د پېدايښت کِتاب

نهم باب

د خُدائ پاک د حضرت نُوح سره يو تړون کول

۱خُدائ پاک نُوح اؤ د هغۀ زامنو له برکت ورکړو اؤ وې وئيل، ”آباد شئ اؤ ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسېږى. ۲ټول ځناور، مارغان اؤ کبان به ستاسو نه يرېږى، دا ټول ستاسو د اِختيار لاندې دى. ۳اوس دا ځناور تاسو خوړلے شئ اؤ داسې شنۀ بُوټى هم، دا ټول ستاسو د خوراک د پاره دى. ۴خو چې په کومه غوښه کښې وينه وى هغه به نۀ خورئ، دا ستاسو د پاره منع ده ځکه چې په وينه کښې ژوندُون دے. ۵کۀ څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. کۀ يو ځناور بنيادم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى. ۶ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنيادم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنيادم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ شى، ۷ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسېږى.“ ۸خُدائ پاک نُوح اؤ د هغۀ زامنو ته ووئيل چې، ۹”ګورئ! اوس زۀ تاسو اؤ ستاسو د اولاد سره دا تړون کوم، ۱۰هم داسې د هر ژوندى څيز، د ټولو مارغانو، ځناورو اؤ هر هغه څيز سره چې ستاسو سره د کشتۍ نه رابهر شوى وُو. ۱۱زۀ تاسو سره د دې خبرې تړون کوم چې بيا به هيڅ کله هم ټول ژوندى په سېلاب نۀ غرقېږى، بيا به په سېلاب دُنيا نۀ تباه کېږى. ۱۲دا نښه به نۀ ختمېدُونکے تړون وى کُوم چې زۀ ستا اؤ د ټولو ژوندو څيزُونو سره کوم، ۱۳زۀ به په آسمان کښې د بُوډۍ ټال جوړوم. دا به زما د دُنيا سره د تړون نښه وى. ۱۴چې کله هم زۀ په زمکه وريځې راولم اؤ چې د بُوډۍ ټال په وريځو کښې راڅرګندېږى، ۱۵نو ما ته به خپل تړون رايادېږى چې سېلاب به بيا هيڅ کله ټول ژوندى څيزُونه نۀ تباه کوى. ۱۶چې کله په وريځو کښې د بُوډۍ ټال څرګند شى، زۀ به ورته ګورم اؤ هغه نۀ ختمېدُونکے تړون به رايادوم کُوم چې ما د زمکې د ټولو ژوندو څيزُونو سره کړے دے. ۱۷دا زما د هغه تړون نښه ده کُوم چې زۀ د دُنيا د ټولو ژوندو څيزُونو سره کوم.“

حضرت نُوح اؤ د هغۀ زامن

۱۸د نُوح زامن چې د کشتۍ نه کُوز شول هغوئ سِم، حام اؤ يافت وُو. (حام د کنعان پلار وو.) ۱۹په زمکه چې څومره خلق دى دا ټول د نُوح د دريو زامنو اولاد دے. ۲۰نُوح زميدار وو، هغه وړومبے کس وو چې د انګُورو باغ يې وکَرلو. ۲۱د انګُورو شراب څښلو نه پس هغه نشه شو اؤ په خپله خېمه کښې بربنډ څملاستو. ۲۲چې کله د کنعان پلار حام، خپل پلار داسې وليدو نو هغه بهر لاړو اؤ خپل دوه ورُوڼه يې خبرکړل. ۲۳نو سِم اؤ يافت يو څادر واخستو اؤ د خپلو اُوږو شا ته يې ونيولو. اؤ خېمې ته په شا دننه لاړل اؤ خپل پلار يې پټ کړو اؤ مخُونه يې اړولى وُو چې پلار بربنډ ونۀ ګورى. ۲۴چې کله نُوح په خود کښې شو اؤ خبر شو چې د ټولو کشرى زوئ د هغۀ سره څۀ کړى دى، ۲۵نو هغۀ ووئيل چې،

”په کنعان دې لعنت وى،

هغه دې د ټولو ورُوڼو د غُلامانو غُلام شى.

۲۶مالِک خُدائ دې سِم بختور کړى،

اؤ کنعان دې د هغۀ غُلام کړى.

۲۷خُدائ پاک دې يافت ډېر تېر کړى،

د هغۀ اولاد اؤ د سِم خلق دې د ورُوڼو په شان کړى،

اؤ کنعان دې د هغۀ غُلام کړى.“

۲۸د سېلاب نه پس نُوح نور درې نيم سوه کاله ژوندے وو ۲۹اؤ د نهۀ نيم سوه کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.