د پېدايښت کِتاب

اوه څلوېښتم باب

۱نو يُوسف د هغوئ نه پينځۀ ورُوڼه روان کړل اؤ فِرعون له ورغلل. هغۀ فِرعون ته ووئيل، ”زما پلار اؤ زما ورُوڼه د خپلو رَمو، څاروو اؤ چې څۀ يې هم لرل د هغې سره د کنعان د وطن نه راغلى دى. دوئ اوس د جشن په علاقه کښې دى.“ ۲هغۀ بيا خپل ورُوڼه د فِرعون سره مِلاؤ کړل. ۳فِرعون د هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو کسب څۀ دے؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه! مُونږ شپانۀ يُو، لکه چې څنګه زمُونږ پلار نيکۀ وُو.“ ۴”مُونږ دې وطن ته د اوسېدو د پاره راغلى يُو، ځکه چې د کنعان په وطن کښې ډېر سخت قحط دے اؤ زمُونږ د څاروو د څرېدلو ځائ نشته. صاحِبه! مُونږ تا ته سوال کوُو، مُونږ له اِجازت راکړه چې د جشن په علاقه کښې اوسېږُو.“ ۵فِرعون يُوسف ته ووئيل، ”اوس ستا پلار اؤ ستا ورُوڼه راغلى دى، ۶نو د ټول مِصر زمکه د دوئ شوه. دوئ پرېږده چې د جشن په علاقه کښې اوسېږى چې د دې وطن د ټولو نه ښۀ ځائ دے. اؤ کۀ په دوئ کښې تکړه کسان وى، نو هغوئ زما په خپلو څاروو مشران مُقرر کړه.“ ۷بيا يُوسف خپل پلار يعقُوب راوستلو اؤ د فِرعون سره يې مِلاؤ کړو. يعقُوب فِرعون ته د برکت د پاره دُعا وکړه، ۸اؤ فِرعون د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ به د څو کالو يې؟“ ۹يعقُوب جواب ورکړو، ”يو ځائ بل ځائ اوسېدو کښې زما يو سل دېرش کاله تېر شوى دى. زما عُمر لږ اؤ سخت دے، دا زما د پلار نيکۀ د اُوږدو عُمرونو په شان نۀ دے.“ ۱۰يعقُوب فِرعون ته د برکت دُعا وکړه اؤ د هغۀ نه لاړو. ۱۱بيا يُوسف خپل پلار اؤ خپلو ورُوڼو له رعمسيس ته نزدې د مِصر د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړه، لکه څنګه چې فِرعون حُکم کړے وو. ۱۲يُوسف خپل پلار، ورُوڼو اؤ ټولو خپلوانو له، د هغوئ د کورَنو په مُطابق خوراک ورکولو.

قحط

۱۳قحط دومره سخت وو چې هيچرته هم ډوډۍ نۀ مِلاوېدله اؤ د مِصر اؤ د کنعان د وطن خلق د لوږې نه کمزورى شول. ۱۴چې خلقو به ترې نه غله اخستله، نو يُوسف هغه ټولې روپۍ جمع کولې اؤ هغه روپۍ به يې د فِرعون په خزانه کښې کېښودلې. ۱۵چې کله په مِصر اؤ د کنعان په وطن کښې ټولې روپۍ ختمې شوې، مِصريان يُوسف له راغلل اؤ ورته يې ووئيل، ”مُونږ له ډوډۍ راکړه! تۀ اوس مُونږ دې ته پرېږدى چې ستا په مخکښې مړۀ شُو! ځکه چې زمُونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې دى.“ ۱۶يُوسف ورته ووئيل، ”خپل څاروى راولئ، کۀ ستاسو سره ټولې روپۍ ختمې شوې وى نو د څاروو په بدل کښې به زۀ تاسو له خوراک درکړم.“ ۱۷نو هغوئ خپل څاروى يُوسف له راوستل اؤ هغۀ په دې کال کښې د هغوئ د اسُونو، ګډو، چېلو، څاروو اؤ خرو په بدل کښې خوراک ورکولو. ۱۸ورپسې کال هغوئ هغۀ له راغلل اؤ ورته يې ووئيل، ”صاحِبه! مُونږ به دا حقيقت ستا نه نۀ پټوُو، چې زمُونږ سره ټولې روپۍ ختمې شوې اؤ زمُونږ څاروى هم ستا شول. زمُونږ سره زمُونږ د زمکو اؤ زمُونږ د ځانُونو نه بغېر هيڅ هم پاتې نۀ دى. ۱۹نو تۀ مُونږ دې ته پرېږدى چې ستا په مخکښې مړۀ شُو! زمُونږ زمکه شاړه کېدو ته مۀ پرېږده. د خوراک په بدل کښې مُونږ اؤ زمُونږ زمکه واخله. مُونږ به د فِرعون نوکران شُو اؤ زمُونږ زمکه به د هغۀ شى. مُونږ له غله راکړه چې ژوندى پاتې شُو اؤ تُخم راکړه چې خپله زمکه وکَرُو.“ ۲۰نو يُوسف د مِصر ټوله زمکه د فِرعون د پاره واخستله. هر يو مِصرى خپله زمکه د مجبُورۍ نه خرڅه کړه، ځکه چې قحط ډېر سخت وو، اؤ هغه ټوله زمکه د فِرعون شوه. ۲۱يُوسف د مِصر د يو سر نه تر بل سَره پورې خلق غُلامان کړل. ۲۲خو صِرف هغه زمکه يې وانۀ خستله کُومه زمکه چې د اِمامانو وه. هغوئ د پاره دا ضرُورى نۀ وه چې خپله زمکه خرڅه کړى، ځکه چې فِرعون هغوئ له د اوسېدو د پاره وظيفه ورکوله. ۲۳نو يُوسف هغه خلقو ته ووئيل، ”تاسو ته پته ده چې ما تاسو اؤ ستاسو زمکې هم د فِرعون د پاره اخستې دى. د خپلې خپلې زمکې کَرلو د پاره دا تُخم واخلئ. ۲۴د رېبلو په وخت کښې پينځمه حِصه فِرعون له ورکوئ. باقى نور تُخم تاسو د کَرلو د پاره اؤ د خپلو ځانُونو، کورَنو اؤ د خپلو وړو ماشُومانو د پاره د خوراک په توګه اِستعمالولے شئ.“ ۲۵هغوئ ورته ووئيل، ”تا زمُونږ ژوند بچ کړے دے، صاحِبه! تۀ په مُونږ مهربان يې اؤ مُونږ به د فِرعون غُلامان يُو.“ ۲۶نو يُوسف د مِصر وطن د پاره دا يو قانُون جوړ کړو چې د فصل پينځمه حِصه به د فِرعون وى. دا قانُون تر اوسه پورې شته دے. خو صِرف د اِمامانو زمکې د فِرعون نۀ شوې.

د حضرت يعقُوب وصيت

۲۷بنى اِسرائيل په مِصر کښې د جشن په علاقه کښې اوسېدل، چرته چې هغوئ مالدار شول اؤ ډېر اولاد يې پېدا شو. ۲۸يعقُوب په مِصر کښې اوولس کاله اوسېدو، نو د يعقُوب ټول عُمر يو سل اووۀ څلوېښت کاله وو. ۲۹چې کله د هغۀ د مرګ وخت رانزدې شو، نو هغۀ خپل زوئ يُوسف راوغوښتلو اؤ هغۀ ته يې ووئيل، ”کۀ زۀ رښتيا په تا ګران يم، نو تۀ زما سره پوخ لوظ وکړه چې تۀ به ما په مِصر کښې نۀ ښخوې. ۳۰زۀ هلته ښخېدل غواړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ دى. ما د مِصر نه يوسه اؤ هلته مې ښخ کړه چرته چې هغوئ ښخ دى.“ يُوسف ورته ووئيل، ”زۀ به هم دغه شان وکړم چې څنګه تا ووئيل.“ ۳۱يعقُوب ورته ووئيل، ”زما سره لوظ وکړه چې تۀ به هم دغه شان وکړې.“ نو يُوسف ورسره لوظ وکړو. اؤ يعقُوب په خپل کټ باندې سر ټيټ کړو اؤ شُکر يې ادا کړو.