د حضرت ايُوب کِتاب

اتم باب

د بِلداد وېنا

۱بيا بِلداد شوحى ووئيل: ۲”تر څو پورې به تۀ دا خبرې کوې، او دا بک بک به جارى ساتى؟ ۳خُدائ پاک د اِنصاف نه نۀ اوړى. او د خُدائ تعالىٰ کارونه همېشه په حقه وى. ۴که ستاسو بچو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وى، نو هغوئ ته به د هغې بدله مِلاو شوې وى. ۵که تۀ خُدائ پاک ولټوې او خُدائ تعالىٰ ته په دعا کښې سوال وکړې، ۶که تۀ صفا او صادق يې، نو هغه به په خپله راپاڅى او هغه به تا له خپل صحيح مقام واپس درکړى. ۷اګر چې ستا شروع معمولى شان وه، خو په مستقبل کښې به مالدار شې. ۸معلوماتو دپاره مخکښينو نسلونو نه تپوس وکړه، او د هغوى چې کومې تجربى دى په هغې غور وکړه. ۹ځکه چې مونږ پرون پېدا شوى يُو او مونږ ته هيڅ پته نۀ لږى، ځکه چې په زمکه باندې زمونږ وخت د سورى په شان روان دے. ۱۰خو پريږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه. ۱۱چرته چې اوبۀ نۀ وى نو هلته لوښه نۀ راکېږى، دا د اوبو نه بغېر نۀ کېږى. ۱۲او دا لا شنه وى او رېبلے شوى نۀ وى، خو د نورو واښو نه زر وچيږى. ۱۳نو چې څوک خُدائ پاک هېروى نو د هغوئ هم دغه لار ده، چې څوک د خُدائ نه منکر وى نو د هغوئ اُميد به ختم شى. ۱۴د هغوئ ايمان نازک وى، د هغوئ يقين د جولا د جالې په شان وى. ۱۵چې څوک په دې جاله يقين کوى نو هغوئ ته به دا جاله ټينګه نۀ شى، که څوک ورپورې ځان وتړى، نو دا به يې برداشت نۀ کړى. ۱۶منکر کسان داسې ښکارى چې په نمر کښې رازرغون وى، او د دې څانګې په باغ کښې خورې ورې وى. ۱۷د هغوئ جرړې د کاڼو د ډېرى نه تاوېږى، او دا کاڼى کلک نيسى. ۱۸خو که هغوئ د خپل ځائ نه لرې کړے شى، نو بيا به هغوئ اِنکار وکړى چې مونږ تۀ نۀ يې ليدلے. ۱۹ګوره، د هغوئ خوشحالى به د لږ وخت دپاره وى، خو نور بوټى راشنۀ شى او د دې ځائ ونيسى. ۲۰ګوره، خُدائ پاک به يو بې داغه کس نۀ رد کوى، او نۀ به د بدعمله خلقو مدد وکړى. ۲۱هغه به تاسو له خوشحالى درکړى، او ستاسو خولې به د خندا نۀ ډکې کړى. ۲۲چې څوک ستا نه نفرت کوى نو تۀ به يې په شرم وشرموې، او د بد کارانو کور به تباه شى.“