د حضرت يشوَع کِتاب

دويم باب

د حضرت يشوَع يريحو ته جاسوسان لېږل

۱بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى. ۲د يريحو بادشاه خبر شو چې څۀ اِسرائيليان په هغه شپه د دې مُلک د جاسوسۍ دپاره راغلى دى. ۳نو هغۀ راحب ته پېغام ولېږلو، ”ستا کور کښې چې کوم سړى دى هغه د دې مُلک معلومات حاصلولو له راغلى دى! هغوئ رابهر کړه.“ ۴‏-۶هغې جواب ورکړو، ”څۀ سړى زما کور ته راغلى وُو خو ما ته پته نشته چې دوئ د کوم ځائ وُو. هغوئ د ښار دروازې بندېدو نه لږ مخکښې د نمر پرېواتو په وخت دلته نه لاړل. ما ترې نه دا پته ونۀ لګوله چې هغوئ چرته تلل، خو که تاسو اوس په هغوئ پسې ورمنډه کړئ نو وروبه رسېږئ.“ راحب هغه جاسوسان چت ته خېژولى وُو او هغې چې هلته کوم د سڼ بوټى ايښى وُو نو د هغې لاندې يې پټ کړى وُو. ۷د بادشاه سړى د ښار نه لاړل او بيا د ښار دروازه بنده شوه. هغوئ د بنى اِسرائيلو جاسوسانو پسې تر هغه ځائ پورې لاړل چرته چې سړک د اُردن سيند نه تېرېږى. ۸د جاسوسانو د څملاستو نه مخکښې راحب چت ته وروخته ۹او ورته يې ووئيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ دا مُلک تاسو له درکړے دے او د دې مُلک هر يو کس تاسو نه سخت يريږى. ۱۰مونږ د هغې نه خبر شوى يُو چې کله تاسو د مِصر نه تلئ نو مالِک خُدائ څنګه ستاسو په وړاندې بحرِقُلزم اوچ کړو. مونږ دا هم اورېدلى دى چې تاسو د اُردن نَمرخاتۀ طرف ته د اموريانو دوه بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى دى. ۱۱کله چې مونږ د دې نه خبر شوُو نو مونږ ډېر سخت ويرېدُو. ستاسو د يرې نه مونږ ټولو زړونه بائيللى وُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک بره په آسمان کښې او لاندې په زمکه هم خُدائ پاک دے. ۱۲نو اوس بيا په مالِک خُدائ قسم وکړئ چې تاسو به زما کورنۍ سره داسې ښۀ سلوک کوئ لکه څنګه چې ما تاسو سره کړے دے. اؤ ما سره څۀ ضمانت کېږدئ چې زۀ په تاسو باور وکړم. ۱۳ما سره وعده وکړئ چې تاسو به زما د مور پلار، وروڼو خوېندو او د هغوئ د کورَنو ژوند بچ کوئ او مونږ مۀ پرېږدئ چې ووژلے شو.“ ۱۴هغه جاسوسانو هغې ته ووئيل، ”که مونږ د خپلې ژبې نه واوړېدو نو خُدائ پاک دې مونږ مړۀ کړى! که تاسو څوک خبر نۀ کړل چې مونږ دلته څۀ کوُو، نو مونږ تاسو سره دا لوظ کوُو چې کله مالِک خُدائ مونږ له دا مُلک راکړى نو مونږ به تاسو سره ښۀ سلوک کوُو.“ ۱۵راحب چې په کوم کور کښې اوسېده د هغې دېوال د ښار د دېوال سره لګېدلے وو. نو هغې د کړکئ نه د رسۍ په ذريعه سړى ښکته کُوز کړل. ۱۶هغې ورته ووئيل، ”هسې نه چې د بادشاه سړى مو پېدا کړى نو د غرونو مُلک ته لاړ شئ او هلته تر دريو ورځو پورې پټ شئ او کله چې د بادشاه سړى راواپس شى نو د هغې نه پس تاسو په خپله مخه تلے شئ.“ ۱۷هغه سړو هغې ته ووئيل، ”مونږ به په يو شرط باندې په هغه وعده باندې قائم پاتې شو کومه چې تا زمونږ نه اخستې ده، ۱۸تۀ داسې وکړه چې کله مونږ ستاسو په مُلک حمله وکړُو نو تۀ په کړکئ کښې دا سره رسۍ وتړه د کومې نه چې تۀ مونږ کُوزوې. خپل مور پلار، وروڼه او د خپل پلار ټوله کورنۍ کور ته دننه راوله. ۱۹خو که څوک د کور نه وځى نو خُون به يې په خپله غاړه وى او مونږ به يې ذِمه وار نۀ يُو. خو که په کور کښې دننه چا ته څۀ ضرر ورسېدو نو بيا د هغۀ خُون زمونږ په غاړه دے او مونږ به يې ذِمه وار يُو. ۲۰خو کۀ چرې تۀ چا ته ووايې چې مونږ دلته څۀ کوُو نو چې کومه وعده تا زمونږ نه اخستى ده مونږ د هغې نه آزاد يُو.“ ۲۱راحب په دې رضا شوه او هغوئ يې رخصت کړل. کله چې هغوئ لاړل نو هغې سره رسۍ د کړکئ سره وتړله. ۲۲جاسوسان غرونو ته لاړل او تر دريو ورځو پورې پټ وُو. د بادشاه سړو هغوئ په ټوله لار باندې لټول خو پېدا يې نۀ کړل نو هغوئ واپس يريحو ته لاړل. ۲۳بيا هغه دوه جاسوسان د غرونو نه راکُوز شول، د سيند نه پورې وتل او واپس يشوَع د نون زوئ له لاړل. او چې څۀ شوى وُو هغه هر څۀ يې هغۀ ته ووئيل. ۲۴او بيا هغوئ ووئيل، ”زمونږ يقين دے چې مالِک خُدائ مونږ له هغه ټول مُلک ځکه راکړے دےچې هلته ټول خلق زمونږ نه ډېر سخت يرېدلى دى.“