دَ عبرانيانو په نُوم خط

لسم باب

۱ځکه چه شريعت چه په کښے دَ راتلُونکو ښو څيزُونو عکس دے اَؤ دَ هغه څيزُونو اصلى شکل نۀ دے، دَ هغه يو قِسم قُربانو په وجه کُومے چه کال په کال بے ناغے پيش کولے شى، خُدائے ته نزدے راتلُونکى خلق هيڅ کله هم کامل کولے نۀ شى. ۲نو دَ هغوئ پيش کول به ختم شوى نۀ وُو څۀ؟ که عبادت کوُونکى يو وار پاک شوى وے نو بيا به دَ هغوئ زړۀ هغوئ نۀ ګُناه ګار کولے. ۳بلکه هغه قُربانئ کال په کال ګُناهُونه رايادوى. ۴ځکه چه دا مُمکنه نۀ ده چه دَ غوايو اَؤ چيلو وينه ګُناهُونه لرے کړى.

۵ځکه خو مسيح دُنيا ته دَ راتلو په وخت وائى چه : 

”تا قُربانى اَؤ نذر خوښ نۀ کړو

بلکه زما دَ پاره دے يو بدن تيار کړو.

۶په پُوره سوزيدُونکو قُربانو

اَؤ دَ ګناه په قُربانو خو خوشحاله نۀ شوے.

۷هغه وخت ما ووئيل چه ګوره!

زَۀ راغلے يم، لکه چه دَ کتاب په پاڼو کښے

زما په باب کښے ليکلى دى چه

اَئے خدايه! زَۀ راغلے يم چه ستا مرضى پوره کړم.“

۸اول خو هغه وائى چه :  ”نۀ خو تا قُربانى اَؤ نذرُونه اَؤ پُوره سوزيدُونکے قُربانئ اَؤ دَ ګُناه قربانئ خوښے کړے اَؤ نۀ دَ هغے نه خوشحاله شوے“ اګر که هغه قُربانى دَ شريعت په مُطابق پيش کولے شى. ۹اَؤ بيا دا وائى چه :  ”ګوره، زَۀ راغلے يم چه ستا مرضى پُوره کړم.“ غرض دا چه هغه اولنئ قُربانئ ځکه منسُوخ کوى چه دَ مسيح قُربانى هغه ځائے ونيسى. ۱۰دَ خُدائے دَ مرضئ په سبب مُونږ دَ عيسىٰ مسيح دَ بدن دَ يو ځل قُربانيدو په وجه کُومه چه دَ هميشه دَ پاره وه، پاک کړى شوى يُو.

۱۱اَؤ هر يو کاهن خو هره ورځ په ولاړه عبادت کوى اَؤ بيا بيا يو قِسم قُربانى پيش کوى کُومے چه هيڅ کله ګُناهُونه لرے کولے نۀ شى. ۱۲خو مسيح دَ هميشه دَ پاره دَ ګُناهُونو دَ لرے کولو دَ پاره په يوے قُربانئ پيش کولو دَ خُدائے ښى لاس ته کښيناستو. ۱۳اَؤ له هغه وخت نه په دے انتظار دے چه دَ هغۀ دُښمنان دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړے شى. ۱۴ځکه چه هغه په يوے قُربانئ پيش کولو هغوئ هميشه دَ پاره کامل کړى دى کُوم چه پاک شوى دى.

۱۵اَؤ رُوحُ القُدس هم مُونږ ته دغه ګواهى راکوى چه : 

۱۶”مالِک فرمائى چه کُومه وعده

چه زَۀ به دَ هغوئ سره دَ هغو ورځو نه پس کوم،

هغه دا ده چه زَۀ به خپل حُکمُونه دَ هغوئ زړُونو ته واچوم

اَؤ دَ هغوئ په ذهن کښے به ئے وليکم.“

اَؤ بيا هغه دا وائى چه : 

۱۷”دَ هغوئ ګُناهُونه اَؤ نافرمانئ به بيا کله هم يادے نۀ کړم.“

۱۸اَؤ چه دَ هغوئ معافى شوے ده نو بيا دَ ګُناهُونو قُربانئ پيش کولو حاجت نِشته.

نصيحت اَؤ خبردارے

۱۹نو اوس اَئے ورُوڼو! چه مُونږ دَ عيسىٰ دَ وينے په سبب پاک ترين مقام ته په داخليدو زړۀ ور يُو، ۲۰په هغه نوے اَؤ ژوندئ لار چه هغۀ زمُونږ دَ پاره دَ پړدے له مينځ نه خلاصه کړے ده، يعنے دَ خپل بدن په وسيله، ۲۱اَؤ چه زمُونږ دغه شان لوئے کاهن دے چه دَ خُدائے دَ کور مُختيار دے، ۲۲نو راځئ چه خُدائے ته ورشُو اَؤ په داسے حالت کښے چه زمُونږ زړُونه رښتينى وى، زمُونږ ايمان دِ مظبُوط وى، زمُونږ ضمير دِ دَ ګُناه دَ اِحساس نه پاک وى، اَؤ زمُونږ بدنُونه دِ په صفا اوبو سره ونيځلى وى. ۲۳په دے حالت کښے چه دَ کُوم اُميد چه مُونږ اِقرار کوُو هغه اُميد به ټينګ ونيسُو ځکه چه خُدائے په خپل لوظ پُوره کولو کښے وفادار دے. ۲۴اَؤ مُونږ دَ يو بل خيال وساتُو اَؤ يو بل ته دَ مينے اَؤ نيکو کارُونو دَ کولو ترغيب ورکوُو. ۲۵اَؤ دَ يو بل سره دَ عبادت دَ پاره جمع کيدو نه منع نه شُو لکه څنګه چه دَ ځنو خلقو دستُور دے، بلکه يو بل ته نصيحت وکړُو، اَؤ هر څومره چه هغه ورځ په رانزدے کيدو وينئ هغه هومره ئے زيات کوئ.

۲۶که مُونږ دَ حق دَ پيژندګلو نه پس له قصده ګُناهُونه کوُو نو دَ ګُناهُونو دَ پاره څۀ بله قُربانى نِشته. ۲۷خو دَ عدالت يو ويروُونکے اِنتظار اَؤ غضبناک اور پاتے دے کُوم به چه دَ خُدائے مُخالفان وسيزى. ۲۸کله چه مُوسىٰ شريعت نۀ منُونکى دَ دوؤ يا دريو سړو په ګواهئ بے له څۀ رحم نه مړۀ کولے شى، ۲۹نو خيال وکړئ چه هغه څوک به دَ څومره زياتے سزا لائق وګرزى چه دَ خُدائے زوے ئے رد کړلو، اَؤ دَ وعدے وينه چه هغه پرے پاک شوے وو هغه ئے ناپاکه وګڼله، اَؤ دَ فضل رُوح ئے بے عزته کړو. ۳۰ځکه چه مُونږ هغه پيژنُو چا چه فرمائيلى دى چه :  ”بدل اخستل زما کار دے، بدل به زَۀ آخلم“ اَؤ بيا دا چه ”مالِک به دَ خپل اُمت عدالت کوى.“ ۳۱دَ ژوندى خُدائے په لاسُونو کښے ورتلل هيبتناکه خبره ده!

۳۲خو اول هغه اولنئ ورځے رايادے کړئ چه په تاسو دَ خُدائے نُور وځليدو، اَؤ تاسو څومره مُصيبتُونه وزغمل اَؤ مظبُوط پاتے شوئ. ۳۳کله کله دَ سپکاوؤ اَؤ دَ مُصيبتُونو په وجه تاسو تماشه شوئ، دَ چا سره چه بد سلُوکى کيده، کله کله تاسو دَ هغوئ په بد سلُوکئ کښے ورسره شريک هم شوئ، ۳۴اَؤ چه تاسو دَ قيديانو سره همدردى هم وکړه، اَؤ دَ خپل مال لوټ کيدل مو هم په خوشحالئ سره منظُور کړل، په دے پوهه وئ چه تاسو سره يو غوره اَؤ دَ تل ميراث دے. ۳۵نو بيا خپله زړه ورتيا مه پريږدئ ځکه چه دَ هغے ډير اجر دے. ۳۶ځکه خو تاسو ته صبر کول ضرورى دى چه دَ خُدائے مرضى پُوره کړئ اَؤ لوظ کړى شوى څيزُونه حاصل کړئ. ۳۷اَؤ اوس ډير لږ وخت پاتے دے چه : 

”راتلُونکے به راشى اَؤ ايساريږى نه.

۳۸اَؤ زما صادِق به په ايمان پائى،

اَؤ که چرے هغه وګرزى

نو زما زړۀ به له هغۀ نه خوشحاله نۀ وى.“

۳۹خو مُونږ به راونۀ ګرزُو چه هلاک شُو، بلکه ايمان لرُونکى يُو چه ځانُونه بچ کړُو.