د حضرت يشعياه کِتاب

پينځم باب

د انګورو د باغ سندره

۱راځئ چې زۀ د خپل محبوب دپاره سندره وايم، دا زما د دوست او د هغۀ د انګورو د باغ سندره ده: زما د دوست د انګورو يو باغ وو، چې دا باغ په يوه زرخېزه غونډۍ باندې وو. ۲هغۀ زمکه وکنستله او د هغې نه يې کاڼى صفا کړل، هغۀ د بهترينو انګورو بوټى وکَرل. او د دې باغ په مينځ کښې يې د حِفاظت دپاره د څوکيدارۍ يو برج جوړ کړو، هغۀ د انګورو نه د رس ويستلو دپاره د کاڼې نه لنګرۍ جوړه کړه. هغۀ د ښُو انګورو د پخېدو انتظار وکړو، خو چې کله انګوران پاخۀ شول نو هغه ټول تراوۀ وُو. ۳نو اوس، اے د يروشلم او د يهوداه اوسېدونکو خلقو، زما او زما د انګورو د باغ په مينځ کښې فېصله وکړئ. ۴داسې څۀ شته چې ما د دې باغ دپاره نۀ وى کړى؟ نو بيا چې ما د دې باغ نه د خوږو انګورو توقع ساتله، نو دې تُرش ولې ونيول؟ ۵نو زۀ به اوس تاسو ته ووايم، چې زۀ به د دې خپل باغ سره څۀ کوم. د دې نه ګېرچاپېره چې کوم باړ دے هغه به ترې نه اخوا کړم، د دې د حِفاظت دېوالونه به راوغورزوم او ځناور به ورپرېږدم چې وې خورى او د پښو لاندې يې کړى. ۶زۀ به د هغې زمکه شاړه کړم. نۀ به يې په بوټو کښې کهنچې کيږى او نۀ به ورته ګوډ کيږى، هلته به ازغى او مرکونډئ زرغونې شى. زۀ به وريځې هم منع کړم چې په دې باندې باران نۀ وروى. ۷د بنى اِسرائيلو قوم د مالِک خُدائ رب‌الافواج د انګورو باغ دے، او د يهوداه خلق د انګورو هغه بوټى دى چې هغۀ په خوشحالۍ کَرلى دى. د هغۀ د دوئ نه طمع وه چې اِنصاف به کوى، خو په ځائ د دې هغوئ ظلمونه کول. هغۀ ترې نه د صداقت طمع لرله، خو په ځائ د دې هغۀ د ژړا چغې واؤريدى.

د بدو عملونو دپاره عدالت

۸په تاسو افسوس، تاسو نور نور کورونه او پټى اخلئ. خو په آخر کښې به د نورو خلقو دپاره ځائ پاتې نۀ شى او صرف تاسو به په هغه مُلک کښې اوسېږئ. ۹ما اورېدلى دى چې مالِک خُدائ رب‌الافواج قسم خوړلے دے چې، ”يقيناً چې د ډيرو کورونو نه به کنډرې جوړې شى، او په دې غټو او ښائسته کورونو کښې به هيڅوک نۀ اوسيږى. ۱۰په شل جيربه زمکه باندې چې کوم د انګور باغ کَرلے شوے وى نو هغه به صرف دوويشت ليټره شراب پېدا کوى. يو سل او شپېتۀ کيلو تخم به صرف شپاړس کيلو غله پېدا کوى.“ ۱۱په تاسو افسوس څوک چې سحر وختى پاڅئ او په بير څښلو باندې شروع وکړئ او په ماښام کښې تر ناوخته پورې د انګورو شراب څښئ او ځانونه نشه کوئ. ۱۲ستاسو په محفلونو کښې ستاسو سره رباب، بينجو، تمبلونه، شپېلۍ او شراب وى. دا خو ستاسو په خيال کښې هم نۀ راځى چې مالِک خُدائ څۀ کوى. او څۀ چې هغه کوى نو تاسو د هغې لحاظ نۀ کوئ. ۱۳نو ځکه زما قوم به د خپلې ناپوهئ له وجې جلاوطن کړے شى. ستاسو مشران به د لوږې نه مړۀ شى او ستاسو عوام به د تندې نه مړۀ شى. ۱۴تورو خاورو هغوئ ته خپله خولهٔ کولاو نيولې ده دپاره د دې چې د يروشلم غټ خلق او عوام، مست او شور جوړونکى خلق به ژوندى تېر کړى. ۱۵هر يو کس به سپک کړے شى او څوک چې مغرور وى نو هغوئ ټول به عاجزان کړے شى. ۱۶خو مالِک خُدائ رب‌الافواج د خپلې لويۍ اظهار د هغه کار په کولو سره کوى چې کوم د اِنصاف وى او د خُدائ پاک راستى به د هغۀ د پاکوالى څرګندونه کوى. ۱۷د ښار په کنډرو کښې به ګډُورى واښۀ خورى او د چېلو بچو ته به په کښې د څران زمکه ملاوېږى. ۱۸په تاسو افسوس څوک چې د دروغو مزې پورې خپل ګناهونه ځان پسې راکاږئ، او څوک چې د غوَيانو د ګاډى په شان خپله بدعملې ځان پسې راکاږئ. ۱۹تاسو وايئ، ”مالِک خُدائ دې زر زر خپل کار وکړى چې مونږ دا وګورو. او چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات کومه منصُوبه جوړه کړې ده هغه دې زر سر ته ورَسوى چې مونږ ته د هغې پته ولګى.“ ۲۰په تاسو افسوس دے! تاسو بدو ته ښۀ وايئ او ښو ته بد وايئ. تاسو تيارۀ نه رڼا جوړوئ او د رڼا نه تيارۀ جوړَوئ. کوم څيز چې تريخ وى نو د هغې نه خوږ جوړوئ او چې کوم خوږ وى نو د هغې نه تريخ جوړوئ. ۲۱په تاسو افسوس دے! ستاسو خيال دا وى چې تاسو عقلمند يئ او خپل ځان ډېر زيات هوښيار ګڼئ. ۲۲په تاسو افسوس دے! د شرابو په څښلو کښې خو تاسو ډير تکړه يئ! او د شرابو په ګډولو کښې تاسو ښۀ ځوانى ښايئ! ۲۳خو د رشوت په وجه تاسو مجرِمان آزادوئ او د بې ګناه خلقو حقونه خورئ. ۲۴نو اوس، لکه څنګه چې خسڼى او اوچ واښۀ ټسېږى او په اور کښې ايرى کيږى، نو داسې ستاسو جرړې به ورستې شى او ستاسو غوټۍ به اوچې شى او هوا به يې يوسى. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د رب‌الافواج شريعت رد کړے دے، او د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات حکم ته مو سپک کتلى دى. ۲۵نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اُوچت کړے د‌ے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وښوزېږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کُوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اُوچت کړے وى. ۲۶هغه به يو لرې قوم ته د راغوښتلو دپاره اشاره وکړى. هغه هغوئ ته شپيلے ووهې چې د دنيا د لرې سر نه راشى. او هغوئ زر زر او په منډه منډه راشى! ۲۷د هغوئ يو کس به هم نۀ ستړے کېږى، او نۀ به تيندوکونه خورى. نۀ به هغوئ د خوب دپاره اودريږى او نۀ د آرام دپاره. نۀ به هغوئ ملابند سپړى او نۀ به هغوئ د خپل پيزار تسمې پرانيزى. ۲۸د هغوئ غشى به تېرۀ وى او د هغوئ ليندې به د ويشتلو دپاره تيارې وى. د هغوئ د اسونو د نالونو نه به بڅرکې الوځى او د هغوئ د جنګى ګاډو پايې به د هوا په شان تاوېږى. ۲۹هغوئ د ازمرو په شان غړمبېږى، د داسې ازمرو په شان غړمبېږى چې ښۀ په ژوبن کښې وى. هغوئ غړمبار سره خپل ښکار راونيسى او يو خوا ته يې وړى او هيڅ څوک هم نۀ وى چې يې ترينه خلاص کړى. ۳۰په دغه ورځ به هغوئ په خپل دشمن باندې وغړمبيږى داسې لکه چې د سمندر چپې شور کوى. که څوک هغه مُلک ته وګورى نو صرف تيارې او مصيبتونه به ورته ښکارى. او د وريځې د خوَرېدو په وجه به رڼا په تيارې بدله شى.