د حضرت ايُوب کِتاب

څلورم باب

د اليفز خبرې

۱بيا تيمانى اليفز په جواب کښې ووئيل: ۲”که څوک تا ته يوه خبره وکړى نو تۀ به خفه کېږې څۀ؟ خو د خبرو نه څوک ځان منع کولے شى؟ ۳ګوره، تا ډېرو خلقو ته ښودنه کړې ده، تا کمزورى لاسونه تکړه کړى دى. ۴ستا ډاډګيرنې خلق په خپلو پښو اودرولى دى. کوم خلق چې په غورزېدو وُو هغوى يې نېغ کړى دى. ۵خو اوس مصيبت په تا باندې راغلے دے او تۀ وارخطا يې، چې دا تا له درنزدې شى نو تۀ پرېشانه شې. ۶ستا اعتماد د خُدائ پاک يره نۀ ده څۀ، او ستا نېک عمل تا له اُميد نۀ درکوى؟ ۷اوس دا سوچ وکړه، داسې څوک شته چې بې ګناه وى او تباه شى؟ او داسې څوک صادق شته چې تباه شوے وى؟ ۸چې څومره ما ته پته ده، چې چا دا بې اِنصافى کړې ده چې چا مصيبت کَرلے دے، نو هغۀ مصيبت رېبلے دے. ۹د خُدائ پاک د ساه په ذريعه هغوئ سزا موندلې ده، او د هغۀ د غصې د زور په وجه هغوئ تباه شوى دى. ۱۰بدعمله د ازمرى په شان غړمبېږى، خو خُدائ پاک هغوئ غلى کوى او غاښُونه يې ماتوى. ۱۱لکه چې تکړه ازمرے د ښکار د کمى په وجه هلاکېږى، او د دې واړۀ بچى خوارۀ‌وارۀ شى. ۱۲اوس ما ته پټ پټ يو خبر راغلو، او زما غوږُونو ته د دې غلے شان آواز راغلو. ۱۳په نيمه شپه ما يو يروُونکے خوب وليدو، دا په هغه وخت وو چې خلق په دروند خوب اُودۀ وُو، ۱۴يره او لړزان په ما باندې راغلل، چې دې زما ټول بدن وښوزولو. ۱۵يو روح زما په وړاندې تېر شو او زما په بدن وېښتۀ نېغ ودرېدل. ۱۶هغه روح ولاړ وو، خو ما ته پته نشته چې دا څۀ وُو. زما د سترګو په وړاندې يو شکل وو، هر څۀ خاموش وُو، بيا ما يو آواز واورېدو: ۱۷ولى انسان کولے شى چې د خُدائ پاک په وړاندې صادق شى څۀ؟ ولې انسان د خالِق نه زيات پاک کېدے شى؟ ۱۸تر دې پورې چې هغه په خپلو خِدمت‌ګارانو باندې هم اعتماد نۀ کوى، او هغه د خپلو فرښتو کار ته هم غلط وائى، ۱۹نو هغه به په انسان باندې څومره کم اعتماد وکړى څوک چې د خاورې نه جوړ وى. نو څوک چې د خاورى نه جوړ وى هغه به د پتنګ په شان به په آسانۍ زرې زرې شى. ۲۰سحر روغ وى او ماښام مړ شى. او څوک هم پرې خبر نۀ شى او د همېشه دپاره تباه شى. ۲۱د هغوئ نه خپل ټول مال اخستے شوے دے، هغوئ په جاهليت مړۀ شى.