د حضرت يشعياه کِتاب

شپږم باب

د خُدائ پاک حضرت يشعياه راغوښتل

۱په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لويى مرتبې په تخت باندې ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو. ۲د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ شپږ وزر وو. دې هر يو خپل مخ په دوو وزرو باندې پټ کړے وو، په دوو وزرو باندې يې پښې پټې کړې وې او د دوو وزرو نه يې د الوتلو کار اخستلو. ۳هغوئ يو بل ته نعرې وهلې: ”مقدس، مقدس! مالِک خُدائ رب‌الافواج مقدس دے! د هغۀ د جلال نه دنيا ډکه ده.“ ۴د هغوئ د آوازونو شور د خُدائ پاک د کور چوکاټونه ولړزول او د مالِک خُدائ کور د لوږى نه ډک شو. ۵نو ما ووئيل، ”په ما افسوس! زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسيږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ رب‌الافواج دے!“ ۶نو بيا د هغه بليدونکې مخلوق نه يو زما طرف ته راوالوتلو. هغۀ يوه بَله سکروټه راروانه کړى وه، هغۀ دا د قربان ګاه نه د يوې چمټې سره راخستى وه. ۷هغۀ زما شونډو له بَله سکروټه وروړله او وې وئيل، ”دا سکروټه ستا د شونډو سره لګېدلې ده، نو په دې وجه ستا قصور ختم شو او ستا ګناهونه معاف شول.“ ۸بيا ما د مالِک خُدائ آواز واورېدو چې وې وئيل، ”زۀ څوک ولېږم؟ زمونږ د طرف نۀ به څوک ځى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ حاضر يم! ما ولېږه.“ ۹نو هغۀ ما ته وفرئيل چې، ”لاړ شه او دې قوم ته دا پېغام ورسوه: هر څومره که تاسو واورئ خو تاسو به پرې پوهه نۀ شئ، هر څومره که ورته ګورئ نو تاسو به پرې پوهيږئ نه. ۱۰د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرفته شفا دپاره راتاو شى.“ ۱۱ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته ووئيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى. ۱۲تر هغې چې مالِک خُدائ هغوئ تر لرې لرې پورې وزغلوى او ټول مُلک يې خوشے پاتې شى. ۱۳که په هغه مُلک کښې صرف لسمه حصه خلق هم پاتې وى، نو هغه به بيا وسوزولے شى. هغه به د څېړۍ د ونې په شان داسې کټ شې چې صرف مونډ يې باقې پاتې شى.“ دا مونډ به يو مقدس تخم وى.