دَ عبرانيانو په نُوم خط

اول باب

خُدائے دَ خپل زوئے په وسيله خبرے کړے دى

١ په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے. ٢ خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. ٣ چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.

زوئے دَ فرښتو نه غوره دے

٤ نو داسے ئے زوئے له فرښتو نه دومره غوره شو څومره چه هغۀ په ميراث کښے دَ هغوئ نه لوئے نُوم مُوندلے وُو. ٥ هيڅ کله هم خُدائے کُومے فرښتے ته دا نۀ دى وئيلى چه :

((تۀ زما زوئے يئے،ما نن اظهار کړے.))

اَؤ بيا دا چه:

((زَۀ به دَ هغۀ پلار يم اَؤ هغه به زما زوئے وى.))

٦ اَؤ بيا چه خُدائے خپل اول پيدا شوے،يعنے عيسىٰ،دنيا ته راولى نو وائى چه :

((دَ خُدائے ټولے فرښتے دِ هغۀ ته سجده وکړى.))

٧ اَؤ دَ فرښتو په باب کښے وائى چه:

((هغه دَ خپلو فرښتو نه بادُونه جوړه وى.

اؤ خپلو خادمانو نه دَ اور شُُغلے جوړوى))

٨ خو دَ خپل زوى په حقله وائى چه:

((اَئے خُدايه! ستا تخت به تل تر تله وى

اَؤ ستا دَ بادشاهئ امسا دَ صداقت امسا ده.

٩ تا دَ صداقت سره مينه اَؤ دَ بدکارئ نه نفرت وکړو،

په دے وجه خُدائے،يعنے ستاسو خُدائے،

تۀ په تيلو مسح کړلے

اَؤ دَ خپلو ملګرو په نسبت ئے زيات خوشحاله کړلے.))

١٠ اَؤ بيا دا چه:

((اَئے مالِکه! تا دَ مزکے بُنياد له ازل نه کيښودو

اَؤ آسمان ستا دَ لاس کاريګرى ده.

١١ هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتے يئے،

اَؤ هغه به ټول دَ جامو په شان زاړۀ شى.

١٢ تۀ به هغه دَ چُوغے په شان راونغاړے

اَؤ دَ جامو په شان به بدل کړے شى.

خو تۀ هم هغه ئے اَؤ ستا کالُونه به ختم نۀ شى.))

١٣ خو خُدائے په فرښتو کښے دَ چا په باب کښے کله وئيلى وُو چه:

((تۀ زما ښى لاس ته کښينه تر څو چه زَۀ ستا دُښمنان

دَ پښو دَ لاندے دُنکاچه نۀ کړم.))

١٤ فرښتے څۀ دى؟ هغوئ ټول خدمت ګُزار رُوحُونه دى کُوم چه دَ هغه خلقو دَ خدمت دَ پاره راليږلى شوى دى څوک چه دَ خلاصُون وارثان دى.