د حضرت ايُوب کِتاب

دويم باب

د شېطان د حضرت ايُوب بيا آزمېښت اخستل

۱يو ځل آسمانى مخلوق راغلو چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شيطان هم د هغوئ سره راغلو. ۲مالِک خُدائ شيطان ته ووئيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شيطان ووئيل، ”زۀ په زمکه ګرځېدم راګرځېدم.“ ۳نو مالِک خُدائ شيطان ته ووئيل، ”ستا زما د خِدمتکوُونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ په زمکه باندې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى. هغه تر اوسه پورې په خپل صداقت کښې قائم دے، اګر چې تا زۀ د هغۀ خِلاف لمسولم، چې بغېر د څۀ وجې نه يې په غضب آخته کړم.“ ۴بيا شيطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”خلق د خپل ژوند بچ کولو دپاره هر څۀ ورکوى. ۵خو که د هغۀ په بدن باندې تکليف راولې، نو هغه به ستا په حضُور کښې په تا لعنت ووائى.“ ۶نو مالِک خُدائ شيطان ته ووئيل، ”بالکل ټيک ده هغه ستا په اِختيار کښې د‌ے خو هغه ژوندې پرېږده.“ ۷نو شيطان د مالِک خُدائ د حضُور نه لاړو او په ايُوب باندې يې د سر نه تر پښو پورې خرابې دانې راوخېژولې. ۸نو ايُوب د خاورې د مات لوښى يوه ټوټه واخستله او ځان يې ورباندې ګرولو او په ايرو باندې کښېناستو چې خپل خفګان څرګند کړى. ۹نو ايُوب ته خپلې ښځې ووئيل، ”تر اوسه پورې تۀ لا په خپل صداقت کښې قائم يې؟ په خُدائ پاک لعنت ووايه او مړ شه.“ ۱۰خو هغۀ خپلې ښځې ته ووئيل، ”تۀ خو لکه د کم عقلى ښځې په شان خبرې کوې، ولى مونږ به د خُدائ د طرفه صرف ښۀ څيزُونه اخلو څۀ او هيڅ کله به ترې نه بد نۀ اخلو؟“ خو د دې ټولو خبرو باوجود ايُوب د خُدائ پاک خِلاف يوه خبره هم ونۀ کړه.

د ايُوب درې ملګرى

۱۱نو چې کله د ايُوب درې ملګرى د هغه ټولو مصيبتونو نه خبر شول کوم چې په ايُوب باندې راغلى وُو، نو هغوئ هر يو د خپل خپل کور نه روان شول هغوئ په يو ځائ ايُوب له ورغلل چې د تسلۍ خبرې ورته وکړى. د هغوئ نومونه دا دى: د تيمان نه اليفز، د شوحى نه بِلداد، د نعماتى نه ضوفر. ۱۲کله چې هغوئ ايُوب د لرې نه وليدلو، نو هغه د پېژندګلو نه وتے وو خو چې کله يې وپېژندو نو په چغو چغو يې وژړل، هغوئ د غم نه خپلې چُوغې وشلولې او په سر باندې يې خاورې واچولې. ۱۳هغوئ د هغۀ سره په زمکه باندې اووۀ شپې او اووۀ ورځې ناست وُو او يو کس هم هغۀ ته يوه خبره هم ونۀ کړه، ځکه چې هغوئ ته پته وه چې د هغۀ تکليف ډېر زيات دے.