه چې د هغۀ د وينځې زوئ ابى مُلک ستاسو رِشته دار دے او تاسو هغه د شِکم بادشاه جوړ کړے دے. ۱۹که تاسو نن د جدعون او د هغۀ اولاد سره د عزت او ښۀ ايمان سلوک وکړو، نو تاسو دې د ابى مُلک نه خوشحاله شئ او هغه دې ستاسو نه خوشحاله شى. ۲۰خو که داسې نۀ وى نو ابى مُلک ته دې اور بل شى او د شِکم او بيت مِلو خلق دې وسوزوى. د شِکم او بيت مِلو د خلقو نه دې اور بل شى او ابى مُلک دې وسوزوى.“ ۲۱يوتام د خپل ورور ابى مُلک نه يرېدو نو ځکه هغه وتښتېدو او بير ته د اوسېدو دپاره لاړو. ۲۲ابى مُلک په بنى اِسرائيلو باندې درې کاله بادشاهى وکړه. ۲۳بيا خُدائ پاک د ابى مُلک او د شِکم د خلقو په مينځ کښې دشمنى پېدا کړه او هغوئ د ابى مُلک خِلاف بغاوت وکړو. ۲۴داسې د دې دپاره وشول چې ابى مُلک او د شِکم خلقو ته د خپلو بدو سزا مِلاو شى چا چې د هغۀ مدد کړے وو چې د جدعون اويا زامن ووژنى. ۲۵د شِکم خلقو د ابى مُلک خِلاف د غرونو په سرونو باندې په پټ ځائ کښې سړى کښېنول او هر څوک هم چې په هغه لاره تېرېدل نو هغوئ به يې لوټ کول. نو ابى مُلک د دې نه خبر شو. ۲۶د عبيد زوئ جعل د خپلو وړُونو سره شِکم ته راغلو او د هغه ځائ خلقو په هغۀ باندې اعتبار وکړو. ۲۷هغوئ ټول خپلو د انګورو باغونو ته دننه لاړل او انګور يې راوشوکول او شراب يې ترې نه جوړ کړل او يوه مېله يې جوړه کړه. هغوئ د خپل خُدائ د عِبادت ځائ ته لاړل، چرته چې هغوئ خوراک څښاک وکړو او ابى مُلک ته يې کنځل وکړل. ۲۸جعل ووئيل، ”دا په شِکم کښې مونږ څۀ قِسم سړى يُو؟ مونږ د ابى مُلک خِدمت ولې کوُو؟ هغۀ دے څوک؟ هغه د جدعون زوئ دے! او زبول ته د هغۀ نه حُکم ملاوېږى، خو مونږ ولې د هغۀ خِدمت وکړُو؟ د خپل پلار نيکۀ همور وفادار اوسئ، چا چې ستاسو د ډلې بُنياد ايښے وو. ۲۹زما دا آرمان دے چې زۀ د دې خلقو مشر وے نو ما به د ابى مُلک نه ځان خلاص کړے وے! ما به هغۀ ته وئيلى وے چې خپل لښکر تيار کړه او بهر د جنګ دپاره راووځه!“ ۳۰د هغه ښار حُکمران زبول چې کله هغه څۀ واورېدل چې جعل وئيلى وُو نو په غصه شو. ۳۱هغۀ په ارومه کښې ابى مُلک ته پېغام وړُونکى ولېږل چې داسې ورته ووائى، ”د عبيد زوئ جعل او د هغۀ وړُوڼه شِکم ته راغلى دى او هغوئ د ښار خلق لمسوى چې ستا خِلاف بغاوت وکړى. ۳۲نو اوس، تا او ستا خلقو له په کار دى چې لاړ شئ او په پټو کښې پټ شئ. ۳۳سبا سحر چې څنګه نمر راوخېژى نو تاسو پاڅئ او په ښار باندې ناڅاپه حمله وکړئ. نو چې کله جعل او د هغۀ سړى ستاسو خِلاف راووځى، نو چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ.“ ۳۴نو ابى مُلک او د هغۀ ټول سړى د شپې لاړل او د شِکم نه بهر په څلورو ډلو کښې پټ شول. ۳۵نو د عبيد زوئ جعل بهر تلے وو او د ښار د دروازې په خولهٔ کښې ولاړ وو او هم په هغه وخت ابى مُلک د خپلو فوجيانو سره د پټو ځايُونو نه راووتلو. ۳۶جعل هغوئ وليدل او زبول ته يې ووئيل، ”ګوره! د غرونو د سرونو نه سړى راروان دى!“ زبول جواب ورکړو، ”هغه سړى نۀ دى. هغه صرف د غرونو سورى دى.“ ۳۷جعل ورته بيا ووئيل، ”ګوره! د غر د سر نه سړى راکُوزېږى او يوه ډله د قسمت ښودنکې څېړې د ونې نه په لار راروانه ده.“ ۳۸بيا زبول هغۀ ته ووئيل، ”ستا لافې چرته دى؟ تۀ هم هغه کس وې چې تا وئيل چې مونږ د دې سړى ابى مُلک خِدمت ولې وکړُو. دا هغه سړى دى چې تا ورسره د نفرت سلوک کولو. اوس لاړ شه او جنګ ورسره وکړه.“ ۳۹جعل د شِکم خلق بوتلل او د ابى مُلک سره يې جنګ وکړو. ۴۰جعل وتښتېدو او ابى مُلک ورپسې وو. د ښار د دروازې نه وتلو پورې ډېر کسان زخميان شول. ۴۱ابى مُلک په ارومه کښې اوسېدو او زبول، د شِکم نه جعل او د هغۀ وروڼه وشړل، نور هلته نۀ شول اوسېدلے. ۴۲په ورپسې ورځ ابى مُلک ته پته ولګېده چې د شِکم خلق پټو ته راووتل، ۴۳نو هغۀ خپل سړى بوتلل، په دريو ډلو کښې يې تقسيم کړل، په پټو کښې پټ شول او اِنتظار يې کولو. کله چې هغۀ وليدل چې خلق د ښار نه بهر راوان دى، نو هغه د پټ ځائ نه د هغوئ د وژلو دپاره راووتلو. ۴۴کله چې ابى مُلک او د هغۀ ډله په تېزۍ سره د ښار د دروازې د حِفاظت دپاره مخکښې شوه، نو هغه دوو نورو ډلو په پټو کښې په خلقو باندې حمله وکړه او ټول يې ووژل. ۴۵ټوله ورځ جنګ جارى وو. ابى مُلک ښار قبضه کړو، د هغې خلق يې ووژل، ښار يې وران کړو او زمکه يې په مالګه پټه کړه. ۴۶کله چې د شِکم په قلعه کښې ټول مشران سړى د دې نه خبر شول، نو هغوئ د بعل د لوظ عِبادتخانې په مضبوط ځائ کښې پناه ولټوله. ۴۷ابى مُلک خبر شو چې هغوئ هلته راغونډ شوى دى، ۴۸نو هغه د خپلو سړو سره د ضلمون غر ته وختلو. هلته هغۀ يو تبر واخستلو، د ونې څانګه يې ماته کړه او په خپل ولى باندې يې کېښوده. هغۀ خپلو سړو ته ووئيل چې زر شئ او هم دغه شان وکړئ. ۴۹نو هر يو سړى د ونې يوه څانګه ماته کړه، بيا هغوئ ابى مُلک پسې لاړل او لرګى يې د هغۀ د قلعې دېوالونو سره ډېرے کړل. هغوئ په دې باندې اور بَل کړو، هغه دننه خلق سره د هغه ټولو خلقو مړۀ شول چې په قلعه کښې وُو. دا تقريباً زر سړى او ښځې وې. ۵۰ابى مُلک تبيض ته لاړو، د ښار نه يې ګېره واچوله او قبضه يې کړو. ۵۱هلته يو مضبوط برج وو او په ښار کښې هر يو سړى او ښځې، سره د مشرانو هغې ته ورمنډه کړه. خپل ځانونه يې په کښې بند کړل او پاس چت ته وختل. ۵۲کله چې ابى مُلک په برج باندې حمله کولو له راغلو نو هغه دروازې ته ورَغلو چې په برج باندې اور بَل کړى. ۵۳خو يوې ښځې د هغۀ په سر باندې د بره نه د ژرندې پل وروغورزولو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه. ۵۴نو هغۀ زر هغه ځلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسلحه وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه ځلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو. ۵۵کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې ابى مُلک مړ شو، نو هغوئ ټول کور ته لاړل. ۵۶نو داسې خُدائ پاک ابى مُلک له د هغو بدو بدله ورکړه کوم بد چې هغۀ د خپل پلار خِلاف کړى وُو او اويا وروڼه يې وژلى وُو. ۵۷خُدائ پاک د شِکم خلقو له هم د هغوئ د بدمعاشۍ په وجه تکليف ورکړو، څنګه چې د جدعون زوئ يوتام وئيلى وُو چې په هغوئ به داسې کېږى چې کله هغۀ ورباندې لعنت وئيلو.