دَ يعقُوب عام خط

دريم باب

ژبه

١ اَئے زما ورُوڼو! له تاسو نه دِ ډير اُستاذان جوړ نۀ شى ځکه چه تاسو خبر يئ چه مُونږ چه اُستاذان يُو،سخته سزا به مُومو. ٢ ځکه چه مُونږ ټول اکثر غلطئ کوُو،که څوک په خپلو خبرو کښے غلطى نۀ کوى نو هغه کامل دے اَؤ ټول بدن په قابُو کښے ساتلے شى. ٣ هر کله چه مُونږ دَ قابُو کولو دَ پاره دَ آسونُو په خُلو کښے قيزے اچوُو نو دَ هغوئ ټول بدن هم ګرځولے شُو. ٤ ګورئ،سمندرى جهازُونه اګر که ډير لوئے لوئے وى اؤ په تيزو بادونو چلولے شى خو بيا هم دَ يو ورکوټى سُکان په وجه دَ ماڼګى دَ مرضئ په مُطابق ګرزولے شى. ٥ هم دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اَندام دے اَؤ ډيرے غټے خبرے کوى.

ګورئ! په يو ورکوټى بڅرى سره په څومره لوئے ځنګل کښے اور ولګى. ٦ اَؤ ژبه هم يو اور دے،دا زمُونږ په اَندامُونو کښے دَ شرارت يوه دُنيا ده،اَؤ په ټول وجُود کښے بدى پيدا کوى اَؤ زمُونږ په ټول ژوندُون کښے اور لګوى،اَؤ په خپله دَ دوزخ دَ اور نه بليږى. ٧ ځکه چه هر قِسم ځنګلى ځناور،مارغان،چينجى مينجى اَؤ دريابى ځناور خو دَ اِنسان په قابُو کښے راتلے شى اَؤ راغلى هم دى، ٨ خو هيڅوک ژبه په قابُو کښے نۀ شى راوستلے. هغه يوه بلا ده چه چرے ايساريږى نه،دَ مړ کوُونکى زهر نه ډکه ده. ٩ هم په دے مُونږ دَ مالِک اَؤ پلار ثنا کوُو،اَؤ هم په دے بنى آدمو ته چه دَ خُدائے په صُورت پيدا شوى دى،ښيرے کوُو. ١٠ دَ يکى يوے خُلے نه مُبارکى خبرے اَؤ ښيرے راوزى. اَئے زما ورُوڼو! داسے نۀ دى په کار. ١١ آيا دَ چينے دَ يکى يوے خُلے نه خوږے اَؤ تروے اوبۀ اوزى څۀ؟ ١٢ اَئے زما ورُوڼو! آيا دا اينځير په ونه کښے ښُون،اَؤ په انګُور کښے اِنيځير پيدا کيدے شى څۀ؟ هم دغه شان دَ مالګينے چينے نه خوږے اوبۀ نۀ شى راوتلے.

دَ آسمانُونو حِکمت

١٣ په تاسو کښے څوک هوښيار اَؤ پوهه شته دے؟ هغه دِ په خپلو کارُونو دَ نيک چال چلن په وسيله اَؤ عاجزئ سره دِ دا خبره ثابته کړى،يعنے داسے عاجزى چه دَ حِکمت نه پيدا کيږى. ١٤ خو که تاسو په خپلو زړُونو کښے سخته کينه اَؤ خود غرضى لرئ نو فخر مه کوئ اَؤ مه دَ حق برخلاف دروغ وايئ. ١٥ دا هغه حِکمت نۀ دے کُوم چه له آسمان نه راکُوزيږى بلکه دُنياوى،نفسانى اَؤ شيطانى دے. ١٦ ځکه چه هر چرته چه کينه اَؤ خودغرضى وى،هلته فساد اَؤ هر قِسم بدکار هم کيږى. ١٧ خو چه کُوم حِکمت له آسمان نه راځى،اول خو هغه پاک وى،بيا صُلح خوښوُونکے،نرم مزاجه،تربيت خوښوُونکے،رحکم کوُونکے اَؤ دَ ښو ميوو نه ډک،ناطرفداره اَؤ بے ريا. ١٨ اَؤ صُلح کوُونکى دَ صُلح سره داسے تُخم کرى چه دَ صداقت ميوے ترے پيدا کيږى.

PDF