دَ يعقُوب عام خط

اول باب

سلام

۱دَ خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح غُلام دَ يعقُوب له طرفه، هغه دولسو واړو قبيلو ته چه ځائے په ځائے اوسيږى، ټولو ته دِ سلام وى.

ايمان اَؤ حکمت

۲اَئے زما ورُوڼو! هر کله چه تاسو په قِسما قِسم آزميښتُونو کښے راګير شوئ نو ډير په خوشحالئ ئے زغمئ. ۳ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه دا ستاسو دَ ايمان په آزميښت کښے صبر پيدا کوى. ۴اَؤ صبر خپل کار پُوره کوى دَ دے دَ پاره چه تاسو پُوره اَؤ کامِلان شئ اَؤ په تاسو کښے دِ دَ هيڅ خبرے کمے پاتے نۀ شى. ۵خو که په تاسو کښے په چا کښے دَ حِکمت کمے وى نو هغه دِ ئے دَ خُدائے نه غواړى چه بغير دَ ملامتولو نه ئے هر چا ته پُوره په فياضئ ورکوى، نو هغۀ ته به هم ورکولے شى. ۶خو سوال دِ په ايمان سره کوى اَؤ هيڅ شک دِ نۀ کوى ځکه چه شک کوُونکے دَ سمندر دَ هغه چپو په مِثال دے کُومے چه دَ هوا په زور ښکته اَؤ پورته کيږى. ۷داسے سړے دِ دا نۀ ګڼى چه ګنى ما ته به دَ مالِک نه څۀ په لاس راشى. ۸هغه سړے دوه زړيه وى اَؤ هغه په خپلو خبرو ټينګ نۀ وى.

غريبى اَؤ اميرى

۹غريب ورور دِ په خپله اُوچته مرتبه فخر وکړى، ۱۰اَؤ دولتمند دِ په خپل ادنىٰ حالت، ځکه چه هغه به لکه دَ وښو دَ ګُل تير شى. ۱۱ځکه چه دَ نمر په راختو نمر تاؤجن وى چه واښۀ اَؤ ګُلونه ريژوى اَؤ دَ هغے ښائيست نۀ پاتے کيږى، دغه شان دولتمند به هم سره دَ خپل کاروبار دَ خاورو سره خاورے شى.

آزميښت اَؤ لمسُون

۱۲بختور دے هغه سړے چه آزميښت زغمى، هر کله چه هغه وآزمائيلے شو نو دَ ژوندُون هغه تاج به حاصلوى چه مالِک دَ خپلو مئينو سره وعده کړے وه. ۱۳هر کله چه څوک وآزمئيلے شى نو دا دِ ونۀ وائى چه ”په ما دا آزميښت دَ خُدائے دَ طرفه وو،“ ځکه چه نۀ خو خُدائے په بدئ آزمئيلے شى اَؤ نۀ خُدائے څوک آزمئى. ۱۴په حقيقت کښے هر سړے هغه وخت آزمائيلے شى کله چه دَ هغۀ خپل بد خواهش په دوکه ورکولو هغه ونښلوى. ۱۵نو بيا دَ هغۀ بد خواهش اُميدوار شى اَؤ ګُناه ترے نه پيدا شى، اَؤ چه ګُناه زياته شى نو مرګ پيدا کوى.

۱۶اَئے زما خواږو ورُوڼو! غُليږئ مه. ۱۷هر ښۀ بخشش اَؤ هر کامِل اِنعام دَ آسمان نه راځى اَؤ دَ خُدائے نه مُوندلے کيږى چه دَ نمر سپوږمئ اَؤ دَ ستورو پيدا کوُونکے دے. په هغۀ کښے نۀ خو څۀ تبديلى راځى اَؤ نۀ دَ ګردش له عمل روښانه کيږى اَؤ نۀ تيارۀ کيږى. ۱۸هغۀ په خپله مرضئ مُونږ دَ حق کلام په وسيله پيدا کړلُو چه دَ هغۀ په مخلُوقاتو کښے مُونږ يو قِسم وړُومبئ ميوه شو.

کلام آؤريدل اَؤ پرِ عمل کول

۱۹اَئے زما ورُوڼو! دا خبره تاسو ته معلُومه ده، نو هر څوک دِ په آؤريدو کښے تيز آو په وينا کښے قلاره اَؤ په غُصه کښے سوړ وى. ۲۰ځکه چه دَ اِنسان قهر دَ خُدائے دَ صداقت کار نۀ شى کولے. ۲۱تاسو ځکه ټول پليتوالے اَؤ دَ بدئ ګند لرے کړئ، اَؤ هغه کلام ډير په عاجزئ سره قبُول کړئ چه په زړۀ کښے کرلے شوے اَؤ تاسو له خلاصُون درکولے شى.

۲۲خو په کلام عمل کوُونکى جوړ شئ، نۀ چه تش آؤريدُونکى چه ځان په دوکه کښے ساتى. ۲۳ځکه چه هغه څوک چه دَ کلام آؤريدُونکى دى اَؤ عمل پرے نۀ کوى، هغه دَ هغه سړى په شان دے څوک چه خپل شکل په آئينه کښے وګورى. ۲۴هر کله چه هغه خپل ځان ووينى اَؤ لاړ شى نو سمدستى دا هير کړى چه زَۀ څنګه وم. ۲۵خو کُوم سړے چه دَ آزادئ په کامل شريعت په غور سره ګورى، هغه به خپل کار کښے بختور وى، ځکه چه هغه چه څۀ واؤرى نو هيروى ئے نه، خو عمل پرے کوى.

۲۶څوک چه ځان دينداره ګڼى اَؤ بيا هم خپله ژبه په قابُو کښے نۀ ساتى، هغه خپل ځان ته دوکه ورکوى، نو دَ هغۀ ديندارى باطله ده. ۲۷زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار په نِزد خالصه اَؤ بے عيبه ديندارى دا ده چه دَ يتيمانو اَؤ دَ کونډو دَ مُصيبت په وخت دَ هغوئ پالنه وکړئ اَؤ خپل ځان دَ دُنيا نه بے داغه ساتئ.