د حضرت يشوَع کِتاب

اتم باب

د عى نيول او تباه کېدل

۱مالِک خُدائ يشوَع ته ووئيل، ”يرېږه مۀ او مۀ بى حوصلې کېږه ټول لښکر ځان سره کړه او عى ته لاړ شه. زۀ به د عى په بادشاه د هغۀ په خلقو او په ښار تا له فتح درکړم او هغه مُلک به ستا شى. ۲تاسو به عى او د هغې د بادشاه سره هغه څۀ کوئ کوم چې تاسو د يريحو او د هغې بادشاه سره کړى وُو خو دا ځل تاسو د هغوئ لوټ شوے مال او ځناور په خپل اِستعمال کښې راوستلے شئ. د ښار شا ته د هغوئ خِلاف حملې کولو دپاره په پټ ځائ کښې کښېنئ.“ ۳نو يشوَع د خپلو ټولو سپايانو سره تيار شو چې عى ته لاړ شى. هغۀ د خپل لښکر دېرش زره د ټولو نه ښۀ سپايان خوښ کړل او هغوئ يې د شپې ولېږل ۴او دا حُکم يې ورکړو، ”د ښار بل طرف ته پټ شئ خو ډېر لرې مۀ ځئ او حملې کولو ته تيار شئ. ۵زۀ او زما سړى به ښار ته نزدې ورشو. کله چې د عى خلق زمونږ خِلاف راوزى نو مونږ به واپس رامنډه کړُو بالکل هم هغسې لکه چې مونږه په اول ځل کړى وُو. ۶هغوئ به په مونږ پسې وى او د ښار نه به يې لرې بوځُو. هغوئ به داسې خيال کوى چې د مخکښې په شان مونږ د هغوئ نه تښتُو. ۷بيا به تاسو راووځئ او په ښار به قبضه وکړئ. نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به دا تاسو له درکړى. ۸چې هغه ښار قبضه کړئ نو وې سوزوئ، هم هغسې چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے. ګورئ ما دا حُکمونه درکړى دى.“ ۹نو يشوَع هغوئ ولېږل او هغوئ خپل پټ ځائ ته لاړل چې د عى نمرپرېواتۀ طرف ته، د عى او بيت ايل په مينځ کښې دے. يشوَع په کېمپ کښې د خلقو په مينځ کښې شپه تېره کړه. ۱۰يشوَع سحر وختى پاڅېدو او سپايان يې يو ځائ ته راغونډ کړل. بيا هغۀ او د بنى اِسرائيلو مشرانو هغوئ عى ته بوتلل. ۱۱سپايان د هغۀ سره د ښار د غټې دروازې طرف ته لاړل او هلته يې د شمال طرف ته خېمې ودرولې او هلته د دوئ او عى تر مينځه يوه وادى وه. ۱۲هغۀ تقريباً پينځۀ زره سړى د ځان سره کړل او د ښار نمرپرېواتۀ ته يې پټو ځايونو ته بوتلل چې د عى او د بيت‌اېل تر مينځه وُو. ۱۳نو هغوئ زيات لښکر د ښار شمالى طرف ته او پټ شوى سړى د ښار نمرپرېواتۀ طرف ته د جنګ دپاره تيار کړل. يشوَع شپه په وادۍ کښې تېره کړه. ۱۴کله چې د عى بادشاه د يشوَع سړى وليدل نو هغه په تېزۍ سره راووتلو. هغه او د هغۀ ټول سړى د اُردن د وادۍ په طرف د بنى اِسرائيلو سره د جنګ کولو دپاره هغه مخکښېنى ځائ ته لاړل. او دا پته ورته نۀ وه چې د شا د طرف نه ورباندې حمله کېدونکې ده. ۱۵يشوَع او د هغۀ سړو داسې ښکاره کړه چې په شا کېږى او د صحرا طرف ته وتښتى. ۱۶د ښار ټول سړى راغونډ کړے شوى وُو چې هغوئ پسې شى او چې څومره هغوئ يشوَع پسې تلل نو د ښار نه نور هم لرې کېدل. ۱۷په عى او بيت ايل کښې داسې يو سړے هم پاتى نۀ شو چې هغه بنى اِسرائيلو پسې نۀ وو تلے. هغوئ ښار کولاو پرېښودو او په بنى اِسرائيلو پسې وُو. ۱۸بيا مالِک خُدائ يشوَع ته ووئيل، ”خپله نېزه د عى طرف ته کړه زۀ دا ښار تا له درکوم.“ يشوَع ته چې څنګه ووئيلے شول نو هغسې يې وکړل. ۱۹او څنګه چې هغۀ لاس اُوچت کړو نو هغه سړى چې پټ شوى وُو زر پاڅېدل ښار ته يې ورمنډه کړله، ورننوتل او قبضه يې کړو هغوئ سمدستى په ښار اور ولګولو. ۲۰کله چې د عى سړو شاته وکتل نو هغوئ وليدل چې لوګے د آسمان طرف ته ختو. هغوئ ته د تښتېدلو دپاره لار پاتې نۀ شوه ځکه چې کومو بنى اِسرائيلو چې د صحرا طرف ته منډه وهله نو هغوئ ورباندې د حملې کولو دپاره راواپس شول. ۲۱کله چې يشوَع او ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې پټو شوو سړو ښار قبضه کړے دے او اور يې لږولے دے نو هغوئ راواپس شول او د عى سړى قتلول يې شروع کړل. ۲۲نو د هغه ښار نه اِسرائيليان په جنګ کښې د شامليدو دپاره ښکته راکُوز شول. نو د عى سړى د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ګېرشوى وُو نو هغوئ ټول ووژلے شول. هيڅ څوک هم ونۀ تښتېدل او نۀ څوک ژوندى پاتې شول ۲۳صِرف د عى بادشاه ژوندېګېر شو او يشوَع له بوتلے شو. ۲۴بنى اِسرائيلو هلته په صحرا کښې خپل ټول دشمنان وژل چرته چې ورپسې راغلى وُو. او بيا هغوئ عى ته واپس لاړل او هلته يې هم هر يو کس ووژلو. ۲۵‏-۲۶په هغه ورځ يشوَع تر هغې پورې خپله نېزه د عى طرف ته نيولې وه او ښکته کوله يې نه تر څو چې هلته هر يو کس قتل کړے شوے نۀ وو. د عى ټول خلق قتل کړے شول چې دولس زره سړى او ښځې په کښې شامِلې وې. ۲۷لکه څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته وئيلى وُو بنى اِسرائيلو په ښار کښې مال او څاروى د خپلو ځانونو دپاره قبضه کړل. ۲۸يشوَع عى وسوزولو او په کنډر يې بدل کړو او هغه تر نن ورځې پورې هم هغسې دے. ۲۹هغۀ د عى بادشاه د يوې ونې سره پهانسى کړو او تر ماښامه پورې يې هلته پرېښودو. په ماښام کښې يشوَع حُکم وکړو چې د هغۀ لاش دې لرې کړے شى. او د ښار دروازې سره وغورزولے شى. هغوئ هغه د کاڼو د غټ ډېرى لاندې پټ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے.

د عيبال په غرۀ باندې د شريعت لوستلے کېدل

۳۰بيا يشوَع مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د عيبال په غرۀ باندې يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. ۳۱هغه يې د هغه اصُولو په مطابق جوړه کړه چې د مالِک خُدائ خادِم موسىٰ بنى اِسرائيلو ته ښودلى وُو. لکه څنګه چې د موسىٰ د شريعت په کِتاب کښې ليکلى دى چې، ”قربان‌ګاه دې د داسى کاڼو نه جوړه وى چې د اوسپنې په آوزار باندې تراشلے شوى نۀ وى.“ او په هغې باندې هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. ۳۲هلته د بنى اِسرائيلو په مخکښې يشوَع په کاڼو باندې د هغه شريعت يو نقل جوړ کړو کوم چې موسىٰ ليکلے وو. ۳۳اِسرائيليان سره د مشرانو، آفسرانو او قاضيانو او سره د هغه نورو قومونو چې د هغوئ سره اوسېدل د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دواړو طرفُونو ته ودرېدل. او ليويانو اِمامانو ته يې مخ وو چا چې د لوظ صندوق اُوچت کړے وو. نيم خلق داسې ولاړ وُو چې شا يې د ګِرزيم غرۀ ته وه او د نيمو خلقو شا عيبال غرۀ ته وه د مالِک خُدائ خِدمت کوُونکى موسىٰ دوئ ته حُکم کړے وو چې کله ورباندې د برکت موندلو وخت راشى نو داسې دې وکړى. ۳۴بيا يشوَع هغه ټول شريعت نورو ته ولوستو چې برکتُونه او لعنتُونه په کښې شامِل وُو هم هغه شان چې څنګه د شريعت په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو. ۳۵هغه ټولې غونډې ته د يشوَع په ذريعه د موسىٰ هر يو حُکم واورولے شو چې په دې غونډه کښې ښځې، ماشومان او د نورو قومونو هغه خلق هم شامِل وُو چې د هغوئ سره اوسېدل.