د حضرت يشعياه کِتاب

دويم باب

يروشلم به د ابدى آمن مرکز وى

(د ميکا کِتاب ٤:_۱‏-۳)

۱دا هغه پېغام دے چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې د يهوداه او يروشلم په باره کښې نازل کړو: ۲په راتلونکې وخت کښې، په کوم غر باندې چې د خُدائ پاک کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اُوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اُوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ورروان وى، ۳او د ډيرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى: ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صِيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى. ۴مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅ کله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى. ۵نو اے د يعقوب اولاده، راځئ چې مونږ د مالِک خُدائ په رڼا کښې ګرځو! ۶اے مالِکه خُدايه، تا خپل خلق، د يعقوب اولاد رد کړے دے! ځکه چې هغوئ خپل مُلک د نَمرخاتۀ د طرف د جادوګرئ نه ډک کړے دے. د فلستيانو په شان هغوئ هم فالګرو له ځى او د بل مُلک خلقو سره غاړه غټئ اوسيږى. ۷د هغوئ مُلک د سپينو زرو او سرو زرو نه ډک دے او د هغوئ خزانې نۀ ختمېږى. د هغوئ مُلک د اسونو نه ډک دے او د هغوئ جنګى ګاډۍ بې شميره دى. ۸د هغوئ مُلک د بُتانو نه ډک دے او هغوئ داسې څيزُونو ته سجدې لګوى چې هغوئ په خپلو لاسونو جوړ کړى دى. ۹نو په دې وجه به هغوئ بې‌عزته او سپک شى! اے مالِکه خُدايه، هغوئ مۀ معاف کوه. ۱۰په غارونو کښې ورننوزئ او د مالِک خُدائ د يرې نه او د هغۀ د شان او شوکت نه ځان په خاورو کښې پټ کړئ! ۱۱د انسان مغروره سترګې به ټيټى کړے شى او د انسان لويى به په عاجزۍ بدله شى. نو په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کېږى. ۱۲په هغه ورځ به مالِک خُدائ رب‌الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى. ۱۳هغه به د لبنان لوړ لوړ دِيار او د بسن د مُلک د څېړۍ ټولې ونې تباه کړى. ۱۴هغه به اُوچت غرونه او د غرونو اُوچتې غونډۍ هوارې کړى، ۱۵هغه به هر يو اُوچت برج او د هرې قلعې مضبوط دېوالونه هوار کړى. ۱۶هغه به ټول لوئې سمندرى جهازُونه او ټولې ښائسته کشتۍ ډُوبې کړى. ۱۷‏-۱۸د انسان غرور به په عاجزۍ بدل شى او د انسان لويى به خاورې ايرې شى. بُتان به په مکمله توګه ورک شى او په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کېږى. ۱۹چې کله مالِک خُدائ د دنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټېږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټېږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى. ۲۰کله چې هغه ورځ راشى، نو هغوئ چې کوم د سپينو زرو او سرو زرو بُتان جوړ کړى وى چې عبادت يې وکړى نو هغه به وغورزوى. او هغوئ به منږکانو او ښاپېرکانو ته پرېږدى. ۲۱چې کله مالِک خُدائ د دنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټېږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټېږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى. ۲۲په انسان باندې توکل مۀ کوه، د هغوئ ژوند د يوې لحظې دے او د هغې قدر څۀ دے؟