د حضرت يُونس کِتاب

اول باب

دحضرت يُونس دمالِک خدائ نافرمانی کول

۱ يوه ورځ مالِک خدائ دامِتی زوئ يُونس ته ووئيل چې، ۲"هغه لوئ ښار،نينيوه ته لاړشه،اؤدهغوی خلاف اعلان وکړه. ماته پته ده چې هغوی څومره خراب خلق دی.” ۳خويُونس،بل طرف ته روان شوچې دمالِک خدائ نه وتښتی. هغه يافاته لاړو، هلته هغهٔ ته يوسمندری جهازمِلاوشوچې سپېن ته راونېدونکےوو. هغهٔ خپله کرايه ورکړه اؤپه جهازکښې سپېن ته په سفرروان شو،خيال يې داووچې هلته به به دمالک خدائ نه لرې وی.

۴خومالِک خدائ په سمندرباندې يولوئ طوفان راوستو،اؤطوفان دومره سخت ووچې دجهازدماتېدوخطره وه.۵دجهازوالاډېرويرېدل اؤهريوخپل خدائ ته چغې وهلې. هغوی دخطرې کميدلودپاره،سامان سمندرته وغورزولو. په دغه وخت کښې، يُونس په جهازکښې لاندې تلےوو، اؤپه خوږخوب أودهٔ پروت وو.

۶دجهازمشرهغه هلته وليدونوورته يې ووئيل، “تهٔ ولې اُودهٔ يې؟ پاڅه اؤخپل خدائ ته سوال وکړه. کېدےشی چې هغه زمُونږخيال وساتی نومُونږبه بچ شُو.”

۷دجهازوالايوبل ته ووئيل، “راځئ چې پچه واچوُوچې معلومه شی چې دچا په وجه په دې خطره کښې راګېرشوی يُو.” نودوئ چې کله پچه واچوله هغه ديُونس په نُوم راووتله. ۸نودجهازوالاورته ووئيل: “نواوس تهٔ مُونږته ووايه! چې دادچاپه وجه وشول؟ تهٔ دلتهڅهٔ کوې؟ تهٔ دکُوم وطن نه راغلےيې؟ اؤتهٔ دکُوم قوم يې؟”

۹نويُونس ورته ووئيل، “زهٔ عبرانےيم، زهٔ دمالِک خدائ عِبادت کُوم چې دآسمان خدائ پاک دے، چاچې زمکه اؤسمندرپېداکړی دی.” ۱۰يُونس هغوی ته هم داسې ووئيل چې هغه دمالِک خدائ نه تښتېدلو.

دجهازوالاډېرويرېدل، نوهغهٔ ته يې ووئيل، “داتاډېربدکړی دی.” ۱۱هغه طوفان وخت په وخت نورهم زياتېدلو، نودجهازوالادهغهٔ نه تپوس وکړو، “مُونږستاسره څهٔ چل وکړُوچېد داطوفان ودرېږی؟”

۱۲يُونس ورته ووئيل، “ماسمندرته وغورزوئ، نوطوفان به قلارشی. ماته پته ده چې تسوپه دې خطرناک طوفان کښې زمادغلطۍ په وجه راګېرشوی يئ.”

۱۳په باوجُودددې چې هغوی جهازدسمندرغاړې ته دبوتلوکوشش کولو، هغوی په خپل ټول طاقت سر ه جهازچلولو. خوطوفان نورهم زياتېدو، اؤ غاړې ته ونهٔ رسېدل. ۱۴نوهغوی مالِک خدائ ته چغې کړې، “اےزمُونږه مالِکه خُدايه، مُونږتاته سوال کوُوچې ددې سړی دژوندختمولوپه وجه مُونږ له سزامهٔ راکوه! مالِکه خُدايه! داهرڅهٔ چې کيږې داستارضاده.” ۱۵نوبيا هغوی يُونس اُوچت کړواؤسمندرته يې وغورزولو، نوطوفان سمدستی قلارشو. ۱۶په دې کارهغوی دمالِک خدائ نه ډېرويرېدل اؤيوه قُربانی يې پېش کړه. اؤقسمُونه يې وخوړل چې دمالک خدائ خدمت به کۇو.

۱۷خودمالِک خدائ په حُکم يوغټ کب راغےاويُونس يې ثابت تېرکړو، اؤهغه دکب په ګېډه کښې درې ورځې اؤدرې شپې وو.