د حضرت ايُوب کِتاب

پينځم باب

۱آواز وکړه، داسې څوک شته چا تا له جواب درکړى؟ داسې يوه فرِښته شته څۀ چې د هغې نه مدد وغواړې؟ ۲په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، اوحسد ساده خلق وژنى. ۳ما دا ليدلى دى چې څۀ کم عقل خلق د لږ وخت دپاره کامياب وى، خو بيا ناڅاپه تباهى ورباندې راشى. ۴د هغوئ بچو دپاره به د پناه هيڅ امکان نۀ وى، او داسې به څوک نۀ وى چې په عدالت کښې يې خلاص کړى. ۵اوږى خلق د کم عقلو فصلونه خورى، که د هغۀ د پټو نه د حِفاظت دپاره آزغى هم تاو وى، لالچى خلق د هغوى دولت ختم کړى. ۶ځکه چې خفګان د زمکې نه نۀ راځى، او نۀ مصيبت د زمکې نه پېدا کېږى، ۷خو انسانان د مصيبت دپاره داسې پېدا شوى دى لکه چې د اور بڅرى بره الوځى. ۸که زۀ ستا په ځائ وے نو ما به خُدائ پاک لټولے، او خُدائ پاک ته به مې فرياد اورولے. ۹هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهېږى، هغه بې شمېره عجيبه کارونه کوى. ۱۰هغه په زمکه باندې باران وروى او هغه پټو ته اوبۀ رالېږى، ۱۱چې څوک غريب وى نو خُدائ پاک يې مالداره کړى، او چې څوک غمژن وى نو خوشحالى ورکړى. ۱۲هغه د چالاکو منصُوبې ګډې وډې کړى، نو داسې د هغوئ په لاس کښې هيڅ کاميابى نۀ راځى. ۱۳هغه هوښيار د خپلې چالاکۍ په جال کښې راګېروى، اوچالاک خلق زر فنا شى. ۱۴د ورځې په وخت په هغوى تيارۀ راشې او د غرمې په وخت داسې تيندکونه خورى لکه چې شپه وى. ۱۵خو هغه ضرورت مند خلق د مرګ نه بچ کوى، او د زورَور د زور نه يې بچ کوى. ۱۶نو چې غريبانان اُميد ولرى، او د بې اِنصافه خلقو خولې بندې کړے شى. ۱۷چې خُدائ پاک څوک ټيک کړى نو هغوى څومره خوشحاله وى، نو په دې وجه د خُدائ تعالىٰ تربيعت ته سپک مۀ ګورئ. ۱۸که هغه زخمى کول کوى، نو هغه يې مرهم پټۍ هم کوى، که هغه وهل کوى، نو د هغۀ لاسونه يې عِلاج هم کوى. ۱۹هغه به تاسو د شپږو آفتُونو نه بچ کوى، او په اوؤم کښې به تاسو ته هيڅ نقصان نۀ رسېږى. ۲۰په قحط کښې به هغه تاسو د مرګ نه په بيعه واخلى، او په جنګ کښې به مو د مرګ نه بچ کړى. ۲۱تاسو به د سپکو خبرو نه بچ شئ، او چې کله تباهى راځى نو تاسو به نۀ يرېږئ. ۲۲په تباهۍ او قحط پورې به تاسو خندا کوئ، او د زمکې د ځنګلى ځناورو نه به نۀ يرېږئ. ۲۳تاسو چې کوم پټى کَرئ نو په هغې کښې به کاڼى نۀ وى، او ځنګلى ځناور به په تاسو حمله نۀ کوى. ۲۴تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو کور محفُوظ دے، تاسو به وګورئ چې ستاسو د رَمو نه به هيڅ ورک نۀ وى. ۲۵تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو اولاد به ډېر وى، داسې بې شميره لکه په زمکه چې واښۀ وى. ۲۶تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډئ درمند ته په خپل موسم کښې راځى. ۲۷ګوره، زمونږه چې د عمر په حقله کومه تجربه ده، دا حقيقت دے. دا نصيحت واوره او په دې باندې عمل وکړه.“