دَ عبرانيانو په نُوم خط

څلورم باب

۱نو بيا چه دَ خُدائے په آرام کښے دَ داخليدو لوظ باقى دے نو مُونږ ته ويريدل په کار دى، هسے نه چه په تاسو کښے څوک پاتے شوے معلُوم شى. ۲لکه چه مُونږ ته زيرے واؤرولے شو هم هغوئ ته دَ خوشحالئ خبر واؤرولے شو، خو آؤريدلى کلام هغوئ ته ځکه فائده ورنۀ کړه چه آؤريدُونکو په ايمان سره په خپلو زړُونو کښے قبُول نۀ کړو. ۳اَؤ مُونږ چه ايمان راؤړو په هغه آرام کښے داخليږو لکه څنګه چه خُدائے ووئيل چه : 

”ما په خپل غضب کښے قسم وخوړلو چه هغوئ به زما په آرام کښے داخل نۀ شى.“

۴اګر که دَ خُدائے کار دَ هغه وخت نه ختم شوے وو دَ کله نه چه هغۀ دُنيا پيدا کړے وه. لکه چه هغۀ دَ اُوومے ورځے په باب کښے په يوه موقع داسے ووئيل چه :  ”خُدائے خپل ټول کارُونه پُوره کړل اَؤ په اُوومه ورځ ئے آرام وکړو.“ ۵اَؤ يو ځل بيا په دے ځائے کښے ليک دى چه :  ”هغوئ به زما په آرام کښے داخليدے نۀ شى.“ ۶چا چه په شروع کښے دا زيرے واؤريدو نو هغوئ په هغه آرام کښے داخل نۀ شول ځکه چه هغوئ نافرمانى وکړله، خو بعضے خلق داسے دى چه په دے کښے به داخليدے شى. ۷نو بيا خُدائے يوه خاص ورځ مُقرره کړه اَؤ له دومره مُودے نه پس ئے دَ داؤد په کتاب کښے ورته ”دَ نن ورځ“ ووئيل، لکه چه وړُومبے وئيلے شوى دى چه : 

”که تاسو نن دَ هغۀ آواز واؤرئ نو خپل زړُونه سختوئ مه.“

۸اَؤ که يشوع هغوئ په آرام کښے داخل کړى وے نو خُدائے به دَ هغے نه پس دَ بلے ورځے ذکر نۀ کاوو. ۹نو بيا دَ خُدائے دَ خلقو دَ پاره آرام لکه دَ سبت ورځ باقى ده. ۱۰ځکه څوک چه دَ خُدائے په آرام کښے داخل شى، هغه هم دَ خُدائے په شان دَ خپلو کارُونو نه آرام وکړى. ۱۱نو راځئ چه مُونږ په هغه آرام کښے دَ داخليدو داسے کوشش وکړُو چه دَ هغوئ په شان په نافرمانئ کولو هيڅوک پرے نۀ وزى.

۱۲ځکه چه دَ خُدائے کلام ژوندے اَؤ اثرناک اَؤ دَ هرے يوے دوه مخے تُورے نه زيات تيرۀ دے، چه دَ اِنسان دَ ځان اَؤ رُوح نه تيريږى اَؤ اَندام اَندام اَؤ مغز مغز جُدا کوى اَؤ دَ زړۀ په خيالُونو اَؤ اِرادو تحقيق کوى. ۱۳اَؤ دَ خُدائے نه دَ خلقو هيڅ څيز پټ نۀ دے بلکه دَ چا سره چه زمُونږ حساب دے، دَ هغۀ په نظر کښے ټول څيزُونه څرګند اَؤ بے پړدے دى.

عيسىٰ لوئے مشر کاهن دے

۱۴نو بيا چه مُونږ داسے لوئے مشر کاهن لرُو، يعنے عيسىٰ دَ خُدائے زوئے چه دَ خُدائے حضُور ته لاړو، نو راځئ چه مُونږ دَ خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتے شُو. ۱۵ځکه چه زمُونږ داسے مشر کاهن نۀ دے چه زمُونږ په کمزورتياؤ کښے همدرد کيدے نۀ شى بلکه هغه په ټولو خبرو کښے زمُونږ په شان وآزمئيلے شو خو بيا هم بے ګُناه پاتے شو. ۱۶نو راځئ چه مُونږ دَ خدائے دَ فضل دَ تخت په وړاندے په زړه ورتيا يُون کوو چه په مُونږ رحم وشى اَؤ هغه فضل حاصل کړُو کُوم چه دَ حاجت په وخت زمُونږ مدد وکړى.