د حضرت يشعياه کِتاب

اتم باب

د حضرت يشعياه زوئ د خلقو دپاره يوه نښه

۱مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د ليکلو دپاره يوه لويه تخته واخله او په هغې باندې صفا صفا وليکه چې د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار. ۲ما د اورِياه اِمام او د يبرکياه زوئ زکرياه په وړاندې دا وليکل او دا دواړه کسان ايمانداره ګواهان وُو.“ ۳بيا زۀ د خپلې پيغمبرې ښځې سره سملاستم هغه اُميدواره شوه او يو زوئ مو پېدا شو، نو مالِک خُدائ ما ته ووئيل، ”په هغۀ باندې ”د تېزۍ مال غنيمت او زر زر لوټ مار“ نوم کېږده. ۴د هغې نه وړاندې چې ماشوم دومره لوئ شې چې ابو او امى وئيلے شى، نو د دمشق ټول مال دولت او د سامريه ټول مال غنيمت به د اسور بادشاه لوټ کړے وى.“

د اسور د بادشاه راتلل

۵نو مالِک خُدائ يو ځل بيا زما سره کلام وکړو. هغۀ وفرمائيل، ۶”دې خلقو د شيلوخ قلارې روانې اوبۀ رد کړې دى او د رضين بادشاه او فقح بادشاه نه يرېدلى دى. ۷نو په دې وجه به زۀ، مالِک خُدائ د اسور بادشاه او د هغۀ ټول لښکر راولم چې په يهوداه باندې حمله وکړى. د هغۀ لښکر به داسې وړاندې راشى لکه چې د فرات د سيند چې د غاړو نه اوبۀ راوړېدلى وى. ۸هغوئ به د سېلاب په شکل کښې د يهوداه نه تېر شى، اے عمانوايله، اوبۀ به لکه د مرغۍ د وزرو په شان خوَرې وى او ستا ټول مُلک به يې نيولے وى. او خلق به يې تر مرئ مرئ پورې پټ کړى وى.“ ۹اے قومونو، په يره يره کښې راغونډ شئ! اے د دنيا لرې مُلکونو واورئ. د جنګ دپاره تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ! آؤ، تيار شئ، خو تاسو به چخڼى کړے شئ! ۱۰تاسو چې څۀ منصُوبې هم جوړوئ هغه به بې فائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کېږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.

د مالِک خُدائ پېغمبر له خبردارے ورکول

۱۱مالِک خُدائ زۀ کلک ونيولم او خبردارے يې راکړو چې په هغه لار باندې به نۀ ځې چې په کومه به نور خلق تلل. هغۀ وفرمائيل، ۱۲”هره خبره سازش مۀ ګڼه څنګه چې يې دا قوم ګڼى او د هغه څيزُونو نه مۀ يرېږه چې کوم نه دوئ يريږى. ۱۳مالِک خُدائ، رب‌الافواج مقدس ګڼئ، د هغۀ نه دهشت خورئ او د هغۀ نه يره کوئ. ۱۴بيا به هغه تاسو محفوظ ساتى. خو هغه به د بنى اِسرائيلو او د يهوداه دپاره د يو داسې کاڼى په شان شى چې خلق پرې تيندک خورى، د يو داسې تيږې په شان چې دوئ پرې راغورزيږى. او د يروشلم د خلقو دپاره به هغه يو دام او يو جال جوړ شى. ۱۵په هغوئ کښې به ډېر تيندک وخورى راو به غورزېږى او ټوټې ټوټې به شى. هغوئ به په دام کښې راګېر شى.“

د مړو د روحُونو سره د مشورې کولو خِلاف خبردارے

۱۶د څۀ تعليم چې ما ورکړو، نو هغه دې په تُومار کښې درج کړے شى او زما شاګردانو له دې ورکړے شى. ۱۷زۀ به د مالِک خُدائ انتظار کوم او د هغۀ نه به اُميد ساتم، اګر چې هغۀ د يعقوب کورنۍ رد کړې ده. ۱۸زۀ دلته د هغه بچو سره يم چې کوم مالِک خُدائ ما له راکړى دى. هغه مالِک خُدائ، رب‌الافواج چې د هغۀ تخت د صِيون په غر باندې دے، هغۀ مونږ بنى اِسرائيلو له د نښې او خبردارې په توګه رالېږلى يُو. ۱۹که څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو واله نه پته وکړئ، د هغوى نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحُونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“ ۲۰د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ! هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ آوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى. ۲۱هغوئ به په هغه مُلک کښې سرګردانه ګرځى، اوږى او بې‌حوصلې به وى. د لوږې نه به غصه وى او خپل بادشاه او خُدائ پاک ته به کنځل کوى. هغوئ که آسمان ته سترګې پورته کړى ۲۲يا که زمکې ته ګورى، خو هغوئ ته به د پرېشانۍ، مصيبت او تيارې نه بغېر هيڅ هم نۀ ښکارى، په تکه توره او يروُونکې تيارۀ کښې به وغورزولے شى.