د پېدايښت کِتاب

اَتم باب

د سېلاب ختمېدل

۱نُوح، د هغۀ بال بچ اؤ هغه ټول ځناور کُوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې. ۲د زمکې لاندې د چينو خُلې اؤ د آسمان طوفانى دروازې بند شوې. باران ودرېدو، ۳اؤ اوبۀ ورو ورو په يو نيم سل ورځو کښې کمې شوې. ۴د اوومې مياشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د اراراط په علاقه کښې په يو غرۀ ودرېده. ۵اوبۀ کمېدې اؤ د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ د غرُونو څُوکې راڅرګندې شوې. ۶څلوېښت ورځې پس نُوح د کشتۍ کړکۍ کولاؤ کړه ۷اؤ يو کارغۀ يې والُوځولو. هغه واپس رانۀ غلو، خو په هوا کښې تر هغې پورې اخوا دېخوا ګرځېدو چې د زمکې نه اوبۀ وچې شوې. ۸په دې دوران کښې، نُوح ګُوګُوشتکه والُوځوله چې وګورى چې اوبۀ ختمې دى کۀ نۀ، ۹خو اوبو تر اوسه پورې زمکه پټه کړې وه اؤ ګُوګُوشتکې د خپو لګولو ځائ پېدا نۀ کړو. نو واپس راغله اؤ نُوح لاس بهر کړو اؤ ځان سره يې کشتۍ کښې کښېنوله. ۱۰د اووۀ ورځو اِنتظار نه پس هغۀ بيا ګُوګُوشتکه والُوځوله. ۱۱اؤ په ماښامى کښې هغۀ ته واپس راغله اؤ په مخُوکه کښې يې شنه د زيتُونو پاڼه نيولې وه. نو نُوح ته پته ولګېده چې اوبۀ کمې شوې دى. ۱۲هغۀ بيا نور اووۀ ورځې اِنتظار وکړو اؤ يو ځل بيا يې ګُوګُوشتکه والُوځوله، خو دا ځل واپس رانۀ غله. ۱۳چې کله نُوح د شپږ سوه اؤ د يو کال شو، نو د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، اوبۀ وچې شوې. نُوح د کشتۍ د چت يوه حِصه کولاؤ کړه، نظر يې واچولو اؤ چې يې وکتل نو زمکه په وچېدو وه. ۱۴د دويمې مياشتې په اوويشتمه ورځ زمکه بېخى وچه وه. ۱۵نو خُدائ پاک نُوح ته ووئيل چې، ۱۶”د خپلې ښځې، خپلو زامنو اؤ د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه بهر لاړ شه. ۱۷ټول مارغان اؤ ځناور هم د ځان سره کُوز کړه، چې نور بچى پېدا کړى اؤ په ټوله زمکه کښې خوارۀ شى.“ ۱۸نو نُوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو اؤ د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه کُوز شو. ۱۹ټول ځناور اؤ مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل.

د حضرت نُوح قُربانى پېش کول

۲۰نُوح يوه قُربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قُربانى پيش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو اؤ مارغانو نه يو يو واخستو، حلال يې کړل، په قُربان‌ګاه کښې يې وسوزول اؤ د خُدائ پاک په حضُور کښې يې پېش کړل. ۲۱د قُربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو اؤ خپل ځان سره يې ووئيل، ”د بنيادم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅ کله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشُوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلُوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.

۲۲چې تر کُومې پورې دُنيا موجُوده وى،

کَرل اؤ رېبل به وى، يخنى اؤ ګرمى به وى،

اوړے اؤ ژمے به وى،

شپه اؤ ورځ به وى اؤ دا به نۀ ختمېږى.“