د پېدايښت کِتاب

پنځوسم باب

۱يُوسف په خپل پلار باندې ورپرېوتو، ژړل يې اؤ ښُکلولو يې. ۲بيا يُوسف خپلو خِدمت کوُونکو حکيمانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ د پلار د لاش وچولو بندُوبست وکړى چې خراب نۀ شى. ۳د مړى خرابېدو نه په بچ کولو باندې څلوېښت ورځې ولګېدلې. مِصريان اؤيا ورځې د هغۀ په غم غمژن وُو. ۴چې کله د غم وخت تېر شو، يُوسف د فِرعون درباريانو ته ووئيل، ”کۀ تاسو ما سره ښۀ کوئ نو زۀ تاسو ته عرض کوم چې فِرعون ته داسې ووايئ چې :  ۵چې کله زما پلار مړ کېدو، هغۀ زما نه قسم اخستے وو چې زۀ به هغه د کنعان په وطن کښې په هغه قبر کښې ښخوم کُوم چې هغۀ کنستلے وو. نو مِهربانى وکړه، ما پرېږده چې زۀ خپل پلار هلته ښخ کړم اؤ زۀ به بيا واپس راشم.“ ۶فِرعون ورته ووئيل، ”لاړ شه! اؤ خپل پلار هغسې ښخ کړه، چې څنګه هغۀ ستا نه قسم اخستے وو.“ ۷نو يُوسف خپل پلار ښخولو له يوړو. د فِرعون ټول درباريان، د هغۀ د دربار مشران اؤ د مِصر ټول مشران د يُوسف سره لاړل. ۸د هغۀ کورنۍ، د هغۀ ورُوڼه اؤ د هغۀ پلار د کورنۍ باقى ټول خلق د هغۀ سره لاړل. صِرف د هغوئ واړۀ ماشُومان، د هغوئ ګډې، چېلۍ اؤ څاروى د جشن په علاقه کښې پاتې شول. ۹په ګاډو کښې خلق اؤ په اسُونو سوارۀ خلق هم د هغۀ سره لاړل، دا يوه لويه قافله وه. ۱۰چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمن ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو اؤ يُوسف تر اووۀ ورځو پورې غم ژړا وکړه. ۱۱چې کله د کنعان د وطن اوسېدُونکو خلقو دا وليدل چې هغه خلق د اتد په درمن کښې غم ژړا کوى، نو هغوئ ووئيل چې، ”دا مِصريان څومره سخت غم ژړا کوى!“ نو ځکه د هغه ځائ نُوم د مِصريانو د غم ژړا مېدان شو. ۱۲نو د يعقُوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه هغۀ ورته وصيت کړے وو، ۱۳هغوئ د هغۀ لاش د کنعان وطن ته يوړو اؤ هغه يې د مکفيله په غار کښې ښخ کړو، چې د ممرئ سره نزدى وو، په هغه پټى کښې کُوم چې اِبراهيم د حِتى عِفرون نه د قبرستان د پاره اخستے وو. ۱۴چې کله يُوسف خپل پلار ښخ کړو، نو هغه د خپلو ورُوڼو سره اؤ د هغه ټولو کسانو سره کُوم چې د هغۀ سره د جنازې د پاره تلى وُو، مِصر ته راواپس شول.

د حضرت يُوسف خپل ورُوڼه معاف کول

۱۵چې کله د يُوسف وړُونو دا وليدل چې د هغوئ پلار په حق رسېدلے دے نو هغوئ ووئيل، ”کۀ يُوسف تر اوسه پورې زمُونږ سره کينه لرى اؤ چې کُوم بد مُونږ ورسره کړى دى کۀ د هغې زمُونږ نه بدل اخستل غواړى، نو بيا به څۀ کېږى؟“ ۱۶نو هغوئ يُوسف له خبر ولېږلو اؤ وې وئيل، ”زمُونږ پلار د مرګ نه مخکښې، ۱۷مُونږ ته ووئيل، يُوسف ته به داسې ووايئ :  مُونږ تا ته سوال کوُو چې ستا ورُوڼو کُوم غلط کار اؤ بد تا سره کړى دى، هغه معاف کړه. اوس درته دا سوال کوُو چې مُونږ، ستا د پلار خُدائ پاک خِدمت‌ګارانو چې کُوم غلط کار کړے دے، هغه مُونږ ته معاف کړه.“ چې کله دا پېغام يُوسف ته مِلاؤ شو نو هغۀ وژړل. ۱۸بيا د هغۀ ورُوڼه په خپله راغلل اؤ د هغۀ په مخکښې ټيټ شول. هغوئ ورته ووئيل، ”ګوره! مُونږ ستا غُلامان حاضر يُو.“ ۱۹خو يُوسف هغوئ ته ووئيل، ”يرېږئ مۀ، ولې زۀ خُدائ پاک يم څۀ؟ ۲۰تاسو زما خِلاف د بدو منصُوبه جوړه کړه، خو خُدائ پاک دا په نېکۍ بدله کړه، چې د ډېرو خلقو ژوند بچ شى چې کُوم نن ژوندى پاتې دى. ۲۱اوس تاسو مۀ يرېږئ. زۀ به ستاسو اؤ ستاسو د بچو خيال ساتم.“ نو هغوئ له يې په نرمو خبرو تسلى ورکړه.

د حضرت يُوسف مرګ

۲۲يُوسف د خپل پلار د کورنۍ سره په مِصر کښې اوسېدو، هغه د يو سل لسو کالو وو چې په حق ورسېدو. ۲۳هغه د اِفرائيم بچى اؤ نمسى ليدلو پورې ژوندے وو. هغۀ د منشه د زوئ ماکير بچى هم په کورنۍ کښې وليدل. ۲۴هغۀ خپلو ورُوڼو ته ووئيل، ”زۀ مرګِ حال يم، خو خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو خيال وساتى اؤ د دې وطن نه به مو هغه وطن له بوځى د کُوم چې هغۀ د اِبراهيم، اِسحاق اؤ د يعقُوب سره پخه وعده کړې وه.“ ۲۵بيا يُوسف د خپلو خلقو نه قسم واخستلو، هغۀ ووئيل، ”زما سره دا وعده وکړئ چې کله تاسو خُدائ پاک هغه وطن ته بوځى، نو تاسو به زما هډُوکى د ځان سره وړئ.“ ۲۶نو يُوسف د يو سل لسو کالو په عُمر کښې په مِصر کښې په حق ورسېدو. هغوئ د هغۀ د لاش وچولو بندُوبست وکړو چې خراب نۀ شى اؤ په تابُوت کښې يې کېښودو.