دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

نولسم باب

۱پيلاطوس بيا عيسىٰ بوتلو اَؤ په کروړو ئے ووهلو. ۲اَؤ سپاهيانو دَ ازغيو تاج جوړ کړو اَؤ هغۀ ته ئے په سر کړو اَؤ سره چُوغه ئے ورواغوسته. ۳بيا هغوئ هغۀ له راتلل، چغے به ئے وهلے، ”دَ يهوديانو بادشاه سلام!“ اَؤ په مخ به ئے څپيړه ورکوله.

۴يو ځل بيا پيلاطوس بهر راغے اَؤ يهوديانو ته ئے ووئيل چه ”زَۀ عيسىٰ تاسو ته بهر راولم چه تاسو خبر شئ چه دَ هغۀ خلاف ما هيڅ جُرم ونه مُوندلو.“ ۵اَؤ عيسىٰ بهر راغے دَ ازغو تاج ئے په سر وو اَؤ سره چُوغه ئے آغوستے وه. پيلاطوس ووئيل، ”وګورئ دا سړے.“

۶مشرانو کاهنانو اَؤ دَ خُدائے دَ کور مُحافظانو هغه وليدو اَؤ چغے ئے کړے، ”دَئے په سولئ کړه! په سولئ ئے کړه!“

پيلاطوس ووئيل چه ”دَئے بوزئ اَؤ په خپله ئے په سولئ کړئ ځکه چه ما دَ دَۀ خلاف هيڅ جُرم ونۀ مُوندلو.“

۷يهوديانو جواب ورکړو چه ”مُونږ سره شريعت شته، اَؤ دَ شريعت په مُطابق دَ مرګ لائق دے ځکه چه دَۀ دا دعوىٰ کړے ده چه زَۀ دَ خُدائے زوئے يم.“

۸کله چه پيلاطوس دا واؤريدل نو هغه نور زيات ويرے واخستو. ۹هغه قلا ته بيرته لاړو اَؤ دَ عيسىٰ نه ئے تپوس وکړو چه ”تۀ دَ کُوم ځائے يئے؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنه کړو. ۱۰پيلاطوس ووئيل، ”آيا تۀ ما سره خبرے نۀ کوے څۀ؟ يقينًا چه تا ته دا معلُومه نۀ ده چه ما سره دا اِختيار شته چه تا آزاد کړم اَؤ دا اِختيار هم را سره شته چه تا په سولئ کړم؟“

۱۱عيسىٰ جواب ورکړو چه ”ستا به په ما باندے هيڅ اِختيار نۀ وئے که چرے دا دَ خُدائے نه تا ته نۀ وئے درکړے شوے. ځکه چا چه زَۀ تا ته په حواله کړے يم، په دے کښے زيات مُجرم هغه دے.“ ۱۲دَ هغه ساعت نه پيلاطوس ډير کوشش کاوو چه هغه آزاد کړى خو يهوديان په چغو سر وُو، ”که تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ بيا دَ رُومى قيصر خير خواه نۀ يئے! کُوم سړے چه ځان بادشاه کوى هغه دَ رُومى قيصر مُخالفت کوى!“

۱۳کله چه پيلاطوس واؤريدل چه دوئ څۀ وائى نو هغۀ عيسىٰ بهر راوويستو اَؤ دَ عدالت په کُرسئ هغه ځائے کښيناستو چه دُونکاچه ورته وائى خو په عِبرانئ ژبه کښے ورته ګبتا وائى. ۱۴دا دَ فسح دَ تيارولو ورځ وه اَؤ قريبًا غرمه وه. پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”دا دے ستاسو بادشاه.“ ۱۵هغوئ چغے کړے، ”قتل ئے کړه! قتل ئے کړه! په سولئ ئے کړه!“ پيلاطوس ورته ووئيل، ”ستاسو بادشاه په سولئ کړم څۀ؟“ مشرانو کاهنانو جواب ورکړو چه ”زمُونږ خو دَ قيصر نه بغير بل بادشاه نِشته.“ ۱۶نو دَ دے نه پس ئے عيسىٰ هغوئ ته دَ سولئ کولو دَ پاره په حواله کړو.

دَ عيسىٰ په سولئ کول

متى ۲۷ :  ۳۲ ـ ۴۴، مرقوس ۱۵ :  ۲۱ ـ ۳۲، لُوقا ۲۳ :  ۲۶ ـ ۴۳

نو هغوئ عيسىٰ ونيوو. ۱۷اَؤ هغۀ خپله سولئ په خپله پورته کړے وه، بهر راووتو اَؤ کپرئ نُومے ځائے ته راغلل چه په عبرانى ژبه کښے ورته ګولګتا وائى. ۱۸هلته هغوئ عيسىٰ په سولئ کړو اَؤ ورسره ئے دوه نور هم يو ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته، اَؤ عيسىٰ په مينځ کښے. ۱۹اَؤ پيلاطوس يوه کتبه وليکله اَؤ دَ سولئ سره ئے وتړله چه دا پرے ليک وُو. ”عيسىٰ ناصرى دَ يهوديانو بادشاه.“ ۲۰ډيرو يهوديانو دا کتبه ولوستله ځکه چه دَ عيسىٰ دَ سولئ کولو ځائے دَ ښار نه لرے نۀ وو، اَؤ هغه کتبه په عبرانئ، لاطينئ اَؤ يُونانئ ژبه کښے وه. ۲۱بيا دَ يهوديانو مشر کاهن پيلاطوس ته ووئيل، ”تۀ دا مه ليکه چه دَ يهوديانو بادشاه، خو دا وليکه چه ئے وئيلى وُو چه زَۀ دَ يهوديانو بادشاه يم.“

۲۲پيلاطوس جواب ورکړو، ”هر څۀ چه ما ليکلى دى هغه مے ليکلى دى.“

۲۳کُومو سپاهيانو چه عيسىٰ په سولئ کړے وو هغوئ دَ هغۀ جامے واخستے اَؤ په څلور ځايه ئے وويشلے، دَ هر يو سپاهى دَ پاره يوه، اَؤ چُوغه ئے پريښوده. چُوغه ګنډلے شوے نۀ وه اَؤ ټوله يوه ټوټه اَؤدلے شوى وه.

۲۴نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مُونږ ته دا څيرے کول نۀ دى په کار، راځئ چه پرے هسک واچوو چه چا ته ملاويږى.“ دغه شان دَ صحيفے ليک دُرست ثابت شو، ”هغوئ زما جامے په خپلو کښے وويشلے اَؤ زما په چُوغه ئے هسک واچولو.“ دغه شان سپاهيانو وکړل.

۲۵خو دَ عيسىٰ دَ سولئ سره دَ هغۀ مور سره دَ خپلے خور، دَ کلوپاس ښځه مريم اَؤ مريم مګدلينى ولاړے وے. ۲۶عيسىٰ خپله مور دَ خپل خوږ مُريد سره په خوا کښے ولاړه وليده. عيسىٰ هغے ته ووئيل، ”مورے! دا ستا زوئے دے.“

۲۷اَؤ بيا مُريد ته ئے ووئيل، ”دغه ستا مور ده.“ دَ هغۀ نه پس هغه مُريد مريم کورته بوتله.

دَ عيسىٰ مسيح مرګ

متى ۲۷ :  ۴۵ ـ ۵۶، مرقوس ۱۵ :  ۳۳ ـ ۴۱، لُوقا ۲۳ :  ۴۴ ـ ۴۹

۲۸دَ دے نه پس عيسىٰ چه پوهه شو چه هر څۀ پُوره شوى دى چه دَ صحيفے ليک پُوره شى، نو وئے وئيل چه ”زَۀ تږے يم.“

۲۹هلته يو لوښے دَ سرکے نه ډک پروت وو. نو هغوئ يو اسپنج په سرکه کښے ډُوب کړو اَؤ دَ زوفا په نلکئ ئے کيښودو اَؤ دَ هغۀ شُونډو ته ئے ورورسولو. ۳۰کله چه سرکه ورته ورکړے شوه نو هغۀ ووئيل چه ”پُوره شو!“

سر ئے ټيټ کړو اَؤ مړ شو.

دَ عيسىٰ مسيح پوښتئ په نيزه وهل

۳۱چُونکه دا دَ فسح دَ تيارئ کولو ورځ وه نو يهوديانو پيلاطوس ته خواست وکړو چه په سولئ شوو پښے دِ ماتے کړے شى اَؤ مړى دِ راکُوز کړى چه دَ سبت په ورځ مړى په سولئ پاتے نۀ شى ځکه چه دا دَ سبت ډيره لويه ورځ وه. ۳۲سپاهيان هغه اول مُجرم ته ورغلل اَؤ دَ هغۀ پښے ئے ماتے کړے اَؤ بيا دَ دويم هم چه عيسىٰ سره په سولئ شوى وُو. ۳۳خو کله چه هغوئ دَ عيسىٰ خوا ته راغلل نو هغه ئے وليدو چه مړ دے، نو هغوئ دَ هغۀ پښے ماتے نۀ کړلے. ۳۴خو په سپاهيانو کښے يو دَ هغۀ پوښتئ په نيزه ووهله اَؤ سمدستى ترے دَ وينو اَؤ اوبو دارے روانے شوے. ۳۵دا دَ يو چشم ديد ګواه ګواهى ده کُومه چه پخه ده اَؤ هغه پوهيږى چه هغه رښتيا وائى چه تاسو هم پرے ايمان راوړئ. ۳۶ځکه چه دَ صحيفے دا ليک پُوره شى :  ”دَ هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“ ۳۷اَؤ بيا يو بل آيت وائى چه :  ”هغوئ به هغه سړى ته ګورى چه په نيزه ئے سُورے کړو.“

دَ عيسىٰ مسيح دفن کيدل

متى ۲۷ :  ۵۷ ـ ۶۱، مرقوس ۱۵ :  ۴۲ ـ ۴۷، لُوقا ۲۳ :  ۵۰ ـ ۵۶

۳۸دَ هغے نه پس يُوسف چه دَ اريمتيه وو اَؤ هغه دَ عيسىٰ يو مُريد وو خو په پټه ځکه چه هغه دَ يهوديانو نه ويريدو، هغۀ پيلاطوس ته خواست وکړو چه ما له دَ عيسىٰ لاش دَ سولئ نه دَ وړلو اِجازت راکړه. اَؤ پيلاطوس اِجازت ورکړو، نو ځکه يُوسف ورغے اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے يوړو. ۳۹دَ هغۀ سره نيکوديموس نومے سړے هم ملګرے شو څوک چه عيسىٰ له دَ شپے ورغلے وو، اَؤ قريبًا دَ پنځوس سيره عُودو سره ئے لُوبان ګډ کړى راوړل. ۴۰هغوئ دَ عيسىٰ لاش واخستو اَؤ دَ خوشبُويو سره ئے دَ لټے په کفن کښے دَ يهوديانو دَ رواج په مُطابق ونغښتو. ۴۱کُوم ځائے کښے چه هغه په سولئ کړے شوے وو هلته کښے يو باغ وو اَؤ په باغ کښے دَ ننه يو نوے قبر وو چه لا په کښے څوک ښخ کړے شوے نۀ وو. ۴۲هر کله چه دغه قبر نيزدے وو اَؤ بله ورځ دَ سبت ورځ وه ځکه چه هغوئ عيسىٰ دغلته وسپارلو.