د قاضيانو کِتاب

دويم باب

په بوکيم کښې د مالِک خُدائ فرِښته

۱د مالِک خُدائ فرِښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وئيل زۀ به هيڅ کله ستاسو سره خپل تړون مات نۀ کړم. ۲تاسو چې د هغه خلقو سره هيڅ تړون ونۀ کړئ کوم چې په دې مُلک کښې اوسېږى بلکه د هغوئ د قربانۍ ځايُونه راوغورزوئ. خو تاسو زما د حُکم نافرمانى کړې ده. تاسو داسې ولې کړى دى؟ ۳اوس زۀ تاسو ته وايم چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به دا خلق نۀ شړم. هغوئ به ستاسو دشمنان شى او د هغوئ معبودان به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“ ۴کله چې د مالِک خُدائ فرِښتې دا خبرې بنى اِسرائيلو ته وکړې نو ټول قوم په چغو چغو وژړل، ۵نو ځکه چې په هغه ځائ يې بوکيم نوم کېښودو چې مطلب يې ژړا دے او هلته هغوئ مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړې.

د يشوَع مرګ

۶يشوَع چې کله بنى اِسرائيل رخصت کړل، نو هره يوه قبيله لاړله چې د هغه مُلک خپله خپله برخه ونيسى. ۷تر کومې پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس چې تر کومې پورې هغه مشران ژوندى وُو چې هغوئ په خپله هغه ټول لوئ کارونه ليدلى وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو، نو هغوئ هم هغه شان کول. ۸د مالِک خُدائ خِدمت کوُونکے د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې مړ شو. ۹هغه په خپله زمکه کښې ښخ کړے شو هغه ځائ د جعس په شمالى طرف د اِفرائيم غرونو په مُلک تمنت حِرس کښې وو. ۱۰هغه ټول نسل هم مړ شو او ورپسې نسل مالِک خُدائ او هغه څۀ هېر کړل چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو.

د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ عِبادت بس کول

۱۱نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د بعل د بُتانو عِبادت يې شروع کړو. ۱۲هغوئ د مالِک خُدائ عِبادت پرېښودو، کوم چې د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک وو، هغه خُدائ پاک چې هغوئ يې د مِصر د مُلک نه راويستلى وُو او هغوئ د نورو معبودانو عِبادت شروع کړو، د هغه خلقو د معبودانو چې د هغوئ په خواوشا کښې اوسېدل، هغوئ ورته سجدې وکړې او مالِک خُدائ يې په غصه کړو. ۱۳هغوئ د مالِک خُدائ عِبادت پرېښودو او د بعل او عستارات خِدمت يې شروع کړو. ۱۴نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت په غصه شو او هغوئ يې ډاکوانو ته حواله کړل او ډاکوانو هغوئ لوټ کړل. هغۀ په هغوئ باندې ټول د خوا او شا دشمنان غالِب کړل، نو هغوئ نور د دې جوګه نۀ وُو چې خپلو دشمنانو ته ټينګ شى. ۱۵هر ځل چې هغوئ جنګ له تلل، نو مالِک خُدائ به د هغوئ خِلاف وو او هغوئ به يې د شکست سره مخ کول، لکه څنګه چې هغۀ وئيلى وُو چې هغه به هم داسې وى. هغوئ په سخت کړاو کښې راګېر وُو. ۱۶بيا مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې قاضيان مقرر کړل او دې قاضيانو د ډاکوانو نه خلاص کړل. ۱۷خو بنى اِسرائيلو خپلو قاضيانو ته غوږ ونۀ نيولو. بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ سره بې غېرتى وکړه او د نورو معبودانو عِبادت يې وکړو. هغوئ زر د هغې لارې نه واوړېدل چې په کومه باندې د هغوئ پلار نيکۀ روان وُو، چې هغوئ په فرمانبردارۍ سره د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق روان وُو. ۱۸کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول او چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفُونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو. ۱۹خو چې کله به قاضى مړ شو، نو خلق به هم هغه ناولو کارونو ته وروګرځېدل او د مخکښينى نسل نه به يې بدتر عمل کولو. هغوئ به د نورو معبودانو خِدمت او عِبادت کولو او د خپلو بدو عملونو او خپلو ضدى طريقو پرېښودو نه به يې اِنکار کولو. ۲۰نو مالِک خُدائ به بنى اِسرائيلو ته سخت په قهر شو او وې به يې وئيل، ”دې نسل هغه تړون مات کړے دے چې ما يې د دوئ پلار نيکۀ له د پوره کولو حُکم ورکړے وو. ځکه چې دوئ زما نافرمانى کړې ده، ۲۱د يشوَع د مرګ په وخت چې په هغه مُلک کښې کوم قومونه پاتې وُو نو زۀ به هغوئ نور نۀ شړم. ۲۲زۀ به هغوئ د دې دپاره اِستعمال کړم چې دا معلومه کړم چې دا بنى اِسرائيليان د خپل پلار نيکۀ په شان زما په لاره روان دى او که نه.“ ۲۳نو مالِک خُدائ هغه قومونه پرېښودل چې په هغه مُلک کښې پاتې شى، هغۀ نه يشوَع له په هغوئ باندې فتح ورکړه او نۀ يې د يشوَع د مرګ نه پس زر هغوئ وشړل.