د حضرت ايُوب کِتاب

نهم باب

د حضرت ايُوب جواب

۱نو ايُوب ورته په جواب کښې ووئيل: ۲”په حقيقت کښې ما ته پته ده چې دا هم داسې ده، خو بنى آدم د خُدائ په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟ ۳که يو کس د هغۀ سره لانجه کول وغواړى، نو هيڅ څوک به د هغۀ د زرګونو سوالونو نه د يو جواب هم ورنۀ کړى. ۴ځکه چې هغه زورور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اُوچتوى. ۵هغه ناڅاپه غرونه خوزوى، او په غصه کښې يې تباه کوى، ۶څوک چې په زمکه زلزله راولى، او د دې بنيادونه خوزوى، ۷که هغه حُکم وکړى نو نمر به راونۀ خېژى، او ستورى به ونۀ ځلېږى، ۸چا چې يواځې آسمانونه خوارۀ کړى دى چا چې د سمندر چپې ايسارې کړى دى، ۹چا چې ټول ستورى جوړ کړى دى. په دې کښې دب اکبر، جبار او ثريا او جنوبى ستورى هم شامل دى. ۱۰څوک چې د عقل نه بهر لوئ لوئ کارونه کوى، او بې شمېره عجيبه عجيبه کارونه کوى. ۱۱ګوره، هغه زما نه تېر شو، خو زۀ هغه نۀ وينم، هغه تېرېږى، خو زۀ د هغۀ په تلو نۀ پوهېږم. ۱۲چې هغه روح وباڅى نو څوک يې منع کولے شى؟ څوک دا جرأت کولے شى چې ورته ووائى چې تۀ څۀ کوې؟ ۱۳خُدائ پاک به د خپلې غصې نه نۀ اوړى، هغۀ سمندرى بلاګانې هم د پښې لاندې چخڼى کړى دى. ۱۴نو زۀ څوک يم چې هغۀ له جواب ورکړم، او زۀ څوک يم چې د هغۀ سره بحث وکړم؟ ۱۵اګر چې زۀ بې ګناه يم او زۀ هغۀ له جواب نۀ شم ورکولے، زۀ خپل قاضى ته صِرف د رحم درخواست کولے شم. ۱۶که ما هغۀ ته آواز وکړو او هغۀ جواب راکړو، نو زما يقين نۀ دے چې هغه به زما فرياد واورى. ۱۷ځکه چې هغۀ زۀ په طوفان وهلے يم، اوهغه بار بار ما زخمى کوى، ۱۸هغه به ما ساه اخستو ته پرې نۀ ږدى، خو زما ژوند به د غمونو نه ډک کړى. ۱۹که دا د زور خبره وى، نو هغه طاقتور دے! که دا د اِنصاف خبره وى، نو هغه عدالت ته څوک راغوښتے شى؟ ۲۰اګر چې زۀ بې ګناه يم، خو زما خپله خولهٔ به ما مجرِم کړى، اګر چې زۀ بې داغه يم، خو خپله خولهٔ به ما ګناهګار ثابِتوى. ۲۱زۀ بې داغه يم، زۀ خپل ځان هم نۀ پېژنم، زۀ خپل ژوند ته سپک ګورم. ۲۲ګناهګار او بې ګناه ټول د خُدائ پاک په نظر کښې يو شان دى نو ځکه زۀ وايم، هغه بې داغه او بدکاره دواړه تباه کوى. ۲۳کله چې آفت ناڅاپه مرګ راولى، نو هغه د بې ګناه په غم پورې ټوقې کوى. ۲۴ټوله دنيا د بدکاره په لاس کښې ورکړے شوې ده، خُدائ پاک د قاضيانو سترګې پټوى، که هغه دا نۀ کوى نو بيا يې څوک کوى، او دا څوک دے؟ ۲۵زما ژوند د منډه وهُونکى نه تېز دے، دا په منډه راوان دے او هيڅ خوشحالى ورته نۀ ملاوېږى. ۲۶زما ژوند د تېزې کشتۍ په شان روان دے، داسې لکه چې باز په ښکار باندې غوټه شى. ۲۷که اراده وکړم چې خپل شکايت پرېږدم، نو زۀ به خپل خفګان په خوشحالۍ بدل کړم، ۲۸زۀ د خپلو ټولو تکليفُونو نه يرېدلے يم، ځکه چې ما ته پته ده چې تاسو به ما ته بې ګناه نۀ وايئ. ۲۹چې زۀ مجرِم ګنلے شم، نو زۀ بيا بې فائدې خوارى ولې کوم؟ ۳۰که زۀ خپل ځان په واوره ووينځم او خپل لاسونه په صابون پاک کړم، ۳۱خو تۀ به ما يوې ګنده کندې ته وروغورزوې، او زما خپلې جامې به زما نه نفرت کوى. ۳۲هغه زما په شان فانى انسان نۀ دے، نو ځکه نۀ ورسره بحث کولے شم او نۀ يې د جرګې ځائ ته بوتلے شم. ۳۳زمونږ په مينځ کښې روغه کوُونکے نشته، چې هغه زمونږ دواړو روغه جوړه وکړى. ۳۴که مينځګړے ما د خُدائ پاک د سزا نه بچ کړى نو زۀ به بيا په يره کښې ژوند نۀ تيروم. ۳۵بيا به زۀ ډاډه خبرې کوم چې د هغۀ يره زما په زړۀ کښې نۀ وى خو چې تر څو پورې دا يره وى نو زۀ نۀ شم کولے.