د حضرت يشعياه کِتاب

دريم باب

په يروشلم کښې تباهې

۱مالِک خُدائ، رب‌الافواج به د يروشلم او يهوداه نه هغه هر څۀ لرې کړى چې په هغې پورې د خلقو ژوند تړلے دے. هغه به د هغوئ نه خوراک او د څښلو اوبۀ واخلى، ۲د هغوئ نه به باتُوران او فوجيان، قاضيان او پېغمبران، فالګران او مشران، ۳فوجى افسران، معتبر کسان، مشيران، ماهر کاريګران او جادوګران واخلى. ۴زۀ به هلکان د هغوئ مشران جوړ کړم، او ماشومان به په هغوئ حکومت کوى. ۵خلق به يو بل سره زياتے کوى. هر يو سړے به په بل سړى او هر يو ګاونډې به په بل ګاونډى رُعب اچوى. ځوانان به د خپلو مشرانو بې‌عزتى کوى او بدکرداره خلق به د عزتمندو بې‌عزتى کوى. ۶په هغه وخت کښې به يو کس خپل ورور ته ووائى، ”تر اوسه پورې تا سره څادر شته نو په دې وجه راشه او زمونږ مشر جوړ شه! او د کنډراتو د دې ډيرى ذمه وارى اوچته کړه.“ ۷خو هغه به ورته په جواب کښې وائى، ”نه، زۀ ستاسو علاج نۀ شم کولے. نۀ زما سره خوراک شته او نۀ زما څادر شته. ما د عوامو مشر مۀ جوړوئ!“ ۸بې شکه چې يروشلم په لړزان دے! او په يهوداه زوال راغلے دے! هغوئ چې هر څۀ وائى او څۀ عمل کوى هغه د مالِک خُدائ خِلاف دے، هغوئ په جار بار باندې د مالِک خُدائ خلاف بغاوت کوى. ۹د هغوئ مخونو نه د هغئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس! هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده. ۱۰صادِقانو له خوشخبرى ورکړه چې هغوئ بختور دى، ځکه چې هغوئ به د خپلو اعمالو د ښې ميوې نه خوند واخلى. ۱۱خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى. ۱۲ځوانان زما د خلقو سره زياتے کوى، او ښځې په هغوئ باندې حکومت کوى. اے زما خلقو، خپلو مشرانو تاسو په غلطه لار باندې روان کړى يئ، او هغوئ ستاسو لارې ستاسو نه ګډې وډې کړى دى.

د مالِک خُدائ د خپلو خلقو عدالت کول

۱۳مالِک خُدائ په خپل عدالت کښې تيار دے، او د خلقو د عدالت دپاره ولاړ دے. ۱۴مالِک خُدائ د خپلو خلقو آفسران او مشران راولى چې د هغوئ عدالت وکړى. د هغوئ خِلاف د مالِک خُدائ دا اعتراض دے: ”تاسو زما د انګورو باغ تباه کړے دے او د غريبانانو نه لوټ کړے شوے مال ستاسو په کورونو کښې دے. ۱۵تاسو دا حق نۀ لرئ چې زما خلقو له رګړه ورکړئ او د غريبانانو پوزې زمکې پورې راکاږئ. ما مالِک خُدائ، رب‌الافواج دا وئيلى دى.“

د يروشلم ښځو دپاره خبردارے

۱۶مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، د يروشلم ښځې څومره مغروره دى! هغوئ هسکه غاړه نيولې وى او روانې وى. هغوئ همېشه نخرې کوى. هغوئ د نازُونو او نخرو قدمونه اخلى او پانزېبونه شړنګوى. ۱۷زۀ به د هغوئ په سرونو باندې دانې راوخيژوم او ګنجۍ به يې کړم.“ ۱۸داسې ورځ راروانه ده چې مالِک خُدائ به د يروشلم د ښځو نه هغه هر څۀ واخلى په څۀ چې هغوئ ځانونه ښائسته کوى، پانزيبونه، هارونه، د سپوږمئ په شان کالې، ۱۹والئ، بنګړى، نقابونه، ۲۰لوپټې، ګونګړوګان، کمربندې، د عطرو بوتلې، تعويزونه، ۲۱ګوتمې، نتکۍ، ۲۲ښائسته جامې، چُوغې، شالونه، پرسونه، ۲۳شيشې، د لټې جامې، پړُونى او بُرقعې. ۲۴د عطرو د خوشبو په ځائ به د هغوئ نه بد بوئ خېژى، د کمربند په ځائ به هغوئ د ځان نه پړى تاو کړى وى، د ښائسته ظُلفو لرلو په ځائ به هغوئ ګنجۍ شى، د قيمتى جامو په ځائ به هغوئ د ټاټ جامې اغوستې وى. د هغوئ حُسن به په شرم بدل شى! ۲۵د ښار سړى به په تُوره وژلے شى، ستاسو تکړه سړى او سپاهيان به په جنګ کښې مړۀ شى. ۲۶د ښار دروازې به ژړا او ماتم کوى او ښار به په خپله د هغه ښځې په شان وى چې يواځې پاتې شى او په زمکه کښينى.