د حضرت ايُوب کِتاب

اول باب

حضرت ايُوب او د هغۀ کورنۍ

۱په يوه زمانه کښې د عُوض په مُلک کښې يو سړے وو چې نوم يې ايُوب وو. دا يو بې داغه او نېک سړے وو، هغه يو داسې کس وو چې د خُدائ پاک نه يرېدو او د بدۍ نه يې ځان ساتلو. ۲د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه وې. ۳د هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اُوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قُلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې لرل، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو. ۴د هغۀ زامنو به د يو بل په کور کښې وار په وارمېلمستيا کوله، او هغوئ به خپلو درېو واړو خوېندو له دعوت ورکولو چې د هغوئ سره خوراک څښاک وکړى. ۵او کله به چې د مېلمستيا ورځ تېره شوه، نو ايُوب به سحر وختى پاڅېدو او د هر يو بچى دپاره يې د ګناه نه د پاکوالى سوزېدونکې نذرانه پېش کوله، ايُوب به همېشه دا کار د دې دپاره کولو چې د هغۀ خيال وو چې کېدے شى چې زما بچو ګناه کړې وى او په خپلو زړُونو کښې يې خُدائ پاک ته بد رد وئيلى وى.

د ايُوب په کردار حمله

۶يو ځل آسمانى مخلوق راغلل چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شيطان هم د هغوئ سره راغلو. ۷مالِک خُدائ شيطان ته ووئيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شيطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”زۀ په دنيا کښې ګرځېدم راګرځېدم.“ ۸نو مالِک خُدائ شيطان ته ووئيل، ”ستا زما د خِدمتکوُونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ ګوره په دنيا کښې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى.“ ۹بيا شيطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”آؤ، خو ايُوب په څۀ وجه د خُدائ پاک نه يريږى؟ ۱۰تا همېشه د هغۀ، د هغۀ د کور او د هغۀ د هر څۀ حِفاظت کړے دے تا هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے دے او په دې مُلک کښې تا هغۀ له بې شمېره رَمې ورکړې دى. ۱۱خو که تۀ اوس د هغۀ نه هغه هر څۀ واخلې نو هغه به ستا په حضُور کښې په تا لعنت ووائى.“ ۱۲نو مالِک خُدائ شيطان ته ووئيل، ”بالکل ټيک ده د هغۀ سره چې هر څۀ دى هغه ستا په اِختيار کښې دى، خو چې هغه تباه نۀ کړې!“ نو شيطان د مالِک خُدائ د حضُور نه لاړو.

د حضرت ايُوب د بچو او د جائيداد ختميدل

۱۳يو ورځ چې د هغۀ زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې روټۍ خوړله او د انګورو شراب يې څښل، ۱۴نو يو پېغام‌وړُونکے ايُوب له راغلو او ورته يې ووئيل، ”غوَيانو يوې کولې او خرې يې په څنګ کښې څرېدلې، ۱۵او د سبائيانو څۀ خلقو حمله وکړه او ځناورو يې بوتلل او نوکران يې په تُوره ووژل، يواځې زۀ ژوندې پاتې يم چې تاخبر کړم.“ ۱۶هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې چې يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”د خُدائ پاک تندر د آسمان نه راوغورزېدو او ګډې او نوکران يې وسوزول او هلاک يې کړل، يواځې زۀ ژوندې يم چې تاخبر کړم.“ ۱۷کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”کسديانو درې ډلې جوړى کړى، او حمله يې وکړه او اُوښان يې بوتلل او نوکران يې په تُوره باندې ووژل، يواځې زۀ ژوندې پاتې يم چې تاخبر کړم.“ ۱۸کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”ستا زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې خوراک څښاک کولو، ۱۹چې ناڅاپه د صحرا د طرف نه يوه لويه هوا راغله او دې هوا د کور څلور واړه ګوټُونه وخوَزول او کور ستا په بچو باندې راوغورزېدو او هغوئ مړۀ شول، يواځې زۀ ژوندې پاتې يم چې تاخبر کړم. ۲۰نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله. ۲۱هغۀ ووئيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“ ۲۲د دې هر څۀ باوجود ايُوب په خُدائ پاک باندې د الزام لګولو ګناه ونۀ کړه.