د قاضيانو کِتاب

اتم باب

د ميديانيانو آخرى شکست

۱بيا د اِفرائيم سړو جدعون ته ووئيل، ”کله چې تۀ د ميديانيانو سره جنګ له تلې نو مونږ دې ولې ونۀ غوښتلو؟ تا مونږ سره داسې سلوک ولې وکړو؟“ او هغوئ ورباندې سخت تنقيد وکړو. ۲خو هغۀ ووئيل، ”ما چې څۀ کولے شول دا د هغې په نِسبت هيڅ هم نۀ دى څۀ چې تاسو کړى دى. که د اِفرائيم سړو لږ څۀ هم کړى دى دا د هغې نه ښۀ دى څۀ چې زما ټولې ډلې کړى دى. ۳د دې نه علاوه، د خُدائ پاک د طاقت په ذريعه تاسو د ميديانيانو دوه مشران عوريب او زئيب ووژل. ما داسې څۀ نۀ دى کړى چې ستاسو سره ځان برابر کړم.“ کله چې هغۀ دا ووئيل نو د هغوئ غصه سړه شوه. ۴په دې وخت کښې جدعون او د هغۀ درې سوه سړى د اُردن سيند له راغلى وُو او د دې نه پورې وتى هم وُو. هغوئ ډېر ستړى وُو، خو بيا هم په دشمن پسې وُو. ۵کله چې هغوئ سکات ته ورسېدل، نو هغۀ د ښار خلقو ته ووئيل، ”زما سړو له لږه روټۍ ورکړئ. هغوئ ډېر ستړى دى او زۀ د ميديانيانو بادشاهان زِبح او ضلمنع پسې يم.“ ۶خو د سکات مشرانو ووئيل، ”مونږ ستاسو لښکر له خوراک ولې ورکړو؟ تاسو تر اوسه پورې زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى.“ ۷نو جدعون ووئيل، ”ټيک ده! کله چې مالِک خُدائ زِبح او ضلمنع ما ته په حواله کړى، نو ستاسو غوښې به د صحرا په ازغو او غنو باندې وشلوم.“ ۸جدعون فنو اېل ته لاړو او هلته يې خلقو ته هم دغه شان درخواست وکړو، خو د فنو اېل خلقو هم د سکات د خلقو په شان هم دغه شان جواب ورکړو. ۹نو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”زۀ ځم، په خېر سره به واپس راځم او ستاسو دا برج به راغورزوم!“ ۱۰زِبح او ضلمنع په قرقور کښې د خپل لښکر سره وُو. د صحرا د قبيلو د لښکر نه صِرف پينځلس زره سړى پاتې وُو، يو لاکھ او شل زره فوجيان وژلے شوى وُو. ۱۱جدعون د نوبح او يګبها نَمرخاتۀ طرف ته د قافِلو په لاره لاړو او ناڅاپى يې په لښکر باندې حمله وکړه. ۱۲د ميديانيانو دوه بادشاهان زِبح او ضلمنع وتښتېدل، خو هغه ورپسې وُو او وې نيول او د هغوئ ټول لښکر يې په وارخطايۍ آخته کړو. ۱۳کله چې جدعون د حِرس درې په لاره د جنګ نه واپس روان وو، ۱۴هغۀ د سکات يو ځلمے ونيولو او تپوس يې ترې نه وکړو. هغه ځلمى جدعون ته د سکات اووۀ اويا وو مشرانو نومونه وليکل. ۱۵بيا جدعون د سکات خلقو له لاړو او ورته يې ووئيل، ”تاسو ته ياد دى چې زما د مدد کولو نه مو اِنکار وکړو؟ او ووئيل مو چې مونږ ستا ستړى لښکر له هيڅ خوراک نۀ شو ورکولے ځکه چې تا زِبح او ضلمنع نۀ دى نيولى. نو وګورئ، هغوئ دا دى!“ ۱۶بيا هغۀ د صحرا نه آزغى او غنې يوړې او د سکات مشرانو له يې ورباندې سزا ورکړه. ۱۷هغۀ په فنو اېل کښې برج هم راغورزولو او د ښار خلق يې ووژل. ۱۸بيا جدعون زِبح او ضلمنع نه تپوس وکړو، ”تاسو په تبور کښې څوک وژلى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغوئ ستا په شان وُو، هر يو کس د بادشاه د زوئ په شان وو.“ ۱۹جدعون ورته ووئيل، ”هغوئ زما وروڼه وُو، زما د خپلې مور زامن وُو. زۀ دا قسم خورم که تاسو هغوئ وژلى نۀ وے، نو ما به تاسو نۀ وژلئ.“ ۲۰بيا هغۀ خپل مشر زوئ يتر ته ووئيل، ”لاړ شه او هغوئ ووژنه!“ خو هلک خپله تُوره راونۀ ويستله، ځکه چې هغه هلک وو او يرېدلو. ۲۱بيا زِبح او ضلمنع جدعون ته ووئيل، ”راشه او په خپله مونږ ووژنه. څنګه چې سړے وى هغسې يې طاقت وى.“ نو جدعون هغوئ ووژل او هغه ټول کالى يې ترې نه يوړل چې د هغوئ د اُوښانو په غاړو کښې وُو. ۲۲د هغې نه پس، بنى اِسرائيلو جدعون ته ووئيل، ”تۀ او ستا نه پس دې ستا اولاد زمونږ بادشاهان شى ځکه چې تا مونږ د ميدينانو نه بچ کړى يُو.“ ۲۳جدعون جواب ورکړو، ”نۀ به زۀ او نۀ به زما زوئ ستاسو حُکمران وى. مالِک خُدائ به په خپله ستاسو حُکمران وى.“ ۲۴خو هغۀ خپله خبره جارى وساتله، ”زۀ به ستاسو نه يو څيز وغواړم. هر يو کس دې ما له هغه والۍ راکړى کومې چې تاسو اخستې دى.“ (د ميديانيانو دا رِواج وو چې هغوئ به د سرو زرو والۍ اچولې.) ۲۵خلقو جواب ورکړو، ”مونږ به په داسې کولو خوشحاله شو.“ هغوئ يوه کپړه خوره کړه او چې هغوئ په لوټ مار کښې کومې د سرو زرو والۍ اخستې وې هغه يې ورباندې کېښودې. ۲۶جدعون ته چې کومې د سرو زرو والۍ مِلاو شوې وې هغه تقريباً شل کيلو وې او په دې کښې کالى، هارونه او د بانجانى رنګ جامې شامِلې نۀ وې چې د ميديان بادشاهانو اغوستې او هغه پټه هم په کښې شامِله نۀ وه چې د هغوئ د اُوښانو په غاړه وه. ۲۷جدعون د سرو زرو يو بُت جوړ کړو او په خپل ښار عفره کښې يې کېښودو. ټولو بنى اِسرائيلو خُدائ پاک پرېښودو او هلته د بُت عِبادت له لاړل. دا د جدعون او د هغۀ د کورنۍ دپاره يو دام جوړ شو. ۲۸نو ميديانيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو او هغوئ نور د خطرې سبب نۀ شول. څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې آمن وو. تر دې پورې چې جدعون مړ شو.

د جدعون مرګ

۲۹جدعون واپس خپل کور ته لاړو او هلته اوسېدو. ۳۰د هغۀ اويا زامن وُو، ځکه چې د هغۀ ډېرې ښځې وې. ۳۱په شِکم کښې د هغۀ يوه بله ښځه هم وه، د هغې نه يې يو زوئ وشو او ابى مُلک نوم يې پرې کېښودو. ۳۲د يوآس زوئ جدعون ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د ابيعزر د ډلې په ښار عفره کښې د خپل پلار په اديره کښې ښخ شو. ۳۳چې څنګه جدعون مړ شو نو بنى اِسرائيلو بيا د خُدائ پاک سره بې غېرتى وکړه او د بعل د بُتانو عِبادت يې وکړو. هغوئ يو بُت جوړ کړو چې نوم يې بعل بريت وو، ۳۴او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِدمت يې نور ونۀ کړو، چا چې هغوئ د ګېرچاپېره د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کړى وُو. ۳۵جدعون چې د بنى اِسرائيلو سره څومره ښۀ کړى وُو نو هغوئ د هغۀ کورنۍ ته هيڅ وفادارى ونۀ ښودله.