|
|
||
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرےدويم بابپه قانا کښے وادۀ١ په دريمه ورځ دَ ګليل په قانا نُومے ځائے کښے يو وادۀ وُو،دَ عيسىٰ مور هم هلته وه، ٢ اَؤ عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ مُريدان هم په کښے ميلمانۀ وُو. ٣ چه مئے خلاص شول نو دَ عيسىٰ مور هغۀ ته ووئيل،”دَ دوئ سره مئے نۀ دى پاتے.“ ٤ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”مورے! زما اَؤ ستا پرے څۀ؟ زما وخت لا نۀ دے راغلے.“ ٥ دَ هغۀ مور خادمانو ته ووئيل،”هر څۀ چه دَئے درته وائى هغه کوئ.“ ٦ هلته دَ ګټے شپږ چاټئ وے چه خوا په خوا پرتے وے، دا دَ يهوديانو دَ دستُور په مُطابق دَ پاکيدو دَ پاره وے،اَؤ په هره يوه کښے دَ دوؤ نه تر دريو منو پورے ځائے وُو. ٧ عيسىٰ خادمانو ته ووئيل چه”دا چاټئ دَ اوبو نه ډکے کړئ.“اَؤ هغه هغوئ تر خُلے خُلے ډکے کړے. ٨ بيا هغۀ حُکم وکړو چه”څۀ ترے وباسئ اَؤ دَ ميلمستيا مشر له ئے يوسئ.“اَؤ هغوئ هم دغسے وکړل. ٩ مشر اوبۀ وڅښلے اَؤ هغه مئے شوے وے. خو هغۀ ته دَ دے سبب نۀ وُو معلُوم اګر چه هغه نوکرانو ته معلُومه وه چا چه اوبه راويستلے وے. ١٠ هغۀ دَ وادۀ زلمى ته ووئيل،”هر څوک ښۀ مئے اول ورکوى اَؤ معمولى تر هغے ساتى تر څو چه خلق ماړۀ شوى نۀ وى،ليکن تا خو تر اوسه ښۀ مئے لا ساتلى دى.“ ١١ دَ ګليل په قانا نُومے ځائے کښے دَ عيسىٰ دا وړُومبئ مُعجزه وه چه عيسىٰ پرے خپله لوئى څرګنده کړه اَؤ دَ هغۀ مُريدانو په هغۀ ايمان راوړو. ١٢ دَ دے نه پس عيسىٰ دَ خپلے مور،ورُوڼو اَؤ مُريدانو سره کفرنحُوم ته لاړو خو هغوئ هلته زيات ايسار نۀ شُو. دَ خُدائے دَ کور پاکول( ىتم١٢: ٢١ ـ ٣١،مرقوس ١١: ٥١ ـ ٧١،لُوقا ٩١: ٥٤ ـ ٦٤)١٣ ځکه چه دَ يهوديانو دَ فسح دَ اختر ورځے رانزدے وے نو عيسىٰ بيتُ المُقدس ته لاړو. ١٤ هلته هغۀ دَ خُدائے په کور کښے دَ غوايانو،ګډو اَؤ دَ کونترو سوداګران اَؤ صرافان په خپلو چوکو ناست وليدل. ١٥ عيسىٰ دَ پړى کروړه جوړه کړه اَؤ هغوئ ئے دَ خُدائے دَ کور نه بهر وشړل،ګډے،غوايان اَؤ هر څۀ. هغۀ دَ صرافانو تختے نسکورے کړے،دَ هغوئ پيسے ئے ونوستلے، ١٦ بيا هغه دَ کونترو خرڅوُونکو پسے راوګرزيدلو. هغۀ ووئيل،”دا لرے کړئ زما دَ پلار دَ کور نه بازار مه جوړوئ.“ ١٧ دَ هغۀ مُريدانو ته دَ صحيفو دا ليک را ياد شو ((ستا دَ کور غيرت به ما وخورى.)) ١٨ يهوديانو عيسىٰ له جواب ورکړو اَؤ تپوس ئے ترے نه وکړو چه”تۀ دا کارُونه په کُوم اِختيار کوے؟ مُونږ ته څۀ نخښۀ وښايه؟“ ١٩ عيسىٰ جواب ورکړو چه”دا دَ خُدائے کور ونړوئ اَؤ زَۀ به ئے درته په دريو ورځو کښے بيا ودان کړم.“ ٢٠ هغوئ ووئيل،”دا دَ خُدائے کور خو په شپږ څلويښت کاله کښے جوړ شوے دے،اَؤ تۀ ئے راته په دريو ورځو کښے جوړوے؟“ ٢١ خو دَ خُدائے دَ کوم کور ذکر چه هغۀ کولو هغه دَ دَۀ خپل وجُود وُو. ٢٢ دَ هغۀ دَ بيا راژوندى کيدو نه پس دَ هغۀ مُريدانو ته راياد شو چه هغۀ څۀ وئيلى وُو اَؤ دَ هغوئ په صحيفو اَؤ په هغه کلام چه عيسىٰ وئيلى وُو يقين راغلو. عيسىٰ ټول خلق پيژنى٢٣ کله چه عيسىٰ لا دَ فسح دَ پاره په بيتُ المُقدس کښے ديره وُو نو هغوئ هغه مُعجزے وليدے چه هغۀ ښکاره کړے اَؤ ډيرو خلقو پرے ايمان راؤړو. ٢٤ خو عيسىٰ په خپله په هغوئ اِتبار نۀ کاوو ځکه چه هغۀ خلق ډير ښۀ پيژندل. ٢٥ اَؤ هغۀ ته دَ هغو ټولو حال معلُوم وُو اَؤ دَ بل چا دَ شاهدئ ورته ضرورت نۀ وُو ځکه چه هغه په دے پوهيدلو چه دَ اِنسان په زړۀ کښے څۀ څۀ دى. |
||