د حضرت يُونس کِتاب

دويم باب

دحضرت يُونس دُعا

۱يُونس دکب دګېډې نه مالِک خدائ، خپل خدائ پاک ته سوال وکړواؤوې وئيل چې،

۲“اےمالِکه خُدايه! ماپه تکليف کښې تاته آوازوکړو،

اؤتاجواب راکړو.

مادمړوددُنيابېخ نه تا ته چغه کړه،

اؤتازمافريادواورېدو.

۳تازهٔ لاندې دسمندربېخ ته وغورزولم،

چرته چې اوبهٔ زمانه راتاؤشوې،

اؤستادسمندرزوروروچپوزهٔ راګېرکړم.

۴زماداخيالووچې زهٔ ستادنظرنه غورزېدلےيم

اؤزهٔ به ستاپاک کورهيڅ کله هم بياونهٔ ګورم.

۵اوبهٔ زمادپاسه شوې اؤزماساه يې بنده کړه؛

زهٔ په سمندرکښې ټول ډُوب شوم،

اؤدسمندرواښهٔ زما د سر نه راتاؤ وُو.

۶زهٔ لاندې دغرُونوبېخ ته ورسېدم،

هغه ځائ ته چې دروازې يې همېشه بندې وی.

خوتااےمالِکه خُدايه! زماخُدايه پاکه،

دکندې نه دې ژوندےراوويستم.

۷چې کله مامرګ ولېدو،

نوبيااےزمامالِکه خُدايه! ماتاته سوال وکړو،

اؤتادخپل پاک کورنه زماسوال واورېدو.

۸هغه څوک چې دبې کاره بُتانوعِبادت کوی،

هغوی ستا وفادارنهٔ دی.

۹خوزهٔ به ستاثناءوايم؛

زهٔ به تاته قُربانی وکړم

اؤزهٔ به خپله وعده پُوره کوم.

خلاصون ورکولووالامالِک خدائ دے.”

۱۰بيامالِک خدائ کب ته حُکم وکړوچې يُونسد سمندر په غاړه اولټۍکړه، نوکب هغه دسمندرپه غاړه وغورزولو.