د حضرت يشوَع کِتاب

څلورم باب

د يادګار کاڼى ودرول

۱کله چې ټول قوم د اُردن د سيند نه واوړېدو نو مالِک خُدائ يشوَع ته ووئيل، ۲”د دولسو قبيلو نه يو يو سړے خوښ کړه ۳او هغوئ له حُکم ورکړه چې د اُردن د سيند د مينځ نه دولس کاڼى راواخلى هم هغه ځائ نه چرته چې اِمامان ولاړ وُو، دوئ ته ووايه چې دا کاڼى د ځان سره يوسى او هلته يې کېږدى چرته به چې نن شپه خېمې لګوئ.“ ۴بيا يشوَع هغه دولس سړى راوغوښتل کوم چې هغۀ د هر يوې قبيلې نه خوښ کړى وُو ۵او ورته يې ووئيل، ”د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د لوظ صندوق په وړاندې د اُردن سيند مينځ ته لاړ شئ په تاسو کښې هر يو کس به يو يو کاڼے اُوچتوى او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو دپاره به يو يو کاڼے په اُوږه باندى اوړئ، ۶دا کاڼى به خلقو ته رايادوى چې مالِک خُدائ څۀ کړى وُو. په راتلونکى وختُونو کښې چې کله ستاسو ماشومان ستاسو نه تپوس کوى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے ۷نو تاسو به ورته وايئ چې کله د مالِک خُدائ د لوظ صندوق هلته نه تېرېدو نو د اُردن سيند اوبۀ بهېدل بند شوى وُو دا کاڼى به د همېشه دپاره د بنى اِسرائيلو يو يادګار وى.“ ۸سړو د يشوَع په حُکمونو عمل وکړو او څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته حُکم کړے وو هغوئ د اُردن سيند مينځ نه دولس کاڼى واخستل د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يې يو يو اُوچت کړو د خېمو ځائ ته يې يوړل او هلته يې کېښودل. ۹يشوَع د اُردن سيند په مينځ کښې د دولسو کاڼو يو بل يادګار ودرولو چرته چې د لوظ صندوق وړُونکى اِمامان ولاړ وُو (هغه کاڼى تر ننه پورې هلته دى). ۱۰هغه اِمامان چا چې د لوظ صندوق اُوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې تر هغې پورې ولاړ وُو چې خلقو هغه هر څه وکړل چې مالِک خُدائ يې يشوَع ته حُکم کړے وو او موسىٰ هم د دې حُکم کړے وو. خلق په بيړه د سيند نه واوړېدل. ۱۱کله چې هغوئ ټول بلې غاړې ته واوړېدل نو اِمامان چې د لوظ صندوق يې اُوچت کړے وو د خلقو نه مخکښې روان وُو. ۱۲د موسىٰ د وېنا په مطابق د روبين جاد او د منسى د نيمې قبيلې سړى د وسلحې سره د نورو خلقو نه مخکښې روان وُو او پورېوتل. ۱۳تقريباً څلوېښت زره سړى سره د وسلحې د مالِک خُدائ په حضُور کښې يريحو سره نزدې مېدان ته لاړل. ۱۴په هغه ورځ مالِک خُدائ يشوَع د خلقو په نظر کښې عزتمند کړو، هغوئ د هغۀ ټول عُمر هم هغه شان عزت کولو لکه چې څنګه يې د موسىٰ کړے وو. ۱۵بيا مالِک خُدائ يشوَع ته ووئيل چې، ۱۶”هغه اِمامانو له حُکم ورکړه چا چې د لوظ صندوق اُوچت کړے دے چې د اُردن د سيند نه بهر راوځى.“ ۱۷نو يشوَع اِمامانو له حُکم ورکړو، ”د اُردن سيند نه راووځئ.“ ۱۸هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اُوچت کړے وو چې کله د سيند د تل نه اوچې زمکې ته راوختل نو د اُردن په سيند کښې اوبۀ روانې شوې او د مخکښې په شان په موج کښې بهېدلې ۱۹د وړومبۍ مياشتې په لسمه ورځ خلق د اُردن سيند نه پورې وتل او په جِلجال کښې يې خېمې ولګولې چې د يريحو نمر خاتۀ طرف ته دے. ۲۰د اُردن سيند نه چې کوم دولس کاڼى اخستے شوى وُو نو يشوَع هلته ډېرے کړل. ۲۱او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”په راتلونکى وختُونو کښې چې کله ستاسو بچى درنه تپوس وکړى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے، ۲۲نو تاسو به ورته د هغه وخت په باره کښې ووايئ چې کله بنى اِسرائيل د اُردن په سيند کښې په اوچه زمکه تېر شوى وُو. ۲۳هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ ترې نه واوړيدلو لکه څنګه چې هغۀ د بحرِقُلزم تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ اوړيدلى نۀ وُو، ۲۴او د دې په وجه به د دنيا ټولو قومونو ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ په لاس کښې قُدرت دے او تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېږئ.“