د حضرت يشعياه کِتاب

اول باب

اول باب

۱په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په باره کښې هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو.

يو سرکشه قوم

۲مالِک خُدائ ووئيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ! ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے. ۳غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“ ۴اے ګناهګار قومه، تاسو خپلو ګناهونو رالاندې کړى يئ. بدعمله نسله، بدکرداره بچو، تاسو خپل مالِک خُدائ رد کړے دے! کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک دے او تاسو د هغۀ نه مخ اوړلے دے. ۵تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى. ۶د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکيدلې يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده. ۷ستاسو مُلک شاړ شوے دے، ستاسو ښارونه سوزولے شوى دى. ستاسو په وړاندې د پردى مُلک خلق ستاسو پټى لوټ کوى، او هر څۀ چې وينې هغه تباه کوى. ۸صرف يروشلم باقى پاتې دے، لکه چې د انګورو په باغ کښې د څوکيدار جومپړئ پاتې وى يا د بادرنګو په پټى کښې يو څپر بې اسرې وى، او د محاصرې لاندې بې اسرې ښار وى. ۹که مالِک خُدائ رب‌الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو. ۱۰اے يروشليمه، ستا حکمرانان او ستا خلق د سدوم او د عموره په شان دى. چې مالِک خُدائ درته څۀ وائى نو هغې ته غوږ ونيسه او چې خُدائ پاک درته څۀ ښودنه کوى نو هغې ته توجو وکړه. ۱۱مالِک خُدائ فرمائى، ”که تاسو بې شميره قربانيانې پېش کړئ نو زما پرې څۀ؟ زۀ د ښو ځناورو وازګې او د ګډانو د سوزيدونکو قربانو نه پوزې له راغلے يم. په دې زۀ نۀ خوشحاليږم چې تاسو ما ته د غوَيانو، ګډو او د چېلو وينې پېش کوئ. ۱۲کله چې تاسو زما حضور ته راځئ نو ولى ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ دا غواړم چې ستاسو ځناور دې زما په دربار کښې ګرځى؟ ۱۳تاسو چې ما له کومې نذرانې راوړئ دا بې فائدې دى. تاسو چې د خوشبويئ کومې مصالحې سوزوئ نو د هغې نه زۀ نفرت کوم. زۀ ستاسو د نوې مياشتې اخترونه، ستاسو د سبت ورځې او ستاسو مذهبى اجتماعګانې نۀ شم برداشت کولے، دا هر څۀ ستاسو د ګناهونو په وجه خراب شوى دى. ۱۴ستاسو د نوې مياشتې د اخترونو او ستاسو د مقدسو ورځو نه زۀ نفرت کوم، دا په ما باندې يو بوج جوړ شوے دے او د دې برداشت کولو نه زۀ تنګ راغلے يم. ۱۵کله چې تاسو د دعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينه رنګ دى. ۱۶اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عمليانې زما د سترګو نه لرې کړئ! او نور بد عمل مۀ کوئ، ۱۷نيکى کول ايزده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کُنډو د حق دِفاع کوئ.“ ۱۸مالِک خُدائ وائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ. ۱۹خو که تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزُونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ. ۲۰خو که تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګير شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې خبره ده.“

د ګناه نه ډک ښار

۲۱هغه ښار چې په يو وخت کښې وفادار وو اوس د کنجرې په شان شوے دے! په يوه زمانه کښې دا د صداقت او اِنصاف نه ډک وو، خو اوس په کښې صرف قاتِلان پاتې دى. ۲۲اے يروشليمه، ستا خالص سپين زر اوس د ملاوټ نه ډک دى، او ستا بهترينو شرابو کښې اوبۀ ګډې شوى دى. ۲۳ستا مشران باغيان شوى دى او د غلو ملګرى شوى دى، هغوئ هر وخت تُحفې او رشوتونه اخلى. هغوئ په عدالت کښې هيڅ کله د يتيمانانو دفاع نۀ کوى او نۀ هغوئ ته د کُنډو فرياد رارسى. ۲۴نو هغې ته غوږ ونيسئ څۀ چې مالِک خُدائ رب‌الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ فرمائى: ”زۀ به خپلو دشمنانو نه انتقام واخلم، او مخاليفينو نه به بدل واخلم. ۲۵زۀ به ستاسو خِلاف خپل طاقت استعمال کړم. زۀ به تاسو داسې صفا کړم لکه څنګه چې اوسپنه په اور کښې صفا کېږى او زۀ به ستاسو نه ټول ملاوټ لرې کړم. ۲۶زۀ به تا له هغه شان قاضيان او مشيران درکړم لکه څنګه چې دې پخوا لرل. نو بيا به يروشلم د صادِقانو او وفادارو خلقو ښار وبللے شى.“ ۲۷مالِک خُدائ به اِنصاف سره يروشلم بيا آباد کړى او چې څوک هلته توبه وباسى هغه به بچ کړى. ۲۸خو مالِک خُدائ به هغه هر يو کس ريزې ريزې کړى څوک چې ګناه کوى او د هغۀ خِلاف بغاوت کوى، او څوک چې مالِک خُدائ ته شا کړى نو هغه به تباه شى. ۲۹د څېړۍ د مقدسو ونو عِبادت سره به چې تاسو خوشحاليدئ نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ، او کوم باغونه چې تاسو د بُت پرستئ دپاره غوره کړى دى نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ. ۳۰تاسو به د څېړۍ د داسې ونې په شان يئ چې پاڼې يې اوچې شوى وى او د يو داسې باغ په شان به يئ چې هيڅ اوبۀ پکښې نۀ وى. ۳۱نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکې په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.