د حضرت ايُوب کِتاب

شپږم باب

د حضرت ايُوب خپل شکايت صحيح ګڼل

۱‏-۲ايُوب جواب ورکړو: ”زما غم تللے شوے دے، او زما ټول مصيبتُونه په تله کښې اچولے شوى دى! ۳ځکه چې دا به د سمندر د شګو نه درانۀ وى، نو په دې وجه زما خبرې ګډې وډې وې. ۴ځکه چې زۀ د خُدائ تعالىٰ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خورېږى، د خُدائ پاک آفتونه په ما باندې راروان دى. ۵ولې زۀ د شکايت کولو حق نۀ لرم؟ ولې ځنګلى خرونه او غوَيى آواز نۀ کوى څۀ چې کله هغوئ خوراک نۀ لرى؟ ۶چې څۀ څيز بې خونده وى نو هغه د مالګې نه بغېر خوړلے شى څۀ، يا د هګۍ په سپينو کښې څۀ مزه شته؟ ۷کله چې زۀ دې ته وګورم نو زما لوږه ختمه شى، په داسې خوراک زۀ بېمارېږم. ۸کاش چې زما خواست منظُور شى، او خُدائ پاک زما خواهِش پوره کړى، ۹زړۀ مې غواړى چې تباه مې کړى، او چې هغه خپل لاس رااُوږد کړى او ما ووژنى. ۱۰دا به زما دپاره تسلى وى، زۀ به په بې رحمه درد کښې هم خوشحاله يم، ځکه چې ما به بيا هم د مقدسې هستۍ د خبرو نه اِنکار نۀ وى کړے. ۱۱زما دومره طاقت نشته چې زۀ دا برداشت کړم؟ او چې زما څۀ اُميد نشته نو بيا زۀ ژوندې ولې يم؟ ۱۲زما طاقت لکه د کاڼو دے څۀ؟ زما بدن د اوسپنې نه جوړ دے څۀ؟ ۱۳په حقيقت کښې زۀ د خپل ځان سره د مدد کولو وس نۀ لرم، او خلاصُون زما نه تلے دے. ۱۴يو کس له په کار وى چې په خپل کمزورى دوست باندې رحم وکړى، خو تاسو سره د خُدائ تعالىٰ يره نۀ وى او په ما اِلزام لګوئ. ۱۵زما وروڼو تاسو زما سره د خوړ په شان دوکه بازى کوئ چې کله باران نۀ وى نو دا اوچ شى. ۱۶چې د وېلې شوې واورې د اوبو نه ډک وى. ۱۷خو د ګرمۍ په وخت کښې دا اوبۀ اوچې شى، کله چې ګرمى شى، نو دا فنا شى. ۱۸د اوبو لټولو دپاره قافلې خپلى لارې بدلې کړى، خو د څښلود پاره اوبۀ نۀ وى، نو هغوئ مړۀ شى. ۱۹د تيما قافلې دا اوبۀ لټوى، او د شيبا مسافر دا اُميد لرى چې اوبۀ به پېدا کړى. ۲۰د قافلې يقين وى چې هغوئ به اوبۀ پېدا کړى، خو چې کله هلته ورسېږى نو هغوئ مايُوسه شى او اُميد يې ختم شى. ۲۱اوس تاسو هم د دې اوچ خوړ په شان يئ چې د هيڅ کار نۀ دے، تاسو زما مصيبت وليدلو او ويرېدئ. ۲۲ولى ما وئيلى دى څۀ، چې ما له تُحفه راکړئ؟ يا مې د پيسو دپاره تا ته کله منت کړے دے څۀ؟ ۲۳يا دا چې د دشمن د لاس نه مې بچ کړئ؟ يا د ظالِمانو نه مې خلاص کړئ؟ ۲۴ما ته وښايئ او زۀ به خاموش شم، ما پوهه کړئ چې زۀ څنګه په غلطه يم. ۲۵رښتيا خبرې څومره د درد نه ډکې وى! خو ستاسو د دې بحث نه مطلب څۀ دے؟ ۲۶ستاسو خيال دا دے څۀ چې زما خبرې به صحيح کړئ، او د نا امېده سړى خبرې بې مطلبه ګڼئ؟ ۲۷تاسو به يتيمان هم خرڅ کړئ، او تاسو به د خپل دوست په سر هم پېسې واخلئ. ۲۸خو اوس ما ته وګورئ، ولې زۀ به تاسو ته دروغ وايم څۀ؟ ۲۹خپل سوچ بدل کړئ او بې اِنصافه مۀ جوړېږئ، داسې وګڼئ چې زۀ په حقه يم. ۳۰ستاسو څۀ خيال دے زۀ دروغ وايم څۀ؟ ستاسو په خيال کښې زۀ په رښتيا او دروغو کښې فرق نۀ شم کولے.