د حضرت يشوَع کِتاب

باب ۵

پينځم باب

۱د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د اموريانو ټول بادشاهان او د مديتران سيند په غاړه د کنعانيانو ټول بادشاهان خبر شول چې مالِک خُدائ د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې اِسرائيليان ترې نه واوړېدل هغوئ د بنى اِسرائيلو نه دومره ويرېدل چې مرګِ حال شول.

په جِلجال کښې سنت

۲بيا مالِک خُدائ يشوَع ته ووئيل، ”د تېرو کاڼو نه چاړې جوړې کړه او اِسرائيليان سنت کړه.“ ۳نو يشوَع هم هغسې وکړل څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو او هغۀ اِسرائيليان په هغه ځائ کښې سنت کړل چې ورته د سنت غر وئيلے شو ۴‏-۶کله چې اِسرائيليان د مِصر نه روان شول نو د هغوئ ټول نارينه سنت شوى وو. خو د هغوئ هغه يو کس هم سنت شوے نۀ وو چې په بيابان کښې د څلوېښتو کالو تېرېدو په دوران کښې پېدا شوى وُو او کله چې دا موده تېره شوه نو هغه ټول سړى د خُدائ پاک د نافرمانۍ په وجه مړۀ شول چې د هغوئ عُمر د مِصر نه د تلو په وخت کښې د جنګ کولو وو نو هم هغه شان وشول لکه څنګه چې هغۀ قسم خوړلے وو چې هغوئ به هغه مُلک ونۀ ګورى چې پۍ او شات په کښې ډېر تېر وى او هغۀ د هغوئ پلار نيکۀ سره د دې لوظ کړے وو. ۷د دغه سړو زامن هيڅ کله سنت شوى نۀ وو بلکه دا هغه نوے نسل وو کوم چې يشوَع سنت کړل. ۸د سنتو کېدو نه پس ټول نران تر هغې پورې په کېمپ کښې پاتې شو چې روغ شوى نۀ وُو. ۹مالِک خُدائ يشوَع ته ووئيل، ”نن ما تاسو په مِصر کښې د غلامۍ د شرم نه آزاد کړى يئ.“ او په دې وجه په هغه ځائ جِلجال نوم کېښودے شو چې تر نن ورځې پورې هم په هغه نوم يادېږى. ۱۰کله چې بنى اِسرائيلو د يريحو سره نزدې د جِلجال په مېدان باندې خېمې ولګولې نو هغوئ د هغې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې کولو اختر وکړو ۱۱په ورپسې ورځ هغوئ په اول ځل هغه خوراک وکړو چې په کنعان کښې پېدا شوے وو يعنې وريتې دانې او پتيره روټۍ. ۱۲چې بنى اِسرائيلو د هغه پېداوار په اول ځل وخوړو نو من پرې بند شول او نور من ورته نۀ ملاوېدل. نو هم د هغه وخت نه هغوئ به هغه څۀ خوړل چې په کنعان کښې پېدا کېدل.

حضرت يشوَع او تُوره په لاس سړے

۱۳يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې که زمونږ دشمن يې؟“ ۱۴هغۀ جواب ورکړو، ”يو سره هم نۀ يم زۀ د مالِک خُدائ د لښکر مشر يم.“ يشوَع په زمکه باندې پړمخې پرېوتو او وې وئيل، ”صاحِبه زۀ ستا خِدمت کوُونکے يم تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې وکړم؟“ ۱۵د مالِک خُدائ د لښکر مشر هغۀ ته ووئيل، ”څپلۍ وباسه ځکه چې تۀ په مقدسه زمکه ولاړ يې.“ او يشوَع هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته وئيلے شوى وُو.