|
|
|
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرےاول بابکلام جُسه شو۱په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو، ۶يحيىٰ نومے يو سړے دَ خُدائے له طرفه راغے. ۱۰هغه په دُنيا کښے وو اَؤ دُنيا دَ هغۀ په وسيله په وجُود کښے راغله خو دُنيا هغه ونۀ پيژندلو. ۱۴نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى. ۱۵يحيىٰ دَ هغۀ په حق کښے شاهدى وکړله. هغۀ په چغو ووئيل چه ”دا هغه سړے دے چه ما ئے ذکر کړے وو يعنے دا چه هغه څوک چه له ما نه وروستو راځى هغه له ما نه وړُومبے شو، زَۀ چه پيدا کيدم نو هغه وو.“ ۱۶ځکه چه مُونږ ټولو دَ هغۀ دَ کُلهمى معمُورتيا نه په فضل باندے فضل ومُوندلو. دَ يحيىٰ ګواهى(متى ۳ : ۱ ـ ۱۲، مرقوس ۱ : ۱ ـ ۸، لُوقا ۳ : ۱ ـ ۱۸)۱۹دَ يحيىٰ ګواهى دا وه، کله چه يهوديانو له بيتُ المُقدس نه کاهنان اَؤ ليويان دَ دے تپوس دَ پاره وروليږل چه دا معلُومه کړى چه تۀ څوک يئے؟ ۲۰هغۀ اِقرار وکړو اَؤ اِنکار ئے ونۀ کړو، خو اِقرار ئے وکړو چه ”زَۀ مسيح نۀ يم.“ ۲۱هغوئ ترے تپوس وکړو چه ”بیا نو تهٔ څه یۓ؟ تهٔ الیاس یۓ څهٔ؟“ هغه جواب ورکړو چه ”نه، زهٔ هغهٔ هُم نه یم.“ ”تۀ هغه نبى يئے څۀ چه مُونږ ئے په اِنتظار کښے يُو؟“ هغۀ ځواب ورکړو چه ”نه.“ ۲۲هغوئ بيا تپوس وکړو چه ”بيا نو تۀ يئے څوک؟ ځکه چه مُونږ چا را استولى يُو هغوئ له جواب ورکړُو. تۀ دَ خپل ځان په حقله څۀ وايئے؟“ ۲۳هغۀ ورته جواب ورکړو چه ”زَۀ په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز يم چه : ”دَ مالِک لار نيغه کړئ،“ لکه چه يشعياه نبى وئيلى وُو.“ ۲۴ځنے فريسيان چه په جرګه کښے راغلى وُو ۲۶يحيىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ په اوبو بپتسمه ورکوم خو ستاسو په مينځ کښے يو کس ولاړ دے چه تاسو هغه نۀ پيژنئ، ۲۸دا خبرے په بيت عنياه کښے وشوے چه دَ اُردن بلے غاړے ته دے، چرته چه يحيىٰ بپتسمه ورکوله. دَ خُدائے ګډُورے۲۹بله ورځ يحيىٰ وليدل چه عيسىٰ هغه طرف ته راځى. هغۀ ووئيل چه ”وګورئ! دَ خُدائے ګډورے چه دَ دُنيا ګُناه په ځان وړى! ۳۲يحيىٰ دا ګواهى هم وکړله چه ”ما رُوحُ القُدس دَ آسمان له مخے لکه دَ يوے کونترے په شان په راکُوزيدو وليدلو چه په هغۀ نازل شو. دَ عيسىٰ وړُومبى مُريدان۳۵په بله ورځ يحيىٰ دَ خپلو مُريدانو سره ولاړ وو ۳۷دوؤ مُريدانو دَ هغۀ دا خبره واؤريده اَؤ په عيسىٰ پسے روان شول. هغوئ ووئيل، ”اُستاذه! تۀ کُوم ځائے پاتے کيږے؟“ ۳۹عيسىٰ جواب ورکړو چه ”راځئ اَؤ وګورئ،“ اَؤ هغوئ دَ هغۀ سره لاړل اَؤ هغه ځائے وليدو چرته چه هغه پاتے کيدو اَؤ هغه ورځ ئے دَ هغۀ سره تيره کړله اَؤ دَ څلورو بجو دَ مازيګر وخت وو. ۴۰دَ يحيىٰ دَ وينا نه پس چه په عيسىٰ پسے تلى وُو په دغه دوؤ کښے يو اندرياس دَ شمعُون ورور وو. هغۀ ورته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”تۀ دَ يوحنا زوئے شمعُون يئے، تا ته به کيفا وئيلے کيږى، يعنے پطروس چه معنىٰ ئے ګټه ده.“ فيليپوس اَؤ نتانى ايل ته بلل۴۳بله ورځ عيسىٰ ګليل ته دَ تلو نيت وکړو. په لارے ورته فيليپوس مخے له ورغے. عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه ”ما پسے راځه.“ ۴۷کله چه عيسىٰ نتانىايل په راتلو وليدلو نو وئے وئيل، ”دا يو رښتينے اِسرائيلى دے، په دَۀ کښے هيڅ ټګى نِشته.“ ۴۸نتانىايل ترے تپوس وکړو، ”دا زَۀ دِ څنګه وپيژندلم؟“ عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”ما تۀ دَ انځر دَ ونے لاندے هغه وخت ليدلے وے چه لا فيليپوس تۀ نۀ وے بللے.“ ۴۹نتانىايل ووئيل، ”اُستاذه! تۀ دَ خُدائے زوئے يئے اَؤ تۀ دَ اِسرائيلو بادشاه يئے.“ ۵۰عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا ستا دَ ايمان دَ راؤړو دغه وجه ده چه ما دَ اِنځير دَ ونے لاندے وليدے؟ تۀ به دَ دے نه هم لوئے لوئے څيزُونه ووينے.“ |
|