د حضرت يشعياه کِتاب

نهم باب

د راتلونکې مسيح رڼا

۱نو د هغوئ دپاره به دا مصيبت تر هيمشه پورې جارى نۀ وى. د زبولون او نفتالى علاقه ته په يو وخت کښې سپک کتلے شول، خو په راتلونکې وخت کښې به دا علاقه عزتمنده شى، نَمرخاتۀ طرف ته د مديتران سيند نه واخله د درياب طرف ته د اُردن نه پورې او داسې ګليل به هم عزتمند شى، چرته چې غير يهوديان اوسېږى. ۲کوم خلق چې په تيارۀ کښې ګرځيدل، نو هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، او هغوئ څوک چې په تورو تيارو کښې اوسيدل، پرې نُور وځليدلو. ۳تا د هغوئ قوم لوئ کړے دے او لويه خوشحالى دې ورکړې ده. تا چې څۀ کړى دى نو په هغې باندې هغوئ خوشحالى کوى، هغوئ دومره خوشحالى کوى لکه چې خلق يې د فصل د رېبلو په وخت کوى، او يا چې کله مالِ غنيمت تقسيميږى. ۴تۀ به د هغوئ د غلامئ جغ مات کړې او د هغوئ د اوږو نه به دروند بوج واخلې. او د ظالمانو زور به ختم کړى داسې لکه څنګه چې تا د ميديان لښکر تباه کړے وو. ۵د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى. ۶زمونږ دپاره يو زوئ پېدا شوے دے! مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے! او حکمرانى به د هغۀ په اُوږو وى. هغه به په دې نومونو سره يادېږى، ”عظيم مشير“، ”خُدائ تعالىٰ“، ”ابدى پلار“ او ”د آمن شهزاده“. ۷د هغۀ شاهى طاقت به زياتېږى، د هغۀ بادشاهى به همېشه په آمن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بُنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ رب‌الافواج غيرت به هم دغه شان وکړى.

مالِک خُدائ به بنى اِسرائيلو له سزا ورکوى

۸مالِک خُدائ د يعقوب خلاف کلام کړے دے، او هغه په بنى اِسرائيل مسلط دے. ۹د بنى اِسرائيل ټول خلق او هغه هر يو کس چې په سامريه کښې اوسېږى، هغوئ ته به پته ولګى چې دا هغۀ کړى دى. خو اوس هغوئ مغروره او خود غرضه دى. هغوئ ووئيل، ۱۰”زمونږ د خښتو عمارتونه راغورزېدلى دى، خو مونږ به دا بيا د تراشلے شوؤ کاڼو نه جوړ کړُو. د چِنار ونې راماتې شوى دى، خو مونږ به د دې په ځائ د دِيار ښائسته ونې ولګوُو.“ ۱۱خو مالِک خُدائ د هغوئ دشمنان راپارولى دى چې په هغوئ باندې حمله وکړى. ۱۲د نمر خاتۀ طرف ته شام او د نمرپرېواتۀ طرف ته فلستيه خولهٔ پرانستلې ده چې بنى اِسرائيل ژوندې تېر کړى. خو د مالِک خُدائ غصه تر اوسه پورې سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا دپاره تر اوسه پورې لاس اُوچت نيولے دے. ۱۳اګر چې مالِک خُدائ رب‌الافواج هغوئ له سزا هم ورکړې ده، خو د بنى اِسرائيل خلقو توبه نۀ ده ويستلې، او هغوئ هغۀ ته واپس نۀ دى راګرځېدلى. ۱۴صرف په يوه ورځ کښې به مالِک خُدائ د بنى اِسرائيل مشرانو او خلقو له داسې سزا ورکړى چې د سر نه واخله تر بېخه پورې به ټول ختم کړى. ۱۵مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى! ۱۶د قوم مشرانو خلق بې لارې کړى دى او د تباهۍ په طرف يې روان کړى دى. ۱۷نو مالِک خُدائ به د قوم د ځوانانو نه خوشحاله نۀ وى او هغه به په کُنډو او يتيمانو باندې هم رحم نۀ کوى، ځکه چې ټول خلق د خُدائ نه اوړېدلى دى او بدعمله شوى دى او هغوئ چې څۀ هم وائى هغه بدى وى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړېږى او هغۀ به د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اُوچت کړے وى. ۱۸د خلقو بدعملى د هغه اور په شان بلېږى کوم چې د ازغو بوټى او غنې سوزوى. دا د ځنګل د هغه اور په شان بلېږى کوم چې پاس په هوا کښې د لوږى ستنه جوړوى. ۱۹د مالِک خُدائ رب‌الافواج غصې سره به ټول مُلک وسوزى او په خلقو باندې به يې اور بَل وى او يو کس به په بل هيڅ ترس نۀ کوى. ۲۰هغوئ به خپل ګڅ طرف ته ګاونډيانو باندې حمله وکړى خو بيا به هم اوږې وى، په خپل ښې طرف ګاونډيانو باندې به حمله وکړى خو بيا به يې هم لوږه نۀ ختمېږى. په آخر کښې به هغوئ خپل بچى هم وخورى! ۲۱منسى به په اِفرائيم او اِفرائيم به په منسى حمله وکړى، بيا به هغوئ يو ځائ په يهوداه حمله وکړى. خو د مالِک خُدائ غصه لا سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا ورکولو دپاره لاس اُوچت نيولے دے.