د پېدايښت کِتاب

شپږم باب

د بنيادم بد عملُونه

۱کله چې بنيادم په ټوله دُنيا کښې خوارۀ شول، نو د دوئ لُوڼه پېدا کېدې، ۲نو څۀ آسمانى مخلُوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې اؤ ښځې يې کړې. ۳بيا مالِک خُدائ ووئيل، ”زۀ به بنيادم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه د پاره ژوندى وى، دا فانى مخلُوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“ ۴په هغه ورځو کښې اؤ هم داسې وروستو، په زمکه دېوان وُو چې هغوئ د بنيادمو د ښځو اؤ د آسمانى مخلُوق بچى وُو. هغوئ د هغه وخت تکړه اؤ مشهُور خلق وُو. ۵چې کله مالِک خُدائ وکتل چې هر يو کس په دُنيا کښې بد عمله وو اؤ هر وخت د دوئ خيالونه بد وُو، ۶نو هغه په خپلو کړو پښېمانه شو چې دوئ يې پېدا کړل اؤ په زمکه يې آباد کړل. هغه ډېر پښېمانه وو ۷نو هغۀ ووئيل، ”زۀ به دا خلق چې ما پېدا کړى دى د زمکې د مخ نه لرې کړم اؤ ورسره ځناور اؤ مارغان هم، ځکه چې زۀ ډېر پښېمانه يم چې ما دوئ پېدا کړل.“ ۸خو مالِک خُدائ د نُوح نه رضا وو.

حضرت نُوح

۹دا د نُوح قيصه ده. د هغۀ درې زامن وُو، شيم، حام اؤ يافت. نُوح هيڅ غلطى نۀ وه کړې اؤ د خُدائ پاک په ټول مخلُوق کښې هغه يکى يو نېک او صادق سړے وو. هغۀ د خُدائ پاک سره ملګرتيا لرله، ۱۱خو نور ټول خلق د خُدائ پاک د سيدها لارې نه لرى وُو اؤ هر طرف ته زور او ظلم وو. ۱۲خُدائ پاک چې دُنيا وکتله نو د خلقو د بد عملۍ نه ډکه وه، ځکه چې خلق د سيدها لارې نه لرې وُو. ۱۳خُدائ پاک نُوح ته ووئيل، ”ما د ټولو بنيادمو د ختمولو فېصله کړې ده. زۀ به دوئ ټول تباه کړم، ځکه چې دُنيا د دوئ د بد عملۍ نه ډکه ده. ۱۴د ځان د پاره د ښۀ لرګى نه يوه لويه کشتۍ جوړه کړه، کوټې په کښې جوړې کړه اؤ دننه اؤ بهر يې په تارکولو لېوه کړه. ۱۵دا کشتۍ يو سل پينځۀ څلوېښت ګزه اُوږده، څليريشت ګزه پلنه اؤ څوارلس ګزه اُوچته جوړه کړه. ۱۶کشتۍ له چت هم جوړ کړه اؤ چت يې د سر نه اوولس اِنچې په ترڅ جوړ کړه. دا درې چتيزه جوړه کړه اؤ يو طرف ته دروازه هم په کښې پرېږده. ۱۷ګوره! زۀ به يو سېلاب راولم چې په زمکه ټول مخلُوق تباه شى. هر ساه لرُونکے څيز به مړ شى، ۱۸خو زۀ تا سره تړون کوم، د خپلې ښځې سره کشتۍ ته وخېژه، خپل زامن اؤ د هغوئ ښځې هم وخېژوه. ۱۹د هر قِسم ځناورو اؤ مارغانو نه يو نر اؤ يوه ښځه هم کشتۍ ته وخېژوه، چې د دوئ نسل باقى پاتې شى. ۲۱د ځان اؤ دوئ د پاره هر قِسم خوراک راجمع کړه،“ ۲۲نو نُوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.