د حضرت يشعياه کِتاب

اوؤم باب

د احاز بادشاه دپاره يو پېغام

۱کله چې د عُزياه نمسى او د يوتام زوئ احاز بادشاه په يهوداه باندې بادشاهى کوله، نو د شام بادشاه رضين او د بنى اِسرائيلو بادشاه د رملياه زوئ فقح په يروشلم باندې حمله وکړه، خو هغوئ د دې ښار قبضه کولو کښې ناکامه شول. ۲کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان د بنى اِسرائيلو سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې ښوزېږى. ۳نو مالِک خُدائ يشعياه ته ووئيل، ”خپل زوئ شياريشوب د ځان سره روان کړه او احاز بادشاه سره ملاوېدو له لاړ شه. تۀ به هغۀ سره په هغه سړک باندې مِلاو شې چرته چې دهوبيان جامې وينځى او د هغه نِهر لاندې سر سره په کوم چې د تالاب نه اوبۀ راکُوزېږى. ۴هغۀ ته ووايه چې، ويښ اوسه او په قلار شه او نۀ چې ويريږى او نۀ پرېشانه شى. د رضين بادشاه، شاميانو او د رملياه د زوئ غصه د اور د هغه دوو لرګو په شان هيڅ هم نۀ ده چې په مړ کېدو بدل وى. ۵شام، سره د بنى اِسرائيلو او د رملياه زوئ ستا خِلاف منصُوبه جوړه کړې ده، او وائى، ۶راځئ چې مونږ په يهوداه باندې حمله وکړُو، خلق ويروُو او قبضه يې کړُو، او بيا به د طابئيل زوئ په تخت باندې کښېنوو. ۷خو مالِک خُدائ فرمائى چې د هغوئ منصُوبه به ناکامه شى. او دا به نۀ کيږى! ۸ولې چې د شام مشر دمشق دے او د دمشق مشر صرف رضين دے. او تر څو چې د بنى اِسرائيلو خبره ده، نو هغه به په پينځو شپېتو کالو کښې ټوټې ټوټې او په مکمل طور تباه شى. ۹د بنى اِسرائيل مشر سامريه دے او د سامريه مشر د رملياه زوئ دے. ”که په ايمان قائم پاتې نۀ شوئ، نو يقيناً چې پخپله به قائم پاتې نۀ شئ.“ ۱۰مالِک خُدائ احاز له يو بل پېغام ولېږلو. ۱۱”د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه وغواړه چې يوه نښه درته وښائى. که هغه د آسمان نه پاس وى او که د عالمِ ارواح نه لاندې وى.“ ۱۲خو احاز ورته انکار وکړو او وئيل يې چې، ”نه، نۀ به زۀ نښه غواړم او نۀ به مالِک خُدائ آزمايم.“ ۱۳نو په دې خبره يشعياه ورته ووئيل، ”اے د داؤد بادشاه اولاده، په کولاو غوږونو واورئ. ولې دا کافې نۀ ده چې تاسو د انسان صبر تمام کړئ؟ اوس تاسو زما د خُدائ پاک صبر هم تمامول غواړئ څۀ؟ ۱۴ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى: يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو عمانو اېل يعنې خُدائ زمونږ مل دے نوم به پرې کېږدى. ۱۵په هغه وخت کښې چې کله هغه دومره شى چې ملائې او شات خوړے شى نو د خپل ښۀ او بد فېصله به په خپله کولے شى. ۱۶هغه وخت به لا راغلے هم نۀ وى چې هغه د خپل ښۀ او بد فېصله پخپله کوى، نو د هغه دوو بادشاهانو مُلکونه به خوشى او برباد شى کوم چې تاسو يروى. ۱۷نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټوله شاهى کورنۍ داسې سخت وخت راولى چې د کله نه بنى اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.“ ۱۸کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د مِصريانو د راغوښتو دپاره شپېلۍ ووهى چې د نيل درياب د لرې غاړو نه د مچانو په شان راشى او اسوريانو ته به شپېلۍ ووهى چې د شاتو د مچو په شان د خپل مُلک نه راشى. ۱۹هغوئ ټول به راشى، د ژورو وادۍ باندې او په غارونو او ګټو باندې او د ازغو په هر يو بوټې او په ولاړو اوبو باندې به کښينى. ۲۰کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د اسور بادشاه د نائى په توګه د فرات د بلې غاړې نه راولى او هغه به ستاسو ګيرې، سر او په بدنونو وېښتۀ کَل کړى. ۲۱په هغه وخت چې کوم يو کس سره يوه سخۍ او يو دوه ګډې چېلۍ پاتې وى نو هغه به خوش قسمته وى. ۲۲دا به دومره زيات پئ ورکوى چې د هغۀ ضرورت به ښۀ پوره کوى. او چې په هغه مُلک کښې څوک هم ژوندى پاتې وى نو هغوئ به ملائې او شات خورى. ۲۳کله چې هغه وخت راشى، نو د انګورو هغه ښۀ باغونه، چې په هر يو کښې يو زر د انګورو بوټى وى او د هر يو باغ قيمت د سپينو زرو يو زر سيکې وې، نو هغه به هم د ازغو او غنو نه ډک وى. ۲۴خلق به هلته د غشو او ليندو سره د ښکار دپاره ځى. او هغه ټول مُلک به د ازغو او غنو نه ډک وى. ۲۵په کومو غونډو باندې چې د فصلونو دپاره کوداله کېده نو هغه به هم د ازغو نه داسې ډک وى چې هيڅ څوک به هلته نۀ شى تلے. هغه به يو داسې ځائ جوړ شى چې چرته څاروى او ګډې څرېږى.