دَ يعقُوب عام خط

پنځم باب

دولتمندو ته خبردارے

۱اَئے دولتمندو! زما واؤرئ، تاسو په خپلو هغه مصيبُتونو چه راتلُونکى دى، ژړا اَؤ فرياد وکړئ. ۲ستاسو مال سخا شو اَؤ ستاسو جامے چينجو ووهلے. ۳ستاسو سرۀ اَؤ سپين زنګ شول اَؤ هغه زنګ به په تاسو ګواهى ورکوى اَؤ دَ اور په شان به ستاسو غوښه وسوزوى. تاسو په آخرى ورځو کښے خزانه جمع کړے ده. ۴ګورئ! کُومو مزدُورانو چه ستاسو په پټو کښے لؤ کړے دے، دَ هغوئ هغه مزدُورى چه تاسو ايساره کړے ده، چغے وهئ اَؤ دَ لوګرو فرياد دَ قادر مُطلق خُدائے غوږُونو ته رسيدلے دے. ۵تاسو په دُنيا کښے عيشُونه اَؤ مزے وکړلے، اَؤ تاسو خپل ځانُونه دَ حلاليدو دَ ورځ دَ پاره څاربۀ کړل. ۶تاسو صادِق سړے قصُوروار کړو اَؤ ومو وژلو، خو هغه ستاسو مُقابله نۀ کوى.

صبر اَؤ دُعا

۷نو اَئے ورُوڼو! دَ مالِک تر راتلو پورے صبر وکړئ، ګورئ زميندار دَ مزکے دَ قيمتى فصل په اِنتظار کښے دَ منى اَؤ دَ سپرلى دَ باران تر وريدو پورے صبر کوى. ۸نو تاسو هم صبر وکړئ اَؤ خپل زړُونه مظبُوط کړئ ځکه چه دَ مالِک راتلل نزدے دى.

۹اَئے ورُوڼو! دَ يو بل شکايت مه کوئ چه تاسو سزا ونۀ مُومئ. ګورئ! قاضى په دروازه کښے ولاړ دے. ۱۰اَئے ورُوڼو! کُومو نبيانو چه دَ مالِک په نُوم کلام وکړو، هغوئ دَ تکليفُونو تيرولو اَؤ دَ صبر کولو نمُونه وګڼئ. ۱۱ګورئ صبر کوُونکو ته مُونږ بختور وايُو. تاسو خو دَ ايوب دَ صبر حال آؤريدلے دے، اَؤ دَ مالِک له طرفه چه دَ دے انجام وشو هغه مو هم معلُوم کړو، ځکه چه مالِک ډير مهربان اَؤ رحيم دے.

۱۲خو اَئے زما ورُوڼو! دَ ټولو نه لويه خبره دا ده چه قسم ونۀ خورئ، نۀ دَ آسمان اَؤ نۀ دَ مزکے اَؤ نۀ دَ څۀ بل څيز، بلکه دَ هو په ځائے هو وايئ اَؤ دَ نه په ځائے نه، دَ پاره دَ دے چه دَ سزا لائق ونۀ ګرزئ.

۱۳که په تاسو کښے څوک غم زپلے وى نو دُعا دِ وغواړى، که خوشحاله وى نو ثنا دِ ووائى. ۱۴که په تاسو کښے څوک بيمار وى نو دَ جماعت مشران دِ راوبلى اَؤ دَ هغۀ دَ پاره دِ دُعا وغواړى اَؤ دَ مالِک په نُوم دِ هغه په تيلو غوړ کړى. ۱۵اَؤ کُومه دُعا چه به په ايمان سره وغوښتے شى دَ هغے په وجه به بيمار بچ شى، اَؤ مالِک به هغه پاڅوى اَؤ که هغۀ ګُناهُونه کړى وى نو هغه به هم ورته معاف شى. ۱۶نو بيا تاسو په خپلو کښے يو بل ته دَ خپلو خپلو ګُناهُونو اِقرار وکړئ اَؤ دَ يو بل دَ پاره دُعا وغواړئ چه شفا ومُومئ. دَ صادِق دَ دُعا په اثر ډير څۀ کيدے شى. ۱۷اِلياس زمُونږ په شان اِنسان وو، هغۀ ډير په جوش سره دُعا وغوښته چه باران دِ ونۀ وريږى، ځکه خو درے نيمو کالو پورے په مزکه باران ونۀ وريدلو. ۱۸بيا چه هغۀ دُعا وغوښته نو دَ آسمان نه اوبۀ ووريدے اَؤ په مزکه فصل پيدا شو.

۱۹اَئے زما ورُوڼو! که څوک په تاسو کښے دَ حق دَ لارے نه واؤړى اَؤ بل څوک هغه راواړوى، ۲۰نو هغه دِ په دے پوهه شى چه څوک چه ګُناه ګار دَ ګمراهئ نه راواړوى، هغه يو کس دَ مرګ نه بچ کوى اَؤ په ډيرو ګُناهُونو پړده اچوى.