د پېدايښت کِتاب

اته څلوېښتم باب

د حضرت يعقُوب د اِفرائيم اؤ منشه د پاره د خُدائ پاک نه برکت غوښتل

۱څۀ موده وروستو يُوسف خبر شو چې د هغۀ پلار بيمار دے. نو هغۀ خپل دوه زامن، منشه اؤ اِفرائيم روان کړل اؤ د خپل پلار پوښتنې له ورَغلو. ۲چې يعقُوب خبر شو چې خپل زوئ يې پوښتنې له راغلے دے، هغۀ خپل ځان تکړه کړو اؤ په کټ کښې نېغ کښېناستو. ۳يعقُوب يُوسف ته ووئيل چې، ”قادر خُدائ پاک د کنعان د وطن په لُوز کښې ما ته راڅرګند شو اؤ برکت يې راکړو.“ ۴هغۀ ما ته ووئيل، ”زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم، نو داسې ستا د اولاد نه به ډېر قومُونه جوړ شى. زۀ به ستا اولاد له دا وطن ورکوم چې همېشه د پاره د هغوئ شى.“ ۵”نو اوس يُوسفه! چې ستا کُوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم اؤ منشه زما د خپلو بچو روبين اؤ شمعُون په شان دى. ۶خو کۀ ستا نور زامن پېدا کېږى، نو هغوئ به زما نۀ شى ګڼلے، هغوئ به د اِفرائيم اؤ د منشه نه ميراث اخلى. ۷زۀ داسې ستا د مور راحيل په خاطر کوم. چې کله زۀ د ميسوپوتاميه نه واپس راتلم، نو هغه اِفرات ته نزدې د کنعان په وطن کښې زما د ډېر غم سره وفات شوه. ما هغه د اِفرات د لارې په غاړه ښخه کړه.“ اِفرات اوس د بيت‌لحم په نُوم مشهُور دے. ۸چې کله يعقُوب د يُوسف زامن وليدل، هغۀ تپوس وکړو، ”دا څوک دى؟“ ۹نو يُوسف خپل پلار ته ووئيل، ”دا زما زامن دى، کُوم چې خُدائ پاک ما له دلته په مِصر کښې راکړى دى.“ يعقُوب ووئيل، ”دوئ ما له راوله چې د دوئ د پاره برکت وغواړم.“ ۱۰د ډېر عُمر په وجه د يعقُوب نظر کمزورے شوے وو اؤ د هغۀ نظر سم نۀ لګېدو. يُوسف هغۀ له زامن راوستل اؤ هغوئ يې غاړه ويستل اؤ ښُکل يې کړل. ۱۱يعقُوب يُوسف ته ووئيل، ”ما هيڅ کله هم دا ګُمان نۀ وو کړے چې زۀ به بيا تا ووينم اؤ اوس خُدائ پاک راباندې ستا بچى هم وليدل.“ ۱۲بيا يُوسف هغوئ د هغۀ د غېږ نه واخستل اؤ د هغۀ په مخکښې يې د عِزت نه سر زمکې ته ټيټ کړو. ۱۳يُوسف اِفرائيم د يعقُوب ګڅ طرف ته اؤ منشه د هغۀ ښى طرف ته نزدې راوستل. ۱۴نو يعقُوب خپل لاسُونه اُوږدۀ کړل اؤ خپل ښے لاس يې د اِفرائيم په سر کېښودو، اګرچې هغه کشر وو اؤ خپل ګڅ لاس يې د منشه په سر کېښودو، چې هغه مشر وو. ۱۵بيا هغۀ يُوسف د پاره برکت وغوښتلو اؤ وې وئيل :  ”د کُوم خُدائ پاک چې زما پلار نيکۀ اِبراهيم اؤ اِسحاق خِدمت کړے دے هغه دې، دې هلکانو له برکت ورکړى! کُوم خُدائ پاک چې تر ننه پورې ټول عُمر زما ساتنه کړې ده! ۱۶هغه فرِښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم! د دې هلکانو په ذريعه دې زما اؤ زما د پلار نيکۀ اِسحاق اؤ اِبراهيم نُوم ژوندے وساتلے شى! اؤ په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى!“ ۱۷چې کله يُوسف دا وليدل چې د هغۀ پلار خپل ښې لاس د اِفرائيم په سر ايښے دے، هغه په دې خفه شو، نو هغۀ د خپل پلار لاس اُوچت کړو اؤ د اِفرائيم د سر نه يې د منشه سر له يوړو. ۱۸اؤ يُوسف خپل پلار ته ووئيل، ”داسې نه، زما پلاره! دا مشر دے. خپل ښے لاس دۀ له په سر کېږده.“ ۱۹د هغۀ پلار اِنکار وکړو اؤ وې وئيل، ”ما ته پته شته، زما زويه! ما ته پته ده چې د منشه اولاد به هم يو لوئ قوم شى. خو خپل کشر ورور به د هغۀ نه لوئ وى اؤ د هغۀ د اولاد نه به ډېر لوئ قومُونه جوړ شى.“ ۲۰نو هغۀ هغوئ له په هغه ورځ برکت ورکړو، وې وئيل، ”اِسرائيليان به ستاسو نومُونه استعمالوى چې کله هغوئ د برکت نُوم اخلى. هغوئ به وائى، خُدائ پاک دې تاسو د اِفرائيم اؤ منشه په شان کړى.“ نو داسې يعقُوب اِفرائيم د منشه نه مخکښې کړو. ۲۱بيا يعقُوب يُوسف ته ووئيل، ”ګوره! زۀ مرګ ته نزدې يم، خو خُدائ پاک به ستا مل وى اؤ تا به واپس د خپل پلار نيکۀ وطن ته بوځى. ۲۲د شِکم هغه آباده علاقه چې ما د اموريانو نه د تُورې اؤ ليندې په زور اخستې ده زۀ هغه ستا ورُوڼو له نۀ ورکوم بلکې تا له يې درکوم.“