د حضرت ايُوب کِتاب

دريم باب

د حضرت ايُوب د خپل پېدا کيدو په ورځ باندې لعنت وئيل

۱د هغې نه پس ايُوب خبرې شروع کړې او چې په کومه ورځ باندې هغه پېدا شوے وو په هغې يې لعنت ووئيلو. ۲ايُوب ووئيل: ۳”هغه ورځ دې تباه شى چې په کومه ورځ باندې زۀ پېدا شوے وم او چې په کومه شپه زۀ د مور په ګېډه شوے وم نو هغه شپه د‌ې لعنتى شى. ۴هغه ورځ دې تکه توره شى! لوئ خُدائ پاک دې پرې نظر نۀ اچوى، او رڼا دې پرې نۀ راولى. ۵توره دې شى او تکه توره تيارۀ دې پرې راشى. وريځې دې ورباندې پاتې شى، د هغه ورځې تيارۀ دې دا ويروى. ۶تکه توره تيارۀ دې هغه شپه قابو کړى! هغه دې بيا هيڅ کله د کال په ورځو کښې نۀ شى شمېرلے او په يوه مياشت کښې دې هم حِساب نۀ کړے شى. ۷او هغه شپه دې شنډه شى، په هغه شپه کښې دې هيڅ خوشحالى نۀ وى. ۸لعنت ويُونکى دې هم په هغه ورځ لعنت ووائى، هغه څوک چې په سمندرى بلاګانو راويښولو کښې ماهِر وى. ۹د دې د سحر ستورى دې تور شى، هغه دې د رڼا په طمع وى، خو مِلاو دې ورته نۀ شى، دا دې په سحر کښې د نمر شغلې ونۀ وينى، ۱۰لعنت دې وى په هغه شپه چې زما د مور حمل يې کېدو ته پرېښودو، او زۀ يې د دې ټولو مصيبتونو دپاره پېدا کړم. ۱۱زۀ د پېدا کېدو په وخت ولې مړ نۀ شوم، او د زېږېدنې په وخت مردار ولې نۀ شوم؟ ۱۲زۀ ولې د مور په غيږ کښې وم، هغې ولې ما له سينه راکړې ده؟ ۱۳که زۀ مړ وے نو خاموش به وے، زۀ به اُودۀ وے، او زۀ به په آرام وے ۱۴د دنيا د بادشاهانو او وزيرانو سره چې هغوئ د خپل ځان دپاره محلونه جوړ کړى وُو او اوس ترې نه کنډرات جوړ دى، ۱۵يا د شهزادګانو سره چې د هغوئ سره سرۀ زر وى، چې هغوئ خپل کورونه د سپينو زرو نه ډکوى. ۱۶يا زۀ د مړ پېدا شوى ماشوم په شان ولې ښخ نۀ شوم، د هغه ماشوم په شان چې رڼا يې هيڅ کله نۀ وى ليدلې؟ ۱۷چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخِر کښې آرام مومى. ۱۸چرته چې قېديان هم په آرام وى، او هغوئ د ظالِمانو آواز نۀ آورى. ۱۹غټ او واړۀ هلته دى، او غلامان د خپلو نېکانو نه آزاد دى. ۲۰چې څوک په مصيبت کښې وى هغه ولې ژوندى پرېږدى، او چې د چا ژوند د غمونو نه ډک وى نو هغۀ له ژوند ولې ورکوى؟ ۲۱چې څوک مرګ غواړى، هغۀ له نۀ راځى، هغوئ دا د پټې خزانې نه زيات لټوى، ۲۲کله چې هغوئ مړۀ شى نو ډېر خوشحاله شى، او چې کله قبر له لاړ شى نو هغوئ خوشحاله شى. ۲۳چې څوک لار نۀ شى ليدلے نو هغۀ له رڼا ولې ورکولے شى، څوک چې خُدائ پاک راګېر کړے وى. ۲۴ځکه چې د روټۍ په ځائ ما ته اسويلى راځى، او زما فريادونه د اوبو په شان تويَولے شى. ۲۵چې زۀ د څۀ نه يرېږم نو هغه په ما راځى، او چې د څۀ نه يرېږم نو هغه په ما راغورزېږى. ۲۶زۀ په آرام نۀ يم او نۀ زۀ خاموش يم، زۀ پرېشان يم، خو زما مصيبت نۀ ختمېږى.“