د حضرت يشعياه کِتاب

څلورم باب

۱کله چې هغه وخت راشى، نو اووۀ ښځې به يو سړے راونيسى او ورته به ووائى، ”مونږ به په خپله د خپل ځان دپاره د جامو او روټۍ اِنتظام کوؤ، خو مونږ صرف ستا په نامه کيدل غواړو چې تۀ زمونږ خاوند يې، او داسې به مونږ د شرم نه بچ شو.“

د يروشلم بحال کېدل

۲هغه وخت راروان دے چې مالِک خُدائ به د هغه مُلک هر يو بوټے او ونه لويه او ښائسته کړى. نو چې کوم بنى اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو هغوئ ټول به خوشحاله وى او په هغه فصلونو به فخر کوى چې په هغه مُلک کښې پېدا کېږى. ۳هر څوک چې په يروشلم کښې پاتې وى، نو خُدائ پاک به د هغۀ دپاره ژوند غوره کړے وى او هغه به مقدس ګڼلے شى. ۴مالِک خُدائ به د صيون ښار د ښځې ګندګى ووينځى، هغه به د يروشلم نه د وينې داغونه د عدالت روح سره او د اور روح سره صفا کړى. ۵بيا د صِيون په غر باندې او په هغه ټولو خلقو چې هلته راغونډ وى، په هغوئ به مالِک خُدائ د ورځې وريځ او لوږے راولېږى او د شپې به ورباندې يو ځلېدونکے اور راولېږى. د خُدائ پاک جلال به هغه ټول ښار پټ کړى او د هغې حِفاظت به وکړى. ۶د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خيمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د آمن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.