دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

يوويشتم باب

دَ عيسىٰ مسيح اُوو مُريدانو ته ظاهريدل

۱څۀ مُوده پس عيسىٰ بيا دَ تيبرياس درياب په غاړه مُريدانو ته خپل ځان څرګند کړو. ۲شمعُون پطروس اَؤ توما چه برغونے هم بللے کيږى اَؤ نتانى ايل چه دَ ګليل دَ قانا وو اَؤ دَ زبدى زامن اَؤ دوه نور مُريدان هم هلته موجُود وو. ۳شمعُون پطروس ووئيل، ”زَۀ دَ کبانو په ښکار ځم.“

نورو ووئيل چه مُونږ به هم درسره ملګرى شُو. هغوئ روان شول اَؤ کشتئ ته وختل خو په هغه شپه ئے هيڅ ونۀ نيول. ۴چه سحر شو نو څۀ ګورى چه عيسىٰ دَ درياب په غاړه ولاړ دے خو مُريدانو ته دا نۀ وه معلُومه چه ګنى دا عيسىٰ دے. ۵عيسىٰ هغوئ ته نعرے کړے، ”اَئے هلکانو! څۀ مو ونيول که نه؟“

هغوئ جواب ورکړو چه ”نه“

۶هغۀ ووئيل، ”دَ کِشتئ ښى لاس ته جال وولئ نو کبان به ونيسئ.“ هغوئ دغه شان وکړل اَؤ څۀ ګورى چه هغوئ جال کِشتئ ته نه شو راخيژولے ځکه چه په هغۀ کښے دومره ډير کبان راګير شوى وُو.

۷بيا هغه مُريد چه عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل، ”دا خو مالِک دے!“ کله چه شمعُون پطروس دا واؤريدل نو هغۀ خپله چُوغه واغوسته ځکه چه هغه بربنډ وو اَؤ درياب ته ئے ودانګل. ۸هغه نور په کِشتئ کښے راغلل اَؤ دَ کبانو ډک جال ئے راکښو ځکه چه هغوئ دَ وچے نه ډير ورايسته نۀ وُو خو بس يو سل ګزه به ورايسته وُو. ۹کله چه هغوئ غاړے ته راوختل نو هغوئ دَ سکارو اور وليدو چه کب پرے پروت وو اَؤ لږه ډوډئ هم ورسره وه. ۱۰عيسىٰ ووئيل چه ”دَ خپلو هغه کبانو نه چه اوس مو نيولى دى څۀ راؤړئ.“

۱۱شمعُون پطروس کِشتئ ته ورغے اَؤ جال ئے مزکے ته راکښو چه دَ غټو کبانو نه ډک وو، اَؤ دا يو سل درے پنځوس وُو، اَؤ سره دَ دے چه دومره زيات وُو خو بيا ئے هم جال ونۀ شليدلو. ۱۲عيسىٰ ووئيل، ”راځئ اَؤ وخورئ.“ په مُريدانو کښے يو کس هم دا همت ونۀ کړے شو چه تپوس ترے وکړى چه تۀ څوک يئے؟ ولے چه هغوئ ته دا پته وه چه دا مالِک دے. ۱۳عيسىٰ راوړاندے شو، ډوډئ ئے واخسته اَؤ هغوئ له ئے ورکړه اَؤ کب ئے هم دغه شان تقسيم کړو.

۱۴دا دريم ځل وو چه عيسىٰ دَ مړو نه ژوندے کيدو نه پس خپلو مُريدانو ته خپل ځان څرګند کړے وو.

عيسىٰ اَؤ پطروس

۱۵دَ خوراک نه پس عيسىٰ شمعُون پطروس ته ووئيل، ”شمعُونه دَ يوحنا زويه! تۀ دَ نورو ټولو نه ګنى ما سره زياته مينه لرے څۀ؟“

هغۀ جواب ورکړو چه ”هو مالِکه! تا ته معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“

هغۀ ورته ووئيل چه ”بيا نو زما ګډورى وڅروه.“ ۱۶په دويم ځل هغۀ تپوس وکړو چه ”شمعُون دَ يوحنا زويه! تۀ ما سره مينه کوے؟“

پطروس ووئيل، ”هو مالِکه! تا ته معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“

هغۀ ورته ووئيل، ”نو بيا زما ګډے سمبالے کړه.“ ۱۷په دريم ځل هغۀ ووئيل چه ”شمعُون دَ يوحنا زويه! آيا تۀ ما سره مينه کوے؟“

پطروس په دے خبره غمژن شو چه هغۀ ترے په دريم ځل دا تپوس وکړو چه تۀ ما سره مينه کوے؟ هغۀ ووئيل، ”مالِکه! تا ته هر څۀ معلُوم دى اَؤ تا ته ښه معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“

عيسىٰ ووئيل، ”زما ګډے وڅروه. ۱۸رښتيا رښتيا درته دا وايم چه کله چه تۀ ځوان وے نو تا به خپله ملا په خپله تړله اَؤ چرته چه دے غوښتل هغه خوا به تلے خو کله چه تۀ زوړ شے نو تۀ به خپل لاسُونه خوارۀ کړے اَؤ بل څوک به دِ ملا وتړى اَؤ هغه خوا ته به دِ بوزى چرته چه ستا دَ تللو نيت نۀ وى.“ ۱۹هغۀ دا خبره دا ظاهرولو دَ پاره وکړه چه پطروس به په داسے مرګ وژلے کيږى چه دَ خُدائے جلال به په کښے څرګند شى. بيا هغۀ دا ووئيل چه ”په ما پسے راځه.“

عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ خوږ مُريد

۲۰پطروس راوګرزيدو اَؤ هغه مُريد ئے په ځان پسے وليدلو دَ چا سره چه عيسىٰ مينه کوله، هغه چه دَ ډوډئ په وخت هغۀ ته راکښته شوے وو اَؤ دا تپوس ئے ترے کړے وو چه ”مالِکه! هغه څوک دے چه په تا به مُخبرى کوى؟“ ۲۱پطروس چه هغه وليدو نو دَ عيسىٰ نه ئے تپوس وکړو، ”مالِکه! هغۀ ته به څۀ پيښيږى؟“

۲۲عيسىٰ جواب ورکړو، ”که دا زما رضا وى چه هغه دِ تر هغے پاتے شى کله چه زَۀ بيا راشم نو ستا په دے کښے څۀ؟ تۀ په ما پسے راځه.“

۲۳دَ عيسىٰ دا وينا په مُريدانو کښے مشهُوره شوه اَؤ دا مطلب ترے واخستے شو چه ګنى دغه مُريد به نۀ مرى، خو عيسىٰ تش دا وئيلى وُو ”که دا زما رضا وى چه هغه دِ تر هغے پاتے شى کله چه زَۀ بيا راشم نو ستا په دے کښے څۀ؟“

۲۴دا هم دغه مُريد دے چه دلته چه څۀ ليکلى شوى دى دَ هغے ګواه دے. دا په حقيقت کښے هغه دے چه دا ئے وليکل اَؤ مُونږ ته دا معلُومه ده چه دَ هغۀ ګواهى رښتيا ده

۲۵نور هم ډير څۀ دى چه عيسىٰ کړى وُو، که چرے دا ټول په تفصيل سره ليکلے شوے وے نو زما دا خيال دے چه په ټوله دُنيا کښے به هغه کتابُونه چه په دے ليکلى شوى وئے نۀ ځائيدل.