د حضرت يشوَع کِتاب

دريم باب

د بنى اِسرائيلو د اُردن سيند نه اوړيدل

۱په ورپسې سحر يشوَع او ټول اِسرائيليان وختى پاڅېدل. او د شطيم کېمپ نه روان شول او اُردن ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې او انتظار يې کولو چى د هغه ځائ نه پورې غاړه واوړى. ۲درې ورځې پس مشرانو په کيمپ کښې چکر لګولو ۳او خلقو ته يې حُکم ورکولو، ”کله چې تاسو وګورئ چې اِمامان ستاسو د خُدائ پاک مالِک خُدائ د لوظ صندوق اوړى نو د خپل ځائ نه پاڅئ او هغوئ پسې ځئ. ۴تاسو مخکښې هيڅ کله دلته نۀ يئ راغلى نو هغوئ به تاسو ته د تلو لار ښائى. د لوظ صندوق ته مۀ ورنزدې کيږئ دې نه تقريباً زر ګزه شاته اوسئ.“ ۵يشوَع خلقو ته ووئيل، ”ځانونه پاک کړئ ځکه چې مالِک خُدائ به سبا ستاسو په مينځ کښې لوئ کارونه کوى.“ ۶بيا يشوَع اِمامانو ته ووئيل چې، ”د لوظ صندوق اُوچت کړئ او دې سره د خلقو نه مخکښې ځئ.“ او څنګه چې هغۀ وئيلى وُو نو هغوئ هم هغه شان وکړل. ۷مالِک خُدائ يشوَع ته ووئيل، ”نن نه به زۀ د بنى اِسرائيلو په نظر کښې تا عزتمند کړم نو داسې به دوئ پوهه شى چې زۀ ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. ۸اِمامانو ته ووايه چې د لوظ صندوق اوړى او کله چې سيند ته اورسى نو دوئ دې د سيند غاړى ته ورکُوز شى او هلته دې ودريږى.“ ۹بيا يشوَع خلقو ته ووئيل، ”دلته راشئ او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو ته څۀ وائى نو هغې ته غوږ ونيسئ. ۱۰داسې به تاسو ته پته ولګى چى ژوندې خُدائ پاک ستاسو په مينځ کښې دے او کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به کنعانيان، حِتيان، فرزيان، جرجسيان، اموريان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړى. ۱۱ګورئ چې د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اُردن ته ستاسو په مخکښې تېرېدونکے دے. ۱۲اوس دولس سړى چې د اِسرائيلو د هرې يوې قبيلى نه يو يو وى غوره کړئ. ۱۳اِمامان به د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اُوچتوى او کله چې هغوئ خپلې پښې په اوبو کښې کېږدى نو د اُردن سيند بهېدل به بند شى. او کومې اوبۀ چې ښکته راروانې وى هغه به د دېوال په شکل کښې يو ځائ کښې ودريږى.“ ۱۴‏-۱۵دا د لَو وخت وو او سيند ښۀ په موج کښې وو. کله چې خلقو کېمپ پرېښودو چې د اُردن نه پورې غاړه واوړى نو اِمامان چې د لوظ صندوق يې وړو د دوئ نه مخکښې لاړل او څنګه چې اِمامانو په سيند کښې قدم کېښودو، ۱۶نو د اوبو بهېدل بند شو. او لرې د آدم ښار په خوا کښې چې د ضرتان سره نزدې دے هلته اوبۀ د دېوال په شکل ودرېدې. او کومې اوبۀ چې لاندې مړ درياب ته بهېدې هغه په مکمله توګه بند شوې او خلق د يريحو سره نزدې پورې غاړې ته واوړېدل. ۱۷اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اُوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې په اوچه زمکه تر هغې پورې ولاړ وُو چې د اِسرائيلو ټول خلق په اوچه زمکه باندې پورې غاړې ته اوړېدلى نۀ وو.