د حضرت يُونس کِتاب

څلورمه باب

دحضرت يُونس غُصه اؤدخدائ پاک رحم

۱يُونس په دې ډېرخضه وواؤسخت غُصه شو. ۲نو هغهٔ مالِک خدائ ته سوال وکړو، “اےمالِکه خُدايه! ما تا ته مخکښې نهٔ وُو وئيلی چې کله ماوطن پرېښودوچې تهٔ به هم داسې کوې؟ ځکه ماډېرښهٔ وکړل چې سپېن ته وتښتېدم. ماته پته وه چې تهٔ رحمان اؤرحيم خدائ يې، همېشه صبرکوُونکے، مِهربان يې اؤخپله فېصله بدلولوکښې نرم يې اؤسزا نهٔ ورکوې. ۳نو، اےمالِکه خُدايه! پرېږده چې زهٔ مړشم. زهٔ دژوندنه په مرګ خوشحاله يم.”

۴مالِک خدئ ورته ووئيل، “تهٔ دغُصه کېدوڅهٔ حق لرې؟”

۵يُـونس دښـارنمرخاتـهٔ طـرف تـه لاړواؤکښېناستو. هغهٔ دځان دپاره دالان خورکړواؤدهغی دسوری لاندې کښېناستو، اِنتظاريې کولوچې په نينيوه به څهٔ چل کېږی.

۶بيامالِک خدائ پاک هلته يوبُوټےزرغُون کړوچې په يُونس باندې سورےوی، اؤهغهٔ ته سُکون ملاؤشی. يُونس په بُوټی ډېرخوشحاله وو. ۷خوبل سحروختی، دخدائ پاک په حُکم، يوچينجی په بُوټی حمله وکړه اؤبُوټےوچ شو. ۸دمرختلونه وروستوخدائ پاک دنمرخاتهٔ طرف نه توده هواراولېږله اؤيُونس دګرمۍ په وجه په بې خوده کېدوبدل شوځکه چې هغه ګرمۍووهلو. نوهغهٔ ووئيل، “دداسې ژوندنه خو لاله مرګ ښهٔ دے، کاش چې زهٔ مړوے.”

۹خوخدائ پاک هغهٔ ته ووئيل، “هٔ دبُوټی په وجه دغُصه کېدوڅهٔ حق لرې؟”

يُونس جواب ورکړو، “زهٔ دغٔصه کېدوحق لرم اؤدومره غُصه يم چې مرګ غواړم.”

۱۰مالِک خدائ هغهٔ ته ووئيل، “دابُوټےپه يوه شپه کښې زرغُون شواؤبلې شپې له ورک شو. تاددې دپاره هيڅ نهٔ دی کړی اؤنهٔ دې ورس ه دغټېدودپاره خواری کړې ده، اؤاوس تهٔ دې پسې خفګان کوې. ۱۱نوماته دنينيوه په هغه لوئ ښارڅومره ډېررحم کول په کاروُو. ددې نه علاوه، په دې کښې ديو لاکهشل زره نه زيات بې ګناه ماشُومان اوسېږی اؤهم داسې ډېرځناورهم په کښې دی.”