د پېدايښت کِتاب

نهه څلوېښتم باب

د حضرت يعقُوب د خپلو زامنو سره آخرى خبرې کول

۱يعقُوب خپل زامن راوغوښتل اؤ ورته يې ووئيل، ”راغونډ شئ اؤ زۀ به تاسو ته ووايم چې په راتلُونکى وخت کښې به په تاسو څۀ کېږى : 

۲راټول شئ اؤ واورئ، اے د يعقُوب زامنو!

د خپل پلار اِسرائيل خبره واورئ.

۳روبين، زما مشر زوئ يې! تۀ زما د طاقت وړومبۍ مېوه يې

اؤ زما د ځوانۍ وړومبے بچے،

په عِزت اؤ طاقت کښې زما د ټولو زامنو نه زيات يې.

۴تۀ د جوشناک سېلاب په شان يې،

خو تۀ به د ټولو نه عِزتمند نۀ يې،

دا ځکه چې تۀ زما د بلې ښځې سره څملاستې

اؤ د خپل پلار کټ دې پليت کړو.

۵شمعُون اؤ ليوى په بدو کښې ورُوڼه دى.

بد عملى کولو د پاره د خپلو تُورو نه کار اخلى.

۶د دوئ په پټو خبرو کښې به زۀ نۀ شريکېږم،

اؤ نۀ به د دوئ په ډله کښې حِصه اخلم،

ځکه چې په غُصه کښې دوئ خلق ووژل

اؤ دوئ هسې د خوند د پاره غوايان ګُډ کړل.

۷لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو،

اؤ لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بې‌رحمه وو.

زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول وطن کښې خوارۀ وارۀ کړم.

زۀ به دوئ د اِسرائيليانو نورو قبيلو سره ګډ‌وډ کړم.

۸يهُوداه! ستا ورُوڼه به ستا صِفت کوى.

تۀ به خپل دُښمنان د مرۍ نه رانيسې.

ستا ورُوڼه به ستا په مخکښې ټيټ شى.

۹يهُوداه! تۀ د زمرى بچے يې،

چې ښکار ووژنى اؤ خپل غار ته راستُون شى،

غزېږى اؤ څملى.

هيڅ څوک هم دا زړۀ نۀ شى کولے چې هغه راپاڅوى.

۱۰يهُوداه به د مشرۍ جنډا نيسى،

اؤ د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى.

قومُونه به هغۀ له قلنګ راوړى،

اؤ د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټېږى.

۱۱هغه خپل کُوچے د انګُور په بُوټى پورې تړى،

د ټولو نه ښۀ بُوټى پورې.

هغه خپلې جامې د انګُور په سُور رس کښې وينځى.

۱۲د هغۀ سترګې د شرابو نه سرې دى،

د هغۀ غاښُونه د پيو نه سپين دى.

۱۳زبولون به د سيند په غاړه اوسېږى.

د هغۀ د سيند غاړه به د کشتو د پاره محفوظ ځائ وى.

د هغۀ علاقه به د صدون پورې ورسېږى.

۱۴يساکار لکه تکړه خر دے چې د دوه بارُونو په مېنځ کښې اُوږد اُوږد څملى.

۱۵خو هغۀ ته پته وى چې د آرام ځائ ښۀ وى

اؤ چې هغه وطن خوندَور وو.

نو هغه خپله ملا بار وړلو له راښکته کړى

اؤ د نوکر په شان کار ترې اخستے شى.

۱۶دان به د خپلو خلقو بادشاه وى.

هغوئ به هم د اِسرائيليانو د نورو قبيلو په شان وى.

۱۷دان به د سړک د غاړې مار وى،

د لارې يو خطرناک مار،

چې هغه اس په پُونده وچيچى،

نو سور کس ترې په شا پرېوزى.

۱۸اے مالِکه خُدايه! زۀ ستا د خلاصُون په اِنتظار يم.

۱۹د ډاکوانو يوه ډله به په جاد حمله وکړى،

خو هغه به راوګرځى اؤ په هغوئ پسې به شى.

۲۰د اشير زمکه به ډېر ښۀ خوراک پېدا کړى.

هغه به د بادشاهانو د پاره ښۀ مزېدار خوراک تيار کړى.

۲۱نفتالى هوسۍ ده چې په آزادۍ سره منډې وهى،

اؤ هغه ښُکلى بچى راوړى.

۲۲يُوسف يوه مېوه داره څانګه ده،

په سپرلى کښې د مېوې نه ډکه څانګه، د هغۀ څانګې په دېوال خېژى.

۲۳د هغۀ غُصه ناک دُښمنان په هغۀ باندې سخته حمله کوى

اؤ د خپلو غشو اؤ ليندو سره په هغۀ پسې وى.

۲۴خو چې هغه لينده راکاږى نو د هغۀ لاسُونه نۀ رپېږى،

اؤ د هغۀ مټې مضبُوطې جوړې شوې دى،

د يعقُوب د قادر خُدائ پاک په قُدرت سره،

د هغه شپُون په نامه، چې د اِسرائيليانو ساتُونکے دے.

۲۵هغه ستا د پلار خُدائ پاک دے چې هغه ستا مدد کوى،

هغه قادر خُدائ پاک چې تا له برکت درکوى.

د بره آسمان د بارانُونو

اؤ د زمکې د لاندې د چينو برکت درکړى،

برکتُونه د ډېرو څاروو اؤ د اولادُونو،

۲۶ستا د خپل پلار برکتُونه

همېشه د پاره د زړو غرُونو د برکت نه ښۀ دى، ښۀ څيزُونه د نۀ ختمېدُونکو غرُونو نه.

دا ټول برکتُونه دې د يُوسف په سر وى، د

هغۀ په تندى، چې د خپلو ورُوڼو مشر دے.

۲۷بنيامين د يو شلوُونکى شرمخ په شان دے.

چې په سحر کښې ښکار خورى اؤ په ماښام کښې څۀ چې پاتې وى هغه ويشى.“

۲۸دا د اِسرائيليانو دولس قبيلې دى اؤ دا هغه وصيت دے کُوم چې خپل پلار ورته د برکت ورکولو په وخت وکړو اؤ هر زوئ له يې خپل خپل مُناسب برکت ورکړو.

د حضرت يعقُوب مرګ اؤ ښخېدل

۲۹نو يعقُوب خپلو زامنو ته وصيت کولو، ”زۀ مرګ ته نزدې يم. ما د خپل پلار نيکۀ سره، د کنعان په وطن کښې، د ممرئ سره نزدى په مکفيله کښې، د حِتى عِفرون د پټى په غار کښې ښخ کړئ. هغه غار اؤ پټے اِبراهيم د عِفرون نه د قبرستان د پاره اخستے وو. ۳۱دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِبراهيم اؤ د هغۀ ښځه ساره ښخ کړى وُو، دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِسحاق اؤ د هغۀ ښځه رِبقه ښخه کړې وه، اؤ دا هغه ځائ دے چرته چې ما لِياه ښخه کړې ده. ۳۲هغه پټے اؤ هغه غار د حِتيانو نه اخستے شوے وو. ما هم هلته ښخ کړئ.“ ۳۳چې کله يعقُوب خپلو زامنو ته وصيت ختم کړو، هغه بيا څملاستو، ساه يې ورکړه اؤ په حق ورسېدو.