د حضرت ايُوب کِتاب

اوؤم باب

د حضرت ايُوب وينا: زما تکليفُونه نۀ ختمېدونکى دى

۱بنى آدم په دنيا کښې سخت محنت نۀ کوى څۀ، او د هغوئ ژوند د مزدور په شان نۀ دے څۀ؟ ۲لکه چې غلامان د سورى په آرمان وى، او لکه مزدوران د خپلې تنخواه په طمع وى. ۳په مياشتو مياشتو زما څۀ مقصد نشته، او د غم شپې ما له راکړے شوى دى. ۴کله چې زۀ څملم نو وايم چې، زۀ به کله پاڅېږم؟ خو شپه اُوږده وى، او تر سحر پورې په کټ کښې اوړم را اوړم. ۵زما بدن د دانو او چينجو نه ډک دے، زما څرمن سخا شى او بيا وشلېږى. ۶زما عُمر د سيلۍ په شان تېز روان دے، او په نااُميدۍ کښې ختمېږى. ۷ياد ساته چې زما ژوندصرف يوه ساه ده، او زما سترګې به بيا هيڅ کله ښۀ ورځ ونۀ ګورى. ۸تۀ ما اوس وينې خو بيا به مې ونۀ ګورې، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به نۀ يم. ۹لکه څنګه چې وريځ کمه شى او فنا شى، نو چې څوک لاندې قبر ته لاړ شى نو هغه ترې نه بيا هيڅ کله نۀ شى راختلے، ۱۰هغوئ بيا واپس خپلو کورونو ته نۀ شى راتلے، او هغوئ به هيڅ کله نۀ ښکارى. ۱۱نو په دې وجه زۀ به خپله خولهٔ نۀ بندوم، زۀ به د خپل زړۀ د درد اظهار کوم، زما زړۀ د غصې نه تاو کړے دے. ۱۲زۀ سمندرى بلا يم څۀ؟ چې ما د نظر لاندې ساتى؟ ۱۳زۀ د دې دپاره څملم چې آرام وکړم، د دې دپاره چې د درد نه خلاص شم. ۱۴نو تۀ بيا ما په خوبونو کښې يروې او په تصور کښې مې يروې، ۱۵نو زما دپاره د ساه بنديدل ښۀ دى، د داسې کړاو نه په مرګ خوشحال يم. ۱۶زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به همېشه ژوندې نۀ يم. په دې لنډ تنګ ژوند کښې ما پرېږده. ۱۷بنى آدم څۀ څيز دے، چې تۀ يې دومره خاص ګڼې، چې تۀ هغوئ ته دومره توجو ورکوې، ۱۸هر سحر يې معائنه کوې، او هر وخت هغوئ معلوموې؟ ۱۹تۀ به ماله د يوې لحظې موقع رانۀ کړې چې ساه پکښې واخلم؟ ۲۰اے د بنيادمو ليدونکيه! که زۀ ګناه کوم، نو په تا باندې څۀ اثر کوى؟ تا زۀ ولې په نښه کړے يم؟ زۀ په تا باندې بوج جوړ شوے يم څۀ؟ ۲۱تۀ زما غلطيانې ولې نۀ معاف کوې او زما ګناه ولې نۀ لرې کوې؟ زۀ به ډېر زر په لحد کښې پروت يم، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به مړ يم.“